لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېچ ار سي پي پاکستان کې د مذهب سپکاوي په زیاتیدونکې قضیو اندېښنې څرګند کړي


د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل یو تازه رپورټ کې په دغه هیواد کې د مذهب د سپکاوي په زیاتیدونکي کېسونو/ قضیو اندېښنې څرګند کړي.‌

د ادارې د رپورټ ترمخه په یادو کېسونو کې د فرقه ايزو ډلو، مذهبي لږکيو او په ځانګړي توګه د شیعه مسلک غړو پرضد قضیې درج شوي چې په هیواد کې فرقه ایزې شخړې سېوا کولی شي.‌

رپورټ کې وويل شوي د يوې اندازې ترمخه په تېره يوه مياشت کې د مذهب د سپکاوي د څلويښتو نه زيات کيسونه رپورټ شوي. ايچ ار سي پي زیاتوي، دوي ګڼي چي رياست خپلې ذمه وارۍ شاته کړي دي او چې په کومو خلکو الزامات لګيدلي هغوي یې د عامو خلکو قهر او غصې ته یواځې پرېښودلي. د دغه کسانو قضیې کونکي وکیلان هم د مرګ د خطر سره مخ دي.‌

د پېښور هائي کورټ وکيل شبير ګګيانې وايي د مذهب د سپکاوي د کيسونو اوريدنې لپاره يي د ځانګړي قانون جوړولو غوښتنه کړې او د پېښور په اعلا عدالت یا هايي کورټ کې یې په دغې اړه خواست هم جمع کړی.‌

" د داسې کېسونو د روزانه په بنياد اوريدنه پکار ده، د وکيل، جج او ګواه حفاظت پکار دې، ځکه چې داسې کېسونو کې د دواړو مذهبي ډلو عناصر شامل وي."

د جولائي مياشتې په اخېره کې په پېښور کې د عدالت دننه د مذهب د سپکاوي په تور يو تن په ډزو وژل شوي وو. د دغې پېښې څو ورځې وروسته پېښور کې یو احمدي تن هم د نامعلومه کسانو لخوا وژل شوی.

څيړونکی او خبريال شاه رضا شاه وايي پاکستان کې دغه زياتيدونکي مذهبي سخت دريځي په راتلونکي کې د هیواد لپاره يو لوې چېلنج ګرځیدلی شي.

" پاکستان کې مذهبي سخت دريځي په سرکاري سرپرستۍ کې ډيره زياته شوې ده او د پنجاب حکومت لخوا پاس شوی قراداد ښايي چې د مذهبي سرزورو اثر زيات شوی او هم دغه وجه ده چې عدم برداشت زيات شوی."

د پاکستان د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز وايي دا صورت حال د اندېښنو وړ دی او د دغو پېښو د پلټنو ضروت دی چې څنګه د مذهب د سپکاوي کېسونه په دومره زياته شمېره کې مخې ته راغلي.

ايچ ار سي پي د رپورټ په اخېر کې غوښتنه کړې،‌ رياست دې د ټولو خلکو د مذهب ازادي يقيني کړي او پوليس دې هم د داسې قسمه مقدمو په سمدستي توګه درج کولو نه ډډهوکړي ځکه داسې مقدمې زیاتره په انتقامي توګه درج کيږي.‌

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG