لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو بیعه دوه لکه اؤ 72 زره روپو ته رسېدلې


په پاکستان کې د سرو زرو بیعې زیاتې لوړې شوي اؤ خالي یا شنبې په ورځ د یوې تولې سرو زرو بیعه دوه لکه اؤ 72 زره روپو ته رسېدلې ده.
د ډان ورځپاڼې له مخې په پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو بیعه کې درې نیم زره اؤ د 10ګرامه سرو بیعه کې درې زره روپۍ اضافه شوې چې له دې وروسته د سرو زرو بیعې تر ټولو لوړې کچې ته ختلې دي.

رپورټ وایي چې په نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیعه په یو اونس کې 35 ډالر سیوا شوې ده چې 2 زره اؤ 612 ډالرو ته رسېدلې ده.

د روان کال د جنورۍ په وړومبۍ نیټه پاکستان کې د یوې تولې سرو زره بیعه 2 لکه، 19 زره اؤ 700 روپۍ او د 10 ګرامو سرو زرو بیعه 1 لک، 88 زره اؤ 357 روپۍ وه.

همدا شان په دغه وخت نړیوال مارکیټ کې د سرو زرو بیعه 2 زره اؤ 82 ډالر وه۔

د روان کال په مهال که هر څو د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر بیا کې کومه غیر معمولي اضافه نه ده شوې خو بیا هم د یوې تولې سرو زرو بیعه 52 زره اؤ 300 روپۍ او د 10 ګرامو سرو زرو بیعه کې 44 زره اؤ 939 روپۍ اضافه شوې ده.

هم په دې دوران کې بیا په نړیوال مارکیټ کې هم د سرو زرو د یو اونس بیعه 530 ډالر په بره تللې ده.

د نړۍ په کچه د سرو زرو بیعې د لندن په بلین مارکیټ کې ټاکل کیږي چې دا په ټوله نړۍ کې د سرو زرو د کاروبار تر ټولو ستر مارکیټ یا پلیټ فارم دی اؤ د نړۍ د سرو زرو ستر کاروباریان د لندن د بلین مارکیټ سره تړلي .

څېړونکي وایي اوس دغه مارکیټ کې د سرو زرو نرخونه په بره روان دي نو ځکه یې اغېزې ټوله نړۍ کې د سرو زرو په مارکیټ کیږي اؤ د دې ترڅنګ منځني ختیځ کې تاوجن وضعیت هم د سرو زرو د بیعو د لوړ والي لامل شوی دی.

د پېښور د اندر شیر بازار د زرګرانو د اتحادیې غړي حاجي اسحاق خان وي او ای ډیوه ته ویلي د سرو زرو د بیعو بې خرته لوړوالي د دوي کاروبارونه ختمېدو ته راوستي دي اؤ اوس د سرو زرو اخستل د عامو خلکو په وس کې نه دي اؤ زیاتره خلک په ودونو ښادو کې مصنوعي کالي پتري استعمالوي.

نوموړی وایي د سرو زرو بیعې چې لوړې شوي نو د دوي روزګار ورسره نزدې 90 فیصدي په ټپه شوی اؤ وایي اوس یوازې لویې سرمایه داران په سرو زرو کې خپله سرمایه بندوي اؤ له دغې لارې نه یوازې خپلې پیسې خوندي کوي بلکې ګټې هم ترلاسه کوي.

څېړونکي اؤ د سرو زرو کاروباریان وایي چې غزې کې د سیوا شوي تاو تریخوالي اؤ د امریکې د فیډرل ریزرو د سود په کچه کې د کمي له امله په نړیواله کچه د سرو زرو بیعې په بره تللي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG