لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان ولې د پښتنو د حقونو پر تحریک پښتون ژغورنې غورځنګ باندې بندیز لګولی؟


د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزارت په روانه اوونۍ کې پر "پښتون ژغورنې غورځنګ" بندیز اعلان کړ او د پښتنو د حقونو لپاره دغه مبارزه کوونکی احتجاجي تحریک یې د پاکستان امنیت او خودمختارۍ ته خطر وباله، خو د بشري حقونو ملاتړو ډلو دا بندیز په پاکستان کې د مخالفو غږونو د غلي کولو هڅه بللې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې نن د اکتوبر پر 11مه د خپلو سرچینو له خولې ویلي دي چې وفاقي حکومت په اصولي توګه د ځینو شرطونو په بنیاد له پښتون ژغورنې غورځنګ څخه په بندیز لرې کولو باندې راضي‌ شوی دی خو حکومت لا دا خبره په رسمي توګه نه ده تایید کړې.

پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) باندې د پاکستان د ترهګرۍ ضد قانون له مخې بندیز په داسې حال کې لګول شوی چې دغه غورځنګ په خیبر کې د "پښتون قومي عدالت" په نوم ستره درې ورځنۍ جرګه جوړه کړې ده چې اټکل شوی په لسګونو زره کسان به پکې ګډون کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ څه دی؟

دا غورځنګ په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د جګړې او د پاکستان په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ د ترهګرۍ ضد عملیاتو وروسته د مخالفتونو په پایله کې جوړ شوی دی.

په 2001 کې د طالبانو او القاعده ترهګرې ډلې په خلاف پر افغانستان باندې د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو له یرغل وروسته، د پاکستان پوځ په دوو لسیزو کې د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره د پښتونخوا په سوات او پخوانیو قبایلي سیمو کې پراخ عملیات وکړل.

دغو عملیاتو د ځايي خلکو لپاره ویجاړوونکې پایلې لرلې چې په ترڅ کې یې په لسګونو زره کسان ووژل شول، په زرګونو لادرکه شول او په میلیونونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول.

دغو ترخو تجربو د پښتنو په منځ کې د کرکې او ناانصافۍ احساس په زیاتېدوکړ او پر بشري حقونو باندې د پاکستاني پوځ او وسله والو د ممکنه تېریو په غبرګون کې د وزیرستان د مسیدو د قبیلې اتو زده کوونکو په 2014م کې د "مسود تحفظ موومنټ" په نوم تحریک پیل کړ.

دغه غورځنګ د 2018م کال په پیل کې په کراچۍ کې د پاکستاني پولیسو په لاس د یو پښتون ځوان نقیب الله مسید د وژل کېدو خلاف اسلام اباد ته 300 کیلومیټره اوږد لاریون وکړ چې د ټول پاکستان په کچه د پام وړ وګرځېد او وروسته یې د ټولو پښتنو د حقونو لپاره د مبارزې په خاطر نوم "پښتون تحفظ موومنټ" شو.

د پي ټي ایم مشر منظور پښتین چې ددغه غورځنګ په بنسټ ایښودونکو کې دی، د خپلې وینا د مهارت او له کرشمې ډک شخصیت له کبله ددې تحریک په څېره او مرکزي هسته بدل شوی دی.

د غورځنګ په نورو بنیادي مشرانو کې د پاکستان د پارلمان پخواني خپلواک غړي علي وزیر او محسن داوړ هم شامل دي چې د غورځنګ د نورو مشرانو او غړو په څېر د حکومت له لوري بیا بیا په مختلفو تورونو نیول شوي دي او په زندانونو کې ساتل شوي دي.

پي ټي ایم څومره غټ دی؟

که څه هم دې تحریک له تېرو شاوخوا درو کلونو راهیسې د غړیتوب لړۍ پیل کړې ده خو د پي ټي ایم د غړیو د کره شمېر په اړه تر اوسه معلومات نه شته مګر ددغه غورځنګ په غونډو کې په لسګونو زره کسان ګډون کوي چې ډېر یې د نورو ملتپالو ګوندونو پلویان او غړي دي.

پي ټي ایم څه غواړي؟

د غورځنګ په غوښتنو کې له پښتني سیمو څخه د پوځ د امنیتي چیک پوسټونو لرې کېدل، د ماینونو پاکول او د ورکو کسانو موندل شامل دي، خو په وروستیو کلونو کې د انصاف غوښتنې لپاره د پي ټي ایم کمپاین پراخ شوی او تر دې چې حکومت یې هم د ځینو غوښتنو منلو ته غاړه ایښې ده.

یوه بله مهمه غوښتنه یې دا دي چې وایي په پښتونخوا کې د پاکستان پوځ په تېرو دوو لسیزو کې کوم پوځي عملیات کړي دي او په عملیاتو کې په زرګونو خلک وژل شوي او په سلګونو په جبري توګه لادرکه شوي دي د دې د پلټنو لپاره دې د ریښتیا معلومولو کمیشن جوړ شي چې آیا په عملیاتو کې ترهګر او که بې ګناه خلک وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ دعوه کوي چې په سوات او وزیرستان کې په خپلو عملیاتو کې ترهګر وژلي او ترهګري یې ځپلې ده او د پي ټي ایم دا دعوې یې رد کړې دي چې ګواکې په خپلو عملیاتو کې یې عام خلک وژلي دي.

د غوښتنو منلو لپاره د پي ټي ایم تګلاره څه ده؟

دا غورځنګ د خپلو غوښتنو لپاره د انګریزانو د وخت د پښتنو د سیول نافرمانۍ د مبارزې په څېر سوله ییز لاریونونه، پرلتونه او غونډې جوړوي او وخت په وخت یې د احتجاجونو او لاریونونو په مهال پر پلویانو د امنیتي ادارو ممکنه بریدونه هم شوي دي خو د بشري حقونو تنظیمونه وایي دا تحریک پرامنه پاته شوی دی.

د راپورونو له مخې، پی ټي ایم د عدم تشدد د ودې لپاره مطالعاتي غونډې «سټډي سرکلز» جوړې کړي دي او د انصاف لپاره یې د سولې او پخلاینې د کمیشن غوښتنه کړې ده.

پاکستان پي ټي ایم ته په کومه سترګه ګوري؟

که څه هم د پښتون ژغورنې غورځنګ د نورو پښتنو ډلو او همدا راز د پاکستاني فعالانو او سیاستوالو ملاتړ ترلاسه کړی، خو د پاکستان د ځواکمن پوځ لپاره په "سرخوږي" بدل شوی دی.

پوځ پر ځان باندې د د بشري حقونو د پراخو سرغړونو تورونه رد کړې دي او پی ټي ایم د خپل مشروعیت لپاره یو ګواښ ګڼي. د بروکینګز انسټیټیوټ شنونکې مدیحه افضل د ۲۰۲۰ په یو راپور کې ویلي چې پي ټي ایم د پوځ "د حساب ورکولو او صداقت" تر پوښتنې لاندې نیولو سره په اغېزمنه توګه ددې ادارې واک چې ځان د ملت ساتونکي بولي، کمزوری کوي.

خو د پوځ دښمني له یوې ژورې وېرې څخه سرچینه اخلي چې هغه د پښتون ملتپالنه ده. د افضل په باور، پاکستان، چې په ۱۹۴۷ کال کې د هغه وخت د بریتانوي هند له څو توکمونو څخه جوړ شوی، د اوږدې مودې راهیسې د "قوي توکمیزې وفادارۍ" په اړه اندیښمن دی.

پداسې حال کې چې پي ټي ایم سوله ایز پاتې شوی، خو پوځ ورته د پاکستان حاکمیت ته د احتمالي ګواښ په سترګه ګوري او د بلوڅ بیلتون غوښتونکو له بغاوت سره یې پرتله کوي چې پوځ ورسره د لسیزو راهیسې په جګړه بوخت دی.

د پي ټي ایم له لومړیو ورځو راهیسې، پوځ د دغه غورځنګ د بندولو لپاره مختلف تاکتیکونه کارولي دي، په رسنیو کې د غورځنګ د فعالیتونو پوښښ یې سانسور کړی، د غورځنګ مشران یې نیولي او بندیان کړي، او د غورځنګ د فعالینو د بدنامولو لپاره یې هڅه کړې چې هغوی د هند او افغانستان ملاتړ لرونکي غداران او ترهګر معرفي کړي.

خو پي ټي ایم ندی کمزوری شوی، د سیاسي فعالیتونو ترڅنګ یې سوله ایزو جرګو ته دوام ورکړی او تاوتریخوالي ته یې لاس ندی اچولی.

لکه څنګه چې د غورځنګ یو فعال، څیړونکي قمر جعفري ته وویل، "موږ د قانوني فعالیت او مقاومت له لارې د بریدونو په وړاندې دفاع کوو."

پر مخ به څه کېږي؟

د بشري حقونو یوې نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل په څېر د بشري حقونو نړیوالو ډلو پر پاکستان غږ کړی چې پر پي ټي ایم بندیز لرې کړي. د پاکستان د بشري حقونو خپلواکه کمیشن هم پر پي ټي ایم د پاکستان د حکومت محدودیتونه غندلي او دا یې یو پرامنه د حقونو تحریک بللی دی.

پاکستاني چارواکي وايي چې دا غورځنګ له افغان او پاکستاني طالبانو دواړو سره اړیکې لري، د پي ټي ایم مشرانو د حکومت دا تورونه رد کړي دي او وایي د دغو تورونو لپاره دې ثبوتونه ورته وړاندې کړي.

حکومت د پي ټي ایم پلان شوې درې ورځنۍ جرګې ته اجازه ورکړې ده چې نن یې لومړنۍ ورځ ده، خو وایي په جرګه کې به ریاست ضد خبرې او شعارونه نه وي.

د چارشنبې- شورو په ورځ په خیبر کې د غونډې ځای ته څېرمه د پي ټي ایم د ملاتړو او پولیسو ترمنځ په شخړه کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او لس نور ټپیان شول.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG