لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم عباسي: پاکستان او ایران په افغانستان کې د امن شریک کوښښونه کولی شي


وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او ایراني خارجه وزیر جواد ظریف. دا تصویر د ښاغلي عباسي دفتر مطبوعاتو ته خپور کړی دی
وزیراعظم شاهدخاقان عباسي او ایراني خارجه وزیر جواد ظریف. دا تصویر د ښاغلي عباسي دفتر مطبوعاتو ته خپور کړی دی

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف د پاکستان د سفر په مهال د گل، دوشنبې، په ورځ په اسلام آباد کې د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره ولیدل او په افغانستان کې د امن، د ایران او پاکستان ترمنځ د تجارت او په سیمه کې د ثبات په شمول یې په یو شمیر موضوعات خبرې وکړې.

د غونډې په اړه د پاکستاني وزیراعظم د دفتر د بیان ترمخه، شاهد خاقان عباسي د جواد ظریف سره خبرو کې وویل پاکستان په سیمه کې د اقتصادي پرمختگ دپاره د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د رابطو زیاتولو په برخه کې کوښښونه کوي. هغه زیاته کړه چې په دې لړ کې په افغانستان کې امن او ثبات ډیر اهمیت لري.

پاکستانی وزیراعظم وویل "مونږ یقین لرو چې په سیمه کې د اقتصادي پرمختگ دپاره په افغانستان کې امن او ثبات ډیر ضروري دی او پاکستان او ایران د (افغانستان د) گاونډي هېوادونو په توگه دا مقصد ترلاسه کولوکې اهمه ونډه لرلی شي."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په وخت، د ایران او پاکستان تعلقات کړکېچن وو. پاکستان طالبان په رسمي ډول تسلیم کړي وو او شیعه ایران د سني طالبان مخالف و. خو اوس ویل کیږي چې د روس په شمول ایران هم د طالبانو سره مرسته کوي.

او د ایران او پاکستان په تعلقاتو کې هم تودوالی لیدل کیږي. دا په داسې مهال چې د پاکستان امریکې سره اړیکي د پیچیدگۍ سره مخامخ شوي دي. ایران او امریکا سفارتي تعلقات نه لري او په واشنگټن کې د پاکستان سفارتخانه د ایراني مفاداتو ساتنه کوي.

د پاکستاني وزیراعظم سره خبرو کې د ایران خارجه وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه د روابطو ستاینه وکړه او وې ویل چې دواړه ملکونو باید د ولسونو ترمنځ هم روابط زیات کړي.

دپاکستاني وزیراعظم د دفتر بیان وویل ښاغلي ظریف ددې خبرې هم ستاینه وکړه چې پاکستان د ایران ته په غیرقانوني توگه د تلونکو خلکو د مخه نیولو دپاره گامونه پورته کړې دي.

پاکستان او ایران په خپله شریکه پولې د نشۍ توکو د قاچاق، د غیرقانوني تجارتي توکو د وړلو راوړلو او د انساناني غیرقانوني تگ راتگ غوندې مسلو سره مخ دي.

د ایراني خارجه وزیر سره د تاجرانو یوه ٣٠ کسیزه ډله هم د پاکستان په سفر وه او د پاکستاني وزیراعظم سره کتنه کې دواړو د دوه اړخیز تجارت په زیاتولو هم خبرې وکړې. وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وویل د کال ٢٠٢١ م پورې د دواړو هېوادونو مجموعي کچه د پنځه ارب ډالرو ته د رسولو دپاره پکار ده چې ایران او پاکستان د یو بل سره همکاري پراخه کړي.

ایران او پاکستان د پایپ لاین یا د نل لېکې په یوه منصوبه هم کار کوي چې ایراني گیس پاکستان ته ورسوي خو د دې منصوبې دپاره د سرمایه کارۍ د نشتوالي له امله د مسلو ښکار ده. شاهد خاقان عباسي وویل پاکستان د گیس نل لېکې د منصوبې د عملي کیدو دپاره په کوښښونو کې بوخت دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG