لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وایي د ډیورنډ کرښې په اړه بې ځایه دعوې د نړېوالو قوانینو حقیقتونه نه شي بدلولی

دطالبانو د حکومت مرستیال خارجه وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو د وتلو د ۳۵م کال په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کله هم د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه نه مني

پاکستان د ډیورنډ کرښې په اړه د افغانستان د طالبان د حکومت چارواکود څرګندونو غندنه کړې اؤ ویلي یې دي چې د ګډې پولې د قانوني حیثیت په اړه له خود غرضۍ ډکې بې ځایه دعوې جغرافیایي حقیقتونه کله هم نه شي بدلولی.

دطالبانو د حکومت مرستیال خارجه وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو د وتلو د ۳۵م کال په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کله هم د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه نه مني.

د ښاغلي ستانکزي دغه بیان ته غبرګون کې دپاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ممتاززهره بلوچ پخپل یو بیان کې ویلي دي چې بې ځایه دعوې اؤ بیانونه نه خو تاریخ اؤ نه د نړیوالو قوانینوحقیقتونه بدلولی شي.

ویاندې ویلي، مونږ افغانستان ته مشوره ورکوؤ چې هغوي باید په ولسي کچه د داسې اعلانونو له لارې د ولس د پام ګرځولو پځای باید د حقیقي سلامتۍ په اړوند د پاکستان اندېښنې لري کړي.

د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې ویلي،پاکستان د ریاستي اړیکو د اصولو په اساس د افغانستان د پولې پورې غاړه ته د خلکو اؤ سامانونو اړولو په اړه اسانتیاؤ ورکولو ته ژمن دی اؤ په دې اړه یې خپل ګامونه دوامداره ساتلي دي.

د پاکستان د ډاڼ ورځپاڼې د رپورټ له مخې د افغان طالبانو د حکومت مرستیال خارجه وزیر شیر محمد عباس ستانکزي پخپلو څرګندونو کې ویلي وؤ د افغانستان زمکه نن هم له کرښې بلې غاړې ته شته اؤ دا چې نه خو کله افغانستان د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه منلې ده اؤ نه به ورته غاړه کښیږدي.

هغه ویلي وؤ د ډیورنډ کرښه انګریزانو د افغانانو په زړه راښکلې ده اؤ نن له مونږ نیمایي افغانستان بیل شوی چې د ډیورنډ پورې غاړې ته دی.

دطالبانو د حکومت مرستیال خارجه وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو د وتلو د ۳۵م کال په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کله هم د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه نه مني.
دطالبانو د حکومت مرستیال خارجه وزیر شیرمحمد عباس ستانکزي له افغانستان څخه د شوروي د ځواکونو د وتلو د ۳۵م کال په اړوند راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې افغانستان کله هم د ډیورنډ کرښه د پولې په توګه نه مني.

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوندلیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

تېر کال د اکتوبر په وروستیو کې د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د لاهور په لمز پوهنتون کې د طالبعلمانو پوښتنو ته د ځوابونو ورکولو په وخت د ګندمک په تړون باندې کلکې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ "کله چې د انګلستان سلطنت پراختیا موندله د ایران اؤ روس لوري ته اؤ یوه ستره لوبه کېدله د ګندمک په سیمه کې ټول ښارونه په څو روپیو خرڅ کړی شوي وؤ"

په خټه پښتون نګران وزیراعظم ښاغلي انوار الحق کاکړ په دغه موقعه طالبعلمانو ته ویلي وؤ "زه د خرڅې شوې برخې څخه یم اؤ تاسو هم د خرڅې شوې برخې یئ، پیسې د کابل اؤ‌ کندهار څه خلکو اخستې وې"

خو د انوار الحق کاکړ دغو څرګندونو ته بیا پخپل یو پرانستې لیک کې په ایران کې د افغانستان پخواني سفیر اؤ وتلي لیکوال عبدالغفور لیوال ځواب ویلی ؤ اؤ لیکلي یې وؤ :

" افغان ولس تاسو خرڅ کړي نه یاست، بلکې که د خاورې بېلېدو هوکړې پر مجبورو، ناروغو او ګواښ لاندې امیرانو تپل شوي وي، په دې کې نه د ملت اراده شامله ده، نه یې هغو مستبدو امیرانو استازولي کوله"

د ګندمک معاهدې په اړه خپل سپیناوي کې ښاغلي غفور لېوال لیکلي وؤ" امیرشېرعلي خان د خپل هېواد د ژغورلو لپاره په منډو رامنډو کې د ۱۸۷۹ زیږدي د فبرورۍ پر ۲۱ مه زاره‌ چاودی شو. زوی یې محمد یعقوب خان اووه کاله د بالاحصار په زندان کې ربړول شوی و، یو ناروغ، وېرېدلی، له رواني ناروغۍ کړېدلی بې ارادې بنیادم چې انګریزانو ته په لاس ورغی، ګندمک هوکړه یې پرې لاسلیک کړه، په دې کې د افغان ولس کومه اراده ګورئ، چې تاسو به یې خرڅ کړي یاست؟"

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG