لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سنېټ د بشري حقونو قایمه کمیټې بلوچستان ته د سفر پرېکړه وکړه


د پاکستان د سينيټ د بشري حقونو کميټې د بى درکه خلکو، او د لوى اختر په موقع د افغانستان سره لګيدلې د چمن پوله باندى د شوې پيښى په سر، د بلوچستان د دورې پريکړه کړې ده.

د حکومت د مخالفه پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د سنېټ د یادې کميټى غړى سنېټر عثمان کاکړ ويلي غونډې د بى درکه تنانو د لټون لپاره جوړ د حکومتي کميشن د مشر جاويد اقبال په نه حاضريدو ناخوښي ښودلې او هغه ته یې سبا د کميټې په وړاندى د حاضريدلو ويلي دي.

سنېټر کاکړ دا هم ويلي چې په سند صوبې کې لا درکه شوي د بشري حقونو فعاله غړي سارنګ جويو پلار د کميټې په وړاندې بیان ورکړی دی.

سارنګ جویو د بې درکه تنانو په حق کې د غورځنګ ترڅنګ، د سند د صوبایي خپلواکۍ فعاله غړی دی. د هغه پلار، تاج جویو، هم د سند صوبې وتلی لیکوال او د بشري حقونو مبارز دی. هغه د خپل زوی د بې درکه کېدلو په سر، د پاکستان د ریاست لخوا د هغه د ادبي خدماتو د ستاینې په لړ کې د سرکاري تمغې د اخیستو نه هم انکار کړی دی.

د پاکستان د سنېټ د بشري حقونو قایمه کمیټې غړی او د حکومت مخالفه پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تعلق لرونکی سنېټر عثمان کاکړ پخلی کوي چې تاج جویو د کمیټې په وړاندې د دې خبرې پخلی کړی چې زوی یې بېرته کور ته ستون شوی دی. خو دې سره سنېټر عثمان کاکړ وایي چې د بې درکه تنانو معامله ډېره سنګینه ده او غونډې پرېکړه کړې ده چې که تر سبا پورې د حکومتي کمېشن مشر دوی ته حاضر نشي، نو د هغه په ضد به په سنېټ کې تحریک وړاندې شي.

له وي او اې ډېوه سره په خبرو کې سنېټر عثمان کاکړ ویلي، د دوی کمیټې د بې درکه تنانو او په دې وروستو کې له افغانستان سره لګېدلې چمن پوله باندې د عام وګړو د وژل کېدو د پېښې په سر، د بلوچستان د سفر پرېکړه هم کړې ده. هغه دا هم وویل چې په دې سفر کې به د کمیټې چېئرمن هم شامل وي.

د بشري حقونو ملکي او نړېوال تنظیمونه د بې درکه تنانو په معامله د پاکستان د پوځي استخباراتي ادارو په لور ګوته اوچتوي. خو د پاکستان پوځ او حکومت دا تورونه بې ځایه بلي.

تېر کال د پوځ د هغه وخت ویاند، جنرال آصف غفور ویلي و چې زیاتره بې درکه پاکستاني وګړي افغانستان ته اوړېدلي دي، ځکه یې د مرګ او ژوند پته نه لګیږي.

پاکستان کې پارلماني غړي د روانې میاشتې په وړومبۍ نېټه، د لوی اختر په موقع د چمن پوله باندې رامنځ ته شوې پېښه کې د پنځلس کسانو په وژنه، سخت غبرګون څرګندوي چې پړه یې افغانستان او پاکستان په یو بل اچوي.

د هغې پېښې په سبا، په سرښار اسلام آباد کې خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال، د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزیر شبلي فراز په دې اړه وویل، "دا پوله د قاچاق دپاره هم کارول کیږي، او په دغه ورځ پوله باندې راغونډ شوي تنان د سمګلرانو (قاچاقبرانو) په لسمون کې راغلل او ځیني تنانو په زوره افغانستان ته اوړېدل غوښتل چې له امله یې دغه پېښه رامنځ ته شوه."

د سنېټ د بشري حقونو د کمیټې غونډې، د پنجاب صوبې د ملتان بهاالدین زکریا پوهنتون کې د خیبرپښتونخوا او د قبایلي ضلعو د محصلینو د کوټا راکمولو معامله هم رااوچته کړه.

سنېټر عثمان کاکړ زیاتوي چې غونډې ته راغلي د پوهنتون وایس چانسلر، دوی ته د مخکینۍ پرېکړې د بېرته اخیستو او د کوټا د بیا پرځای کولو باور ورکړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG