لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د ایران نه خپل سفیر بېرته بللی او ایراني سفیر ته يې ملک نه د وتلو امر کړی


پوهان د پاکستان په خاوره د ايران بريدونه د اندېښنې وړ او غېرمعمولي پرمختګ بلي
پوهان د پاکستان په خاوره د ايران بريدونه د اندېښنې وړ او غېرمعمولي پرمختګ بلي

پاکستان د ایران څخه خپل سفیر بېرته بللی، په اسلام اباد کې ایراني سفیر ته يې ملک نه د وتلو امر کړی دی او ایران سره يې رسمي دورې منسوخ کړي دي.

پاکستان دا ګام د نهې، سه شنبې، په ورځ د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د ایران د بريدونو وروسته اخیستی دی.

د ایران د حکومتي مطبوعاتو ترمخه، ایراني ځواکونو په پاکستان کې د جېش العدل نومې وسله والې په مرکزونو د مزایلو حملې کړي. پاکستان دغه حملې غندلې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپله اعلامیه کې ویلي د ايران دلاسه د پاکستان د فضايي حدودو سرغړونه کې دوه ماشومان وژل شوي او درې جينکۍ ژوبل شوي دي.

پاکستان وېلي د فضايي هوايي حدودو سر غړونه د منلو وړ نه ده او سنګېنې نتيجې به لرلي شي.

د ايران سرکاري رسنيو وېلي وو چې ایراني ځواکونو د پاکستان په خاوره د جېش العدل نومې وسله والې ډلې پر دوو مرکزونو د ډرون او ميزاېلو بريدونه کړي دي.

د پاکستان او ایران سفارتي کړکېچ په داسې حال کې پېدا شوی چې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ د شورو، چهارشنبې- په ورځ خبري غونډې ته وویل، چین پاکستان او ایران دواړو ته د نیژدې ګاونډیو او لویو اسلامي ملکونو په سترګه ګوري. "موږ پر دواړو خواوو ږغ کوو چې له زغمه کار واخلي، له داسې ګامونو اخیستلو دې ډډه وکړي چې د شخړې د زياتېدو سبب شي، د امن او ارامۍ د پر ځای ساتلو لپاره دې ګډ کار وکړي."

پوهان د پاکستان په خاوره د ايران بريدونه د اندېښنې وړ او غېرمعمولي پرمختګ بلي.

د نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر فهيم وویل پاکستان ته په موجوده حالاتو د ګاونډي هېوادونو په ځانګړې توګه ايران سره خپلو تګلارو ته بيا کتنه پکار ده. "په سيمه کي مونږ د خپلو ګاونډیانو سره مشکلات نه شو زغملې، چې کله يو ګاونډي هیواد دومره حد ته راورسي چې عسکري ګامونه پورته کړي نو ددې مطلب دې چې د هغه په سوچ کې ډيره سنجیده ستونزه ده چې هغوى داسې ګامونو پورته کولو ته مجبور شول."

تيره مياشت د ايران په سيستان بلوچستان کې په يو ترهګر بريد کې 11 ايراني امنيتي عسکر وژل شوي وو چې د ايران په قول بريد کونکي له پاکستانه ايران ته ورننوتي وو. جېش العدل ددغه برید ذمه واري په غاړو اخستې وه.

ايران او پاکستان د کلونو راهیسې په يو بل تورونه لګوي چې هغوى په خپل اوږد سرحد باندې په ممکنه توګه پټو ترهګرو د ختمون لپاره د پام وړ ګامونه نه پورته کوي

د نړیوالو چارو کارپوه ډاکټر فرحان حنيف صديقي وايي د دواړو هېوادونو ته د پولې پورې چې کومې جدايي غوښتونکې وسله وال ډلې دي څنګه چې ځنې خلک د شتون په اړه دعوې کوي نو باید چې ايران او پاکستان ددغو د مينځه وړلو لپاره همکاري وکړي او دا خبره د پاکستان د خارجه وزارت په بيان کې په نظر راځي.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت هم په خپل بېان کې وېلي ددغو بريدونو رامنځته کېدل دې ته په پام سره چې دواړه هېوادونه ګڼې سفارتي لارې لري لا د ډېرې اندېښنې خبره ده.

ډاکټر سيد قنديل عباس د نړیوالو چارو کارپوه دی، وايي د پاکستان او ايران ترمنځ په په شريکه پوله د امنيت په اړه د يو بل سره سيکورټي همکاري شته او دا اوس چې کومه پېښه شوې ده نو ما ته داسې ښکاري چې پدې اړه د دواړو هېوادونو د امنيتي ځواکونو د يو بل سره انټليجنس شېرنګ هم شوې دې خو ظاهره ده چې يو ملک د بل هېواد خلاف حمله کېږي نو دا متاثره ملک لپاره يو مهم امنيتي اندېښنه وي.

د پاکستان په خاوره ایراني بريد په داسې حال کې شوې، چې د ايران د بهرنیو چارو وزیر امير عبدالهيان د پاکستان د نګران وزیر اعظم انوارالحق کاکړ سره په سويټزرلېنډ کې ليدلي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG