لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د کیلاش قبیله په ختمېدو ده


د کیلاش قبېلې خلک د چترال په دریو درو کې پراته دي. دا قبیله خپل مخصوص لباس او دودونه او دستورونه لري
د کیلاش قبېلې خلک د چترال په دریو درو کې پراته دي. دا قبیله خپل مخصوص لباس او دودونه او دستورونه لري

د پاکستان د ډان ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د کیلاش په نامه د ځانګړي مذهب او ژبې دغه قبیله مخ په ختمېدو ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو ملي کمیسیون هم اندېښنه څرګنده کړېده چې پدغه هېواد کې د کیلاش په نامه د لږکیو قبیله د مذهب بدلولو او د ښه ژوند په هیله له مسلمانانو سره ددغې قبیلې د جونو د واده کولو له امله د ختمېدو له ګواښ سره مخ ده.

د کیلاش قبیلې یو استازی وزیرزاده وايي، که څه هم نیغ په نیغه د مسلمانانو لخوا ددوي په سیمه کې د اسلام تبلیغ نه کیږي خو په تعلیمي نصاب کې د اسلامي زده کړو د شتون او د ښه ژوند لپاره له مسلمانانو سره ددوي د جونو د واده کولو له امله د دوي د مذهب پلویان په کمېدو دي.

(دا د سیلانیانو ځای دی. دلته سیلانیان یا ټوریستان راځي او په کلي کې ګرځي او کوښښ کوي چې د سیمې اوسېدونکي تر اغیزې لاندې راولي. د سیمې جوني فکر کوي چې که پېښور یا نورو داسې ځایونو ته ولاړې شي نو ښايي ژوند یې ښه شي. بل دلیل یې دا دی چې په ښونځیو کې د اسلامیاتو سبق ورکول کیږي نو پداسې وخت کې خو ماشومان بالغ نه وي نو خامخا تر اغیز لاندې راځي.)

د پېښور پوهنتون استاد ډاکټر ناصر وايي، د کیلاش قبیله د دونیا په مذهبونو کې یو ځانګړی حیثیت لري او حکومت باید ددوي د ساتلو لپاره ګامونه پورته کړي.

(د کیلاش قبیله د پخواني کلتور او مذهب یوه ټوټه ده او حکومت باید د هغوي د خوندیتوب لپاره کار وکړي.)

د کیلاش د قبیلي اوسېدونکي د خیبرپښتونخوا د چترال په دریو درو، بمبوریت، بریر او رمبور کې ژوند کوي چې د وګړو شمېر یې د ډان د ورځپاڼې د راپور له مخې شاخوا ۴۰۰۰ ته رسیږي.

دا د چترال وروسته پاتې سیمې دي چې اکثره پرختیايي کارونه په کې د اسلامیک رلیف نومي تنظیم لخوا ترسره شوي دي.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال ارشدمومند رپورټ کې اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:38 0:00

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG