لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د حافظ سعید د تنظیمونو د مالي سرچینو د تړلو پلان لري


د حافظ سعید یو پلوي په هغه د پابندۍ خلاف بینر پورته کړی دی
د حافظ سعید یو پلوي په هغه د پابندۍ خلاف بینر پورته کړی دی

د ترهګرۍ لپاره د مالي سرچینو په ضد د کار کولو د نړیوالې ادارې تر خبرداري وروسته پاکستان په پام کې لري چې د حافظ سعید په مشرۍ د جماعت الدعوه مذهبي ډلې خیراتي او اقتصادي اثاثې په خپل واک کې واخلي. اسلام اباد د دسمبر په ۱۹مه په یوه پټ امر کې خپلو صوبایي حکومتونو او مرکزي ادارو ته د دې پلان تفصیل لېږلی دی.

هغو درو تنو افسرانو چې په دې اړه یې د دسمبر پر ۱۹مه په یوه مهمه غونډه کې ګډون کړی، رویټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي، په هغو پټو اسنادو کې چې د مالیې وزارت له خوا خپاره شوي، امنیتي ادارو او صوبایي حکومتونو پکې امر شوی، چې د حافظ سعید دوه تنظیمونه جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن دې د دسمبر پر ۲۸مه تر خپل واک لاندې راولي

پاکستان دا ګام په داسې حال کې اخیستی، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ډله په روانه جنورۍ میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي او د هغه ډلو په ضد د پاکستان ګامونه وڅاري، چې ملګرو ملتونو د ترهګرۍ په لیسټ کې شاملې کړې دي. دغه پاکستاني چارواکي وایي، که پاکستان د دغو خیراتي ادارو- چې د ترهګرۍ په مالي سرچینو تورنې دي- په ضد ګام وانخلي، نو امکان لري چې د ملګرو ملتونو له خوا بندیزونه پر ولګېږي.

حافظ سعید چې امریکې نړیوال ترهګر نومولی او د هغه پر سر یې ۱۰ میلینه ډالره اعلان کړې دي، د لښکرِ طیبه مذهبي ډلې مشر دی، چې هند او واشنګټن ورباندې په ممبۍ کې د ۲۰۰۸م کال د بریدونو تور پورې کړی، چې ۱۶۶ کسان پکې وژل شوي وو. جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن هم د حافظ سعید خیراتي ادارې دي، چې په پاکستان کې د خیرښېګړې د کارونو ادعا کوي، خو امریکې دغه دواړه ډلې د "ترهګر محاذونه" ګڼي.

حافظ سعید په وار- وار د ممبۍ په بریدونو کې لاس لرل رد کړي او د پاکستان عدالتونو هم په دې تور کافي شواهد نه دي تر لاسه کړي، چې هغه په دې جرم محکوم او سزا کړي، خو جماعت الدعوه ډله په پاکستان کې په ښکاره خلک وسلو اخیستلو ته هڅوي او د هغو وسلوالو لپاره ملاتړ تر لاسه کوي، چې د هند تر واک لاندې کشمیر کې جنګېږي.

د مالیې وزارت له خوا په خپاره شوو اسنادو کې، چې د مالي عمل کاري ځواک (فاینانشل اېکشن ټاسک فورس) ته پکې اشاره شوې، یواځې د حافظ سعید د خیراتي ادارو په اړه مالومات ورکړل شوي او ویل شوي چې په ضد به یې ګامونه واخیستل شي.

ایف اې ټي ایف یا د مالي عمل کاري ځواک یوه نړیواله اداره ده، چې د پیسو مینځلو یا غیرقانوني پیسو او د ترهګرۍ لپاره د مالي مرستو په ضد جنګېږي، پاکستان ته خبرداری ورکړی چې د ترهګرو د مالي سرچینو په بندولو کې ناکامه شوی او ممکن د څارنې په فهرست کې شامل شي.

رویټرز د حافظ سعید د خیراتي ادارو د کنټرول په اړه د پاکستان د داخله چارو وزیر احسن اقبال- چې په دې اړه د یوې غونډې مشري یې هم کړې وه- پوښتلی، خو نوموړي تش دومره ځواب ورکړی، چې ده خپلو ادارو ته امر کړی، چې "په هېواد کې دې د هغو ټولو تنظیمونو د چندو ټولو کار و دروي، چې غیرقانوني ګرځول شوي دي".

احسن اقبال رویټرز ته دا هم ویلي، چې پاکستان دا ګام د امریکې تر فشار لاندې نه دی اخیستی او نه دا کار د چا د خوشاله کولو لپاره کوي، بلکې غواړي د یوه ذمه وار ملت غوندې د خپلو خلکو او نړۍ لپاره خپلې ذمه وارۍ تر سره کړي.

د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن ویاندویانو ویلي، دوی تر هغه وخته په دې اړه څه نه شي ویلای، چې تر څو یې د حکومت له خوا د دوی د خیراتي ادارو د مالي سرچینو د کنټرولولو په اړه رسمي خبرداری نه وي تر لاسه کړی. د فلاح انسانیت فاونډېشن ویاند سلمان شاهد رویټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي:

"موږ تر اوسه پورې هیڅ داسې اندېښنه نه لرو، چې حکومت به مو مالي سرچینې په خپل واک کې واخلي. هیچا هم موږ د خپل کار او اثاثو په اړه نه یو پوښتلي"

په خپله حافظ سعید په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په وار- وار یې دا خبره رد کړې، چې ګوندې له وسلوالو سره دې اړیکې ولري. سعید وایي د ده خیراتي ادارې له ترهګرۍ سره هیڅ تړاو نه لري او د خپلو ښو او د خیرښېګړې د کارونو په وسیله یوه إسلامي حکومت ته وده ورکوي.

که د ترهګرۍ د مالي سرچینو د بندولو دا پلان عملي شي، نو دا به لومړی ځل وي چې پاکستان د نړیوال ترهګر پېژندل شوي حافظ سعید د شبکې په ضد ګام اخلي. د حافظ سعید په مشرۍ خیراتي ادارې په پاکستان کې ۳۰۰ دیني مدرسې، سکولونه، روغتونونه، چاپځایونه او ایمبولنسونه لري.

د ترهګرۍ په ضد د پاکستان د امنیتي ادارو دوه چارواکي وایي، د جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن مرکزونه د پنجاب په (مرید.کې) سیمه کې دي، خو په ټول پاکستان کې ۵۰۰۰۰ داسې کارکوونکي لري، چې په خپله خوښه بې تنخا ورسره کار کوي او سلګونه نور داسې دي چې تنخا ورکول کېږي.

د حافظ سعید په مشرۍ لښکرِ طیبه ډله چې د ممبۍ تر بریدونو وروسته په نړیواله ترهګره ډله وپېژندل شوه، نو تر هغه وروسته یې جماعت الدعوه او فلاح انسانیت فاونډېشن خیراتي ادارې جوړې کړې، خو اوس چې دغه ډلې هم امریکې د ترهګرۍ د محاذونو په توګه اعلان کړې، نو په تېر ۲۰۱۷م کال کې یې د ملي مسلم لیګ په نامه سیاسي ګوند اعلان کړ، چې وایي په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې به برخه هم اخلي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG