لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان سېنېټ هم د پارلیمان د سپکاوي ضد قانوني مسوده منظوره کړه


د قامي اسمبلۍ نه وروسته تېره ورځ سېنېټ هم د پارليمان د سپکاوي مجوزه قانون منظور کړی دی، په قانون کې د پارليمان سپکاوي کوونکي تن لپاره د 6 مياشتو د بند او د 10 لکه روپو سزا تجويز کړی شوې ده
د قامي اسمبلۍ نه وروسته تېره ورځ سېنېټ هم د پارليمان د سپکاوي مجوزه قانون منظور کړی دی، په قانون کې د پارليمان سپکاوي کوونکي تن لپاره د 6 مياشتو د بند او د 10 لکه روپو سزا تجويز کړی شوې ده

د پاکستان د پارليمان غړو د پارليمان د سپکاوي ضد جوړ مجوزه قانون پرځای او د وخت د غوښتنو سره سم ګرځولی دی خو ځينې غړي بيا په دې اعتراض کوي او وايي باید پارلیمان او غړي یې د خپل ښه عمل د لارې ولس د پارليمان درناوي کولو ته مجبوره کړي.

د قامي اسمبلۍ نه وروسته تېره ورځ سېنېټ هم د پارليمان د سپکاوي مجوزه قانون منظور کړی دی، په قانون کې د پارليمان سپکاوي کوونکي تن لپاره د 6 مياشتو د بند او د 10 لکه روپو سزا تجويز کړی شوې ده.

د یادې قانوني مسودې د سېنېټ څخه د منظورۍ په وخت پينځه سېنېټرانو د دې مخالفت کړی او ويلي یې دي د منظورۍ نه وړاندې دا قانوني مسوده د بيا کتنې لپاره د سېنېټ قاېمه کمېټۍ ته نه وه لېږلی شوه او په تادۍ کې منظوره کړی شوې ده.

د پارليمان د سپکاوي دا مجوزه قانوني مسوده په داسې وخت کې منظوره کړی شوې ده چې د پارليمان او سپريم کورټ ترمنځ د بالا دستۍ جګړه روانه ده. او د پارليمان غړي په عدالت د پارليمان په داېره کار کې د مداخلت تورونه لګوي.

د واکمن حکومتي اتحاد پي ډي اېم وياند د دې مجوزه قانون په اړه ډيوه سره خبرو کې وويل باید چې د هر انسان درناوی وشي او سپکاوي د چا هم روا نه دی.

ښاغلی حمدالله زياتوي لېکن که دلته د جج توهين وشي نو سپکاوي کوونکي ته سزا ورکول کيږي او د پوځ سپکاوی هم نه زغمل کيږي، د هر څيز يو عزت او مقام وي او باید چې خلک د هغې احترام وکړي.

په مجوزه قانون کې ويل شوي چې څوک هم د دې قانون لاندې د پارليمان سپکاوی وکړي نو هغه تن ته به د 6 شپږو میاشتو د بند او يا د 10 لکو روپو جرمانې سز اورول کېږي.

د دې قانوني مسودې ترمخه د پارليمان د سپکاوي کمېټۍ ته به د سول عدالتونو په څېر اختيارات ترلاسه وي.

د پارليمان د سپکاوي په دې مجوزه قانون باندې د صحافيانو نړیوال او ملکي تنظيمونو هم اندېښنې ښودلي او ويلي دي حکومت به دا قانون د خپلو سياسي مخالفينو او صحافيانو خلاف وکاروي.

په قامي اسمبلۍ کې د جماعت اسلامي غړی عبدالاکبر چترالي وايي هغوي د دې مجوزه قانون طرفداري کوي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل په پاکستان کې ټولنيزې رسنسۍ تر دې بې لګامه شوي دي چې په هر چا بې له ثبوت تورونه لګوي او تنقيد برای تنقيد کوي نو په داسې صورتحال کې د دې قانون جوړېدل ضروري وو.

وايي د پارليمان د سپکاوي قانون د سپريم کورټ او پارلیمان مابېن د اختياراتو د جنګ سره تړاو نه لري او پکار ده چې ټولې ادارې په خپل چوکاټ کې دننه کار وکړي.

د مجوزه قانون لاندې د قامي اسمبلۍ د سپيکر لخوا جوړېدونکې د پارليمان د سپکاوي په کمېټۍ کې به 5 غړي شامل وي چې درې به پکې د قامي اسمبلۍ او دوه غړي به د سېنېټ څخه وي.

د پاکستان په سېنېټ کې د مخالف تحریک انصاف ګوند غړي محمد همايون مهمند ډيوه سره خبرو کې په دې مجوزه قانون نيوکې کوي او وايي خپل عزت په چا په ځور نه شي کېدی.

دې وايي داسې پارلیمان چرته چې د يو شخص لپاره قانون جوړول کېږي، چرته چې د ولس پسې لوټل کېږي خلک دې د هغې درناوی ولې وکړي.

نوموړي وويل باید چې پارليمان او غړي يې د ولس په ګټه کارونه وکړي چې خلک ې په خپله خوښه درناوی او عزت وکړي.

د ياد مجوزه قانون ترمخه هر هغه تن به د پارليمان د سپکاوي مجرم بلل کيږي که هغه قصداً د پارليمان د غړي، اېوان او یا د کمېټۍ د استحقاق سرغړونه وکړي.

د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ لخوا د منظورۍ وروسته به دا مسوده صدر ته لېږل کيږي او د صدر د دستخط نه پس به په باقاعده توګه قانون جوړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG