لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د فساد په تور ونیول شو


Pakistan's outgoing President Asif Ali Zardari waves as he leaves after a farewell ceremony at the President House in Islamabad September 8, 2013. Zardari stepped down on Sunday at the end of his five-year term. REUTERS/Mian Khursheed (PAKISTAN - Tags: PO
Pakistan's outgoing President Asif Ali Zardari waves as he leaves after a farewell ceremony at the President House in Islamabad September 8, 2013. Zardari stepped down on Sunday at the end of his five-year term. REUTERS/Mian Khursheed (PAKISTAN - Tags: PO

د پاکستان احتساب ادارې نېب د هېواد پخوانی صدر او د حکومت لوې مخالفه ډلې پاکستان پیپلزپارټۍ شریک مشر صدر آصف علي زردارې د جعلې بېنک اکانټونو په قضېه کښې ونیولو.

آصف علي زرداري په داسې حال کې نیول شوی دی چې د پاکستان پخواني وزیراعظم نوازشریف ته هم عدالت د بډو رشوتونو په الزام د قیدا سزا اورولې ده او دا وخت په زندان کې دی.

د ښاغلي زرداري په گرفتارۍ د نوازشریف لور او د هغه سیاسي وارثې مریم نواز وویل چې په پاکستان د احتساب لړۍ یوازې د حکومت مخالفه سیاستمدارانو په ضد دوام لري.

په قامي اسمبلۍ کې د اصف علي زرداري د گرفتارۍ خلاف د پیپلزپارټۍ د احتجاج وروسته د اسمبلۍ غونډه تر د سبا پورې وځنډول شوه.

زدراري عدالت ته حاضر شوی و

د گل، دوشنبې، په ورځ د گرفتارۍ نه وړاندې، د اسلام آباد هايي کورټ د زردارې او د هغه د خور فریال تالپو د گرفتارۍ نه وړاندې د ضمانت خواست رد کړو.

په پخواني صدر او د هغه په ځینو نژدې ملګرو الزام دی چې د ٢٩ جعلې بېنک اکانټونو د لارې یې په اربونو روپۍ نورو هېوادونو ته انتقال کړې دی.

خو د زرداري وکېل د احتساب ادارې دغه تور بې ځایه بولي.

د گل، دوشنبې، په ورځ د ښاغلي زرداري وکیل اسلام اباد هايي کورټ ته وویل د احتساب ادارې د مشر دا امر غیرقانوني دی چې پخوانی دی ونیول شي. خو د هايي کورټ د ججانو دوه کسیزه ډلې دغه دریځ ردکړو.

پخوانی صدر د گل، دوشنبې، په ورځ عدالت ته حاضر شو او بیا د عدالتې فېصلې نه وړاندې د عدالت څخه کور ته لاړو. د احتساب ادارې ځانګړي ډلې ښاغلی زرداري په اسلام آباد کې د خپل کور نه په خپهل ولکه کې واخیستو.

د زرداري د گرفتارۍ حال

د پاکستان ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه، د هايي کورټ د فیصلې ورسته، پولیس چارواکو چې پکې ښځینه پولیس هم شامل وو، په اسلام آباد کې د اصف علي زرداري کور ته تلونکې لارې بندې کړلې او د هغه کور ته پولیس ورننوتل.

رپورټونه وايي د ښاغلي زرداري زوی بلاول بهټو زرداري او د هغه اصیفه هم په کور وه کله چې یې پلار حکومتي مامورینو په خپله ولکه کې بوتللو.

د ډان ټي وي ترمخه، د ښاغلي زرداري د کور سره نژدې د پولیس او پیپلزپارټۍ د کارکونکو ترمنځ نښتې هم وشوې. وېل کېږي چې بلاول بهټو په کارکونکو د پرامنه اوسېدو غږ کړی دی.

ډان ورځپاڼه اصف علي زرداري او د هغه د خور خلاف د احتساب قامي ادارې نیب، د څلور اشاریه څلور ارب روپو مالېت جعلي بېنک لېن دین مقدمه درج کړې ده.

ټاکل شوې ده چې زرداري به د نهې، سه شنبې، په ورځ عدالت ته وړاندې کولی شي.

د پخوانی صدر په گرفتارۍ د پیپلز گوند احتجاج

د زرداري د فتارې په ضد دا زردارې پېپلز ګوند ملې اسمبلې غونډه کښې سخت احتجاج وکړو او د ګوند سره تړاو لرونکې غړو د اسپېکر نه وغوښتل چې د اسمبلۍ غونډې ته د زداري د راوستلو امر دی جاري کړی.

ملې اسمبلې کښې د مخالفه ګوندونو مشر شهباز شرېف هم د پېپلز ګوند د غوښتنو ملاتړ وکړو.

د پېپلز ګوند غړې شازېه مرې په حکومت او احتساب ادارې باندې د احتساب په نوم مخالفه سېاستمدارانو په نښه کوولو تورونه ولګول او دریځ یې خپل کړو چې کوم حکومتې غړو باندې د مالې درْغلېو په سر کېسونه چلېګې هغوی ولې نه نیول کیږي.

د دې په ځواب کښې دا کورنېو چارو وزېر اعجاز شاه وویل چې د نېب مشر ناست حکومت نه خو د پېپلز ګوند او مسلم لېګ نواز دا مشرانو په وېنا لګولې شوېدی.

مرکزې وزېر وویل چې حکومت نه خو اسلام اباد هاې کورټ ته د زردارې د نېولو امر جارې کړی او دا چې عدالتې حکم عملې کول د حکومت مصولېت دی.

د سپېکر لخواه دا پېپلز ګوند مشر بلاول بهټو ته وېنا اجازت نه ورکوولو په سر د ګوند غړو په اسمبلې کښې غوبل وکړو او دوی د سپېکر د ناستې ځای ته مخامخ پرلت او احتجاج وکړو چې له کبله یې سپېکر د ملې اسمبلې غونډه تر سبا وځنډوله.

د نوازشریف د گوند عکس العمل

دا په داسې حال کې چې د وړاندې نه د احتساب عدالت نه سزا شوي د حکومت لوې مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند مشر او پخوانې وزېر آعظم نواز شرېف هم دا وخت په جېل کښې بندېوان دی.

او د نواز شرېف لور مریم نواز د زردارې ګرفتارۍ ته په خپل غبرګون کښې وویل چې پاکستان کښې ېوازې د حکومت مخالفه سېاستمداران په ضد د احتساب لړې دوام لرې.

څېړونکې وايي چې د اصف زردارې نېولو سره به د هېواد سېاست نور تاوجن شي چې د وړاندې نه د تاوتریخوالي ښکار دی. او دا چې مرکز کښې واکمن تحرېک انصاف ګوند په راتلونکې کښې پارلېمان کښې دننه او بهر هم دا مخالفه ګوندونو د سخت احتجاج سره مخ کېدلې شې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG