لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي-20 نړیوال کپ کې هند پاکستان ته د  120 رنزونو هدف وټاکلو



د امرېکې په نیویارک کې کېدونکې دا لوبه د باران په وجه نزدې د یو  ساعت ځنډ سره شورور شوه.T20
د امرېکې په نیویارک کې کېدونکې دا لوبه د باران په وجه نزدې د یو  ساعت ځنډ سره شورور شوه.T20


د کرکټ ټي 20- نړیوال کپ کې هند پاکستان ته د 120 رنزونو هدف وټاکلو

په لوبه کې د پاکستان بالر نسیم شاه په څلورو اوورونو کې 21 رنزونه ورکړل او 3 لوبغاړي وسوزول د هند بېټسمېن رشب پنت 42 رنزونه جوړ کړل


د امرېکې په نیویارک کې کېدونکې دا لوبه د باران په وجه نزدې د یو ساعت ځنډ سره شورور شوه.

خو د لومړي اوور نه پس بیا باران شورو شو او لوبه ودرول شوه.

د پاکستان بالر شاهین افریدي لومړی اوور او د هند کپتان روهت شرما او ویراټ کوهلي د بیټینګ شورو وکړله.

کوهلي په دویم اوور کې د څلورو رنزونو جوړولو پس د نسیم شاه په بال کېچ اوټ شو

پاکستان د لوبې ټاسو ګټلی ؤ او هندوستان ته یې د لومړي بیټنګ کولو بلنه ورکړې وه.

د پاکستان او هندوستان تر منځه د ټي -20 نړیوال کپ کې تر اوسه اووه لوبې شوي چې پکې پینځه هند او یوه پاکستان ګټلې او یوه لوبه بې نتېجې پاتې شوې

په روان نړیوال جام کې هندوستان خپله لومړۍ لوبه ګټلې د اېیرلېنډ نه په اته وکټو ګتلې ده

پاکستان خپله لومړۍ لوبه په سپر اوور کې د امریکا نه باېللې وه

Forum

XS
SM
MD
LG