لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د يورپ په يو شمېر ښارونو کې د وزيرستان په مرګ ژوبله احتجاجونه کېږي


افغانستان ته څېرمه، د خېبر پښتونخوا په شمالي وزیریستان کې په 26مه مۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي اېم] پلويانو ته د مرګ ژوبلې اوښتو وروسته، د مظاهرو او احتجاجونو لړۍ د پاکستان نه بهر امریکا او د يورپ [اروپا] يو شمېر ښارونو ته هم غزېدلې ده.

د شمالي وزيرستان د بویا سیمې په خړ کمر کې د پېښې په اړه د پاکستان د پوځ او پي ټي اېم دريځونه د يو بل نه بېخي بدل دي. پوځ وايې ‌‌‌‌‌‌ډزې يې هله پېل کړې چې د پي ټي اېم پلويانو په چېک پوسټ حمله او ‌‌‌‌‌‌ډزې وکړې. خو پي ټي اېم وايي پلويان يې بې وسلې وو او پوځ پرې د شا نه ‌‌‌‌‌‌ډزې کړي دي.

د پيښې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ سره په ملاتړ د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو لکه امسټرډام، لنډن، ډنمارک او داسې نورو ځایونو کې احتجاجونه ترسره شوي.

د پي ټي اېم د اروپا مشران او په پاکستان کې د تحريک يوې فعالې په ټوېټر ويلي د فرانس په سر ښار پېرس او د جرمني په فرېنکفرټ ښارونو کې به هم د جون په لومړۍ نېټه او د بلجیم په سرښار برسلز کې به د اروپايي [يورپي] پارلمان ومخې ته احتجاج کوي.

دغه راز د امریکا په سرښار واشنگټن او شاوخوا نږدې سیمو کې هم د پي ټي اېم پلویانو تابیا نیولې ده چې د شنبې یا خالي په ورځ ماسپښین، د وایټ هاوس (سپینې ماڼۍ) مخې ته احتجاج وکړي.

د خړ کمر د مرګ ژوبلې په اړه هم پوځ او پي ټي اېم بدلې شمېرې ورکوي. پوځ وايي په ‌‌‌‌‌‌ډزو درې کسان وژل شوي خو پي ټي اېم دعوا کوي چې د پوځ په ‌‌‌‌‌‌ډزو د تحريک ديارلس پلويان وژل شوي دي.

د پېښې په اړه د دواړو غاړو د ادعاو پخلی ګران دی ځکه چې ځايي چارواکي د پېښې ځای ته بې طرفه خبريالان نه پرېږدي. په پاکستان کې په مې‌‌‌‌‌‌ډيا کې په ځينو خبرونو ورکولو او په خاصه توګه په پي ټي اېم باندې په روان بنديز د خبريالانو د خوندي ساتلو ادارې سي پي جی هم تېره ورځ انذېښنې ښودې وې.

د وزيرستان د مرګ ژوبلې وروسته د سيمې نه د قامي اسمبلۍ دوه غړي او د پي ټي اېم پلويان علي وزير او محسن داوړ حکومت نيولي او په هغوي يې د ترهګرۍ مقدمې جوړې کړي دي.

په پاکستان کې دننه او بهر په احتجاجي جلسو کې د دواړو غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د ټولو نيول شوو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کېږي.

د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو زرداري او د اسمبلۍ نورو غړو د حکومت او د اسمبلۍ د سپيکر نه غوښتي چې نيول شوي غړي دې اسمبلۍ ته حاضر کړل شي. دوی دا پوښتنه هم کړې چې ايا د دغو غړو د نيولو په وخت قانوني لارې چارې عملي کړل شوې وې او که نا.

د وزيرستان په پېښه د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجونو تر څنګ د تحريک مشر منظور پښتین په اسلام اباد کې د پاکستان د سېنټ یو ځانګړې کمېټۍ سره د لیدو کتو وروسته وي او اې ډیوه ته ویلي په دغه ناسته کې يې غوښتنه کړې چې په قبایلي ضلعو کې دې ټول واک اختیار سېول انتظامې ته حواله کړی شي.

منظور پشتین ویلي د سېمې امنیت او د چېک پوسټونو واک دې هم ضلعي انتظاميې ته ورکړل شي. نوموړي ویلي په دغه ناسته کې يې په ګرد پاکستان کې د غورځنګ د ټولو نیول شوو غړو د زر تر زره خوشې کولو غوښتنه هم کړې.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG