لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف: جنرل باجوه عمران خان ته د واک ورکوولو ‌ذمه وار دی


وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه
وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه

په پاکستان کې د واکمن حکومت پر ضد د مخالف ګوندونو د احتجاجي تحريک لومړۍ غون‌‌‌‌‌‌ډې ته په وېنا کې پخواني وزير اعظم نواز شريف په لومړي ځل د پاکستان د پوځ اوسنی مشر جنرل قمر جاوېد باجوه دهغه [نواز شريف] د حکومت د ختمولو او عمران خان ته د واک ورکولو ذمه وار بللی.

د پنجاب صوبې ګوجرانواله کې په ظاهره يوې جلسې ته د ښاغلي شريف تازه نيوکو ته پوځ تر اوسه ځواب ويلی نه دی خو تېره اونۍ جنرال باجوه ويلي وو چې د حکومت ملاتړ به کوي.

د ګوجرانوالې غونډې ته وينا کې پخواني وزير اعظم نوازشريف د پوځ سرلښکر جرنل قمر جاويد باجوه ترڅنګ د آي ايس آي مشر جرنل فيض حميد باندې هم نيغ په نيغه د هغه حکومت د ختمولو او عمران خان اقتدار ته رسوولو تورونه ولګول.

د لندن څخه وېډيو لنک د لارې خپل تقرير کي نواز شريف د پوځ پخواني جرنيل او د پاکستان چين اقتصادي پروژې د حکومتي ادارې مشر عاصم سليم باجوه باندې بهرني هيوادونو کې د اربونو روپو پټې اثاثې لرلو معامله هم راپورته کړه او وه یې ویل په داسې لانجمن تن څنګه د سي پيک مشر پاتې کيدلې شي.

د پاکستان پوځ د نواز شريف تورونو ته ځواب نه وايې خو په ورستیو کې جرنل قمر جاوېد باجوه ويلي وو د منتخب حکومت خبره منل د پوځ دستوري ذمه واري ده.

پوځي قيادت په مخالفه ګوندونو غږ کوي د حکومت سره سياسي شخړو کې دې پوځ نه راښکي.

د پېپلز پارتۍ مشر بلاول بهټو زرداري ګوجرانواله جلسې ته خپله وینا کې وویل ( زه تپوس کوم چې دا کوم قسمه اذادي ده چرته چې نه اولس آذاد، نه صحافت آذاد، نه صحافت آذاد. د پخواني وزیر اعظم مرکه نشي چلیدی، د پخواني صدر مرکه نشي چلیدی، خو د ای پي ایس د ماشومانو د قاتل احسان الله احسان مرکه چلیدی شي)

د پې ډي ايم جلسې ته وينا کې د پښتنخواه ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي په ګډون ١١ حکومت مخالفه ګوندونو مشرانو وينا ګانې کړي چې پکې دوي پاکستان کې د نوې انتخابات او د وزير اعظم عمران خان د استفٸ غوښتنې کوي.

د وزیراعظم عمران خان د حکومت چارواکي وايي د حزب اختلاف سیاسي ګوندونه د خپل کرپشن پټوولو په خاطر د حکومت خلاف یوځای شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG