لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان بهرني پورونه د 85 ټريليونه روپو رېکارډ کچې ته ختلي دي


د پاکستان مرکزي بېنک وېلي په مالي کال 2023-24م کې په پاکستان ورپورې بهرنۍ قرضې د 85 ټريليونه روپو رېکارډ کچې ته رسېدلې دي.

اقتصاد پوهان د هېواد اوسني بد اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره وايي د بهرنیو قرضو دا دروند پېټی د زغملو نه دی.

د پاکستان سټېټ بېنک د شمېرو ترمخه تېر مالي کال کې د هېواد په مجموعي بهرنیو قرضو او واجباتو کې 3.4 اضافه رېکارډ کړی شوې ده.

د بېنک مطابق د 30م جون 2024 کال پورې د پاکستان مجموعي بهرنۍ قرضې او واجبات 130 ارب ډالرو ته رسېدلې دي چې دا په تېر مالي کال 2023 جون کې 126 اربه ډالره وو، دا نزدې 4.6 اربه ډالره اضافه په ګوته کوي.

د اقتصادي چارو ماهرين وايي د پاکستان پشان هېواد کې چرته چې قرضې د هېواد د برامداتو، او اقتصادي ودې په نسبت په چټکیتا سره زياتيږي نو هلته د پورونو پېټی پورته کېدل مشکل یا غېر پاېداره وي.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين ډیوه سره خبرو کې وایي،د پورونو بېرته ستنولو څلور طريقې دي، برامدات سېوا کول، نېغه په نېغه بهرنۍ سرمایه کارۍ کې اضافه کول او یا ترسيلات زياتول.

خو د هغه په خبره "زموږ برامدات او نېغ په نېغه بهرنۍ پانګونې نه سېوا کېږي او ترسيلات پرځاې ولاړ دي، مونږ د قرضو بېرته ستنولو لپاره نورې قرضې اخلو، یا بيا خپل اقتصاد ورو کوو، او ددې قيمت يو عام تن د غريبۍ، بې روزګارۍ او په امدن کې د کمي په شکل ورکوي".

پاکستان د تېرو دوو کلونو راهیسې په ادایيګيانو کې د توازن د بحران سره مخامخ او د بهرنیو پانګونو په لټون کې دی.

نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف تېر کال اګست کې په قرضو د سقوط څخه د بچ کېدو لپاره دې هېواد ته د لنډ مهاله قرض پروګرام لاندې 3 اربه ډالره ورکړي وو او اوس یې بيا د آي اېم اېف سره د 7 اربه ډالرو قرض ترلاسه کولو لپاره د سټاف په کچه لوظنامه کړې ده، چې د ديواليه کېدو نه بچ او په وخت بهرنۍ قرضې بېرته ستنې کړي.

د پاکستان حکومت هڅه کوي چې چين د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې دوېم پړاو کې نورو پانګونو ته راضي کړي چې داسې هېواد ته ډالرې راوړي خو څېړونکي وايي د هېواد په اوسني امنیتي صورتحال کې ګمان نه کوي چې چين سرمایه کاري وکړي.

اقتصاد پوه شاهد محمود وایي "د ګوادر بندر ګاه جوړه شوه په هغې څومره ټریفک دی ،موږ چې په څومره پېسو هغه جوړ کړو نو په هغې مال بردار جهازونه ډېر کم راځي، هلته تجارت نه کېږي په بلوچستان کې ګاډي تېرېدای نه شي، بلوچستان کې بغاوت روان دی، خېبرپښتونخوا کې امنیتي حالات خراب دي هلته یې بل اپرېشن شروع کړو، سياسي عدم استحکام دی، د حکومت د پاتې کېدو پته نه لګي نو چين به ولې د سي پېک په دوېم پړاو کې سرمایه کاري کوي ".

ماهرين وايي په پاکستان باندې به د پورونو دا پېټی تر هغې پروت وي تر څو چې په اقتصادي اډانه کې پراخه اصلاحات ونه کړي چې پکې صوبايي ترقياتي منصوبو کې کمی او په دفاعي لګښتونو کې کمی راوستل شامل دي.

پوهان وايي وخت راغلی چې پاکستان خپل اقتصاد بیا د سره منظم کړي.

اقتصاد پوه احمد وقار قاسم ډیوه سره خبرو کې وایي "زموږ اقتصاد په اجازت نامو ولاړ اقتصاد جوړ شوی دی، که په دې هېواد کې خلک څه هم کار کول غواړي نو لمړی به د سرکاري دفترونو چکرې لګوي او د مياشتو د انتظار وروسته به یې کار کېږي، مونږ وايو چې د اجازت نامو دا نظام دې ختم کړي يعني اقتصاد دې ډي رېګولېټ کړي او خلک دې کار کولو ته پرېښودل شي".

پاکستان دا وخت د خراب اقتصادي صورتحال سره سره د کړکېچن امنیتي وضعیت او سياسي عدم استحکام د چېلنجونو سره مخ دی او هڅه کوي چې چين ته د انرژۍ د منصوبو په مد کې د بېرته ستنونکو قرضو نېټه وروسته کړي چې د اقتصاد پوهانو په اند 16 ارب ډالرو ته رسېدلې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG