لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس سږ کال د کېلاش چیلم جوش مېله د سېلګرو نه پټه وساتله


د بريطانيي شهاده وېلیم او د هغه مېرمن کېترین تیر کال د پاکستان په سفر د کېلاش قام دستورې کتلې وې
د بريطانيي شهاده وېلیم او د هغه مېرمن کېترین تیر کال د پاکستان په سفر د کېلاش قام دستورې کتلې وې

د خېبر پښتونخوا چترال ضلعې بمبوريت وادۍ کې د کېلاش قام خلکو چې خپل بېل مذهب، ژبه او کلتور لري تېره هفته یې د چيلم جوش پينځه ورځنۍ مذهبي مېله او مذهبي مراسم وکړل او یوې کېلاش مېرمنې وویل د کرونا وایرس له امله دا ځل دغه مېله د بهرنیو سېلګرو د موجودګۍ نه بغیر وشوهږ

په روایتي توګه هر کال د سلګونو په شمېر کې خلک د چیلم جوش مېلې کتو دپاره چترال ته ورځي. دغه مېله تېره هفته وشوه.

د قديم اثارو ماهره او د کېلاش سره تعلق لرونکې سيد ګل کېلاش وي او ای ډيوه خبریالې سعدیه قاسم شاه ته وویل کرونا وایرس له امله په چیلم جوش مېله کې سېلګرو شرکت ونکړی شو. هغې زیاته کړه خوش قسمتۍ سره تر اوسه د دوی خلک او علاقه د کوووډ ۱۹ يا کرونا وبا نه بچ ده.

سيدګل کېلاش ووېل:"ما دې مېله کې خپله هم برخه اخستې ده، خو دا وړومبۍ داسې مېله وه چې د سېلانيانو نه بغېر مونږه نمانځلې ده او دا ځکه وه چې مونږ ته حکومت دا ځل د کرونا نه د تحفظ د پاره اېس او پيز يا د احتياطي ګامونو اخستلو ويلي وو."

هغه وايي کېلاش خلک خپله د دې مذهبي مېلې انتظام کوي او اکثر ورته حکومت سېلانيان بوځي.

د کېلاش خلک چې د چترلا په درې درو يا وادو کې وسي او د ۴۰۰۰ نه هم کمه ابادي لري د ختمېدو خطر سره مخامخ دي خو د ځاي خلکو دا دعوی ده چې تر اوسه دا علاقه او دا خلک د کرونا وبا نه محفوظ دي.

سيد ګل کېلاش وي او ای ډيوه ته ووېل " خلکو ته دې دا معلومه وي چې دا يوه مذهبي مېله وه، چې مونږ يې د سپرلي راتلو باندې کوو."

هغه وايي تېر کال هم د روژې د مياشت له وجې ډېر خلک يا بهرني خلک نه وو راغلي او دا ځل هم داسې وشو ځکه ډېر ارام سره دوي خپل عبادت او مذهبي مراسم وکړلی شو.

هغه وايي: " سږ کال هم داسې وشو او مونږ ډېر ارام سره خپل مذهبي مراسم وکړله، او د حکومت اېس او پيز دا وو چې د ۵۰ کاله نه زيات او د لس کاله نه کم عمر خلک به دې مېلې کې برخه نه اخلي او مونږ هم دغه کوشش وکړلو خو زمونږ چې کومې مذهبي سندرې وې هغه ورو ورو ويلی کيږي او يو بل سره خلک نزدې وي ځکه دغه مراسمو کې د فاصلې خيال ساتل ګران وو. او دغه مذهبي ګډاګانو کې هم ټول يو بل له غاړه ورکوي نو دې کې هم فاصله ساتل ګران وو.

خو هغه وايي چې دې مېلو کې څوک هم بهرنی کس يا سېلګر نه وو او بهرني خلک بند کړی شوي دي ځکه دلته د کرونا وبا مسئله نشته او دوی اميد کولی شي چې څه مسئله به نه وي.

سيد ګل کېلاش وايي دوي د قدرت د هر خاصيت او موسم احترام له دغه مذهبي مراسم دغه مېلو کې کوي، هغه وايي دوي روزانه عبادت نه کوي ځکه دوي د څلورو موسمونو راتلو باندې دوي دغه مېلو کې دغه مذهبي مراسم کوي او د دغه مراسمو د لارې د خدای شکر ادا کوي. هغه وايي دغه مراسم د دوي د مذهب يو مهمه برخه او د دوي د عبادت او دعا يوه طريقه ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG