لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېمرا د پاکستان پوځ او عدالتونو پرضد خبرونو په سر ټي وي چېنلو ته د سختو ګامونو دهړکه کړې


پاکستان کې د الیکټرانک میډیا د څارنې ادارې (پېمرا) په یوه اعلامیه کې د هیواد ټولو ټي وي چېنلو ته خبرداری ورکړی د پاکستان پوځ او سترو عدالتونو پرضد خبرونه او پروګرامونه يې بند نه کړل نو د ټي وي چېنلو پرضد به سخت ګامونه پورته کوي.

د خالي په ورځ د پاکستان اېلیکټرانک میډیا ریګولېرټي اتهارټي یا پېمرا لخوا خپرې شوې اعلامیه کې ویل شوي په زیات تره ټي وي پروګرامونو کې د سیاسي ګوندونو غړي، مشران او څېړونکي په ښکاره د عدالتونو او پوځ پرضد خبرې کوي او داسې ښکاري چې دغه ادارې په داسې خبرونو او پروګرامونو ادارتي څارنه نه لري.

د پېمرا اعلامیه کې وړاندې وېل شوي ټي وي چېنلې د پوځ او عدالتونو پرضد دغه بیانونه بیا بیا نشروي چې د اولس په زړونو کې د دغه ادارو پرضد منفي جذبې سېوا کیږي.

په اسلام اباد کې مېشت وتلی خبریال طاهر خان د پېمرا لخوا خپرې شوې دغه اعلامې په اړه وایي که چرې د عدالتونو او پوځ پرضد وینا کول د اېين پرضد ګام وي نو پکار ده پارلیمان او پارلیماني غړو پرضد وینا هم غېر اييني وګرځول شي.

ښاغلی طاهر خان وايي: ٫٫ په پاکستان کې سیاسي مشران، د سیاسي ګوندونو غړي په ښکاره په ټي وي پروګرامونو کې سپکیږي، دوي ته کنځل کیږي. د وزیراعظم، صدر، پارلیمان او پارلیماني غړو سپکول، دوي پسې بدې ردې ویل یوه عامه خبره ګڼل کیږي نو بیا که پوځ او عدالتونه په نورو مسلو کې لاس وهنه کوي نو خلکو ته په دوي د نیوکو یا تنقید حق هم پکار دی.٬٬

وتلی قانون پوهه بېرسټر مسعود شاه د پېمرا لخوا خپور شوي اعلامېې په اړه په خپل غبرګون کې وي او ای ډیوه ته ویلي حکومت د میډیا ازادي نه غواړي ګنې دوي ته د میډیا د ازادۍ په اړه قانون سازي کول څه ګرانه نه ده.

ښاغلی مسعود شاه وايي: ٫٫ د حکومت لخوا ټي وي چېنلو ته لاېسنسونه هم په دې شرطونو ورکړل کیږي چې دوي به د پوځ، عدالتونو او اسلامي اقدارو پرضد څه نه خپروي. سیاسي حکومتونه هم د میډیا په ازادۍ یقین نه ساتي، ګنې د حکومت سره په دغه قانون کې د بدلون یا نوي قانون جوړولو لار شته.٬٬

بېرسټر مسعود شاه زیاتوي د اظهار او وینا ازادي د هر چا حق دی، او په پرمختللي هیوادونو کې د خلکو د وینا د ازادۍ خیال ساتل کیږي او د دغې احترام کیږي.

په پاکستان کې هر حکومت په خپله واکمنۍ کې د میډیا د ازادۍ دعوې کوي خو په دغه هیواد کې د میډیا او د خلکو د وینا ازادي تل د حکومتونو او ریاستي ادارو لخوا د بندیزونوسره مخ پاتې ده.

په دغه هیواد کې که یو خوا خبریالان او مطبوعاتي ادارې د ریاستي ادارو لخوا د دهړکو سره مخ وي نو یو شمیر تندروه ډلو هم وخت په وخت د میډیا پرضد بریدونه او دهړکې ورکړي.

په پاکستان کې د میډیا د ازادۍ لپاره کارکونکو ډلو تر مخه د کال ۲۰۰۵ راهسې په دغه هیواد کې د ۱۰۰ نه سېوا خبریالان وژل شوي. په وژل شوو کې زیات د بلوچستان، خېبر پښتونخوا او قبایلي سیمو سره تعلق لرلو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG