لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: سبا له پاکستان سره د ترهگرې پرضد په دولتي کچه خبرې پېلوو


دافغانستان جمهوري ریاست ویلي، سبا د جمعې په ورځ د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره به په کابل کې دولت په دولت خبرې پېل کوي

د جمهوررییس ویاند مرستیال دوا خان مینه پال له ډیوې سره په خبرو کې ویلي،دافغانستان اوپاکستان د حکومتونوپه کچه د سولې ،له ترهګرۍ سره پرمبارزې، د سیمه ییزو همکاریواوپه یوشمیر نورو مهمو مسایلو به بحث او خبرې

مینه پال پردې مسایلو د بحث لپاره دپاکستان د وزیراعظم سفر مهم وباله او زیاته کړه چې په لومړي ځل دافغانستان حکومت له پاکستان سره د دولت په دولت دخبروکولو لړی پیلوي.

نوموړي وړاندې وویل:((د دې سفرهدف دافغانستان پرسوله ،له تروریزم سره پرمبارزه ، د دواړو هیوادونو په اړیکو پرسیمه ییزو همکاریو او ترټولو مهمه یې لا دا چې دافغانستان حکومت په لمړی ځل دولت په دولت باندې له پاکستان سره د مذاکراتو لړی پیلوي.)

افغان حکومت تل په کابل او اسلام اباد کې د پاکستان له حکومته غوښتې چې د طالبانو له ملاتړ لاس واخلي او هغوی له افغان حکومت سره دسولې د خبرو میز ته حاضرکړي ،اوله ترهګرۍ سره په خپله خاوره کې ریښتنې مبارزه وکړي خود دې څرګندونو په غبرګون کې دپاکستان حکومت ویلي ،پرافغان طالبانو کوم ځانګړی اعیز نه لري او ترهګرۍ پرضد یې مبارزه کړې او لاهم روانه ده.

د نړیوالوچاروسیاسي څیړونکی یوسف امین ځاځی افغانستان ته د پاکستان د وزیراعظم سفر مهم ګڼي او وایي د پاکستان حکومت پرافغان طالبانو بشپړ اغیز لري او که هغه هیواد وغواړي کوالی شي چې پرطالبانو خپلې مرستې بندې کړي اود سولې مذاکراتو ته یې حاضر کړي.

نوموړي ویلي،افغان مشران باید شاهدخاقان عباسي سره غوڅې خبرې وکړي او له تیرو څوکلون راهیسې دافغانستان پرخاوره دپاکستان د پوځ لخوا د توغندويي بریدونو او همدراز په کنړپه سرحدي سیمو دپاکستان دجیټ الوتکودبماریو موضوع دې ورسره په جدي توګه مطرح کړي.

هغه زیاته کړه:((وخت چې دپاکستان حکومت له افغان حکومت سره دسولې ،امنیت ،له ترهګرۍ سره دمبارزې او د اړیکورغیدو لپاره خبرې کوي او دهغې لپاره دپاکستان صدراعظم افغانستان ته راځي نو دا څه معنی لري چې دوی دافغانستان په قلمرو باندې دپاکستان جیت الوتکې بمبار کوي او توغنديي بریدونه کوي دا اصلاپه امریکا او ناټو باندې تیری دی،افغان حکومت باید د دې چارو دمخنیوي لپاره هراړخیزبحث وکړي.))

سبا دپاکستان وزیراعظم دافغان حکومت په رسمي بلنه د دولت په دولت دخبرو لپاره په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې روانه اونۍ کې دسولې دعمل پلان دریمه غونډه کې دواړو هیوادونو دبهرنیو چارو وزراتونو په کچه ترسره شوه اود سولې د همکارۍ ،له ترهګرسره مبارزه او دکابل او اسلام ترمنځ داړیکو درغیدو پرمسایلو بحث او خبرې شوې

ځانګړې ویډیوګانې

د کراچۍ د هوايي ميدان بهر چاودنه کې دوه تنه وژل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:39 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG