لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان څخه ٧٠٠ ارب روپۍ په غیرقانوني توگه بهر لېږل شوې، حکومت وايي


شهزاد اکبر دا دعوه هم کړې چې په تېرو لسو کلونو کښې ېوازې په متحده عرب امارات کښې پاکستاني وګړو د ١٥ اربه ډالر جایدادونه اخیستې
شهزاد اکبر دا دعوه هم کړې چې په تېرو لسو کلونو کښې ېوازې په متحده عرب امارات کښې پاکستاني وګړو د ١٥ اربه ډالر جایدادونه اخیستې

د پاکستان مرکزي حکومت دعوه کړې چې د هغه ٧٠٠ ارب روپو درک یې معلوم کړی دی چې د هېواد څخه په غېر قانونې ډول بهر لېږل شوي دي.

او د وزیراعظم د حتساب صلاح کار ویلي په تېرو ١٠ کلونو کې د پاکستان پیپلزپارټۍ او د پاکستان مسلم لیگ په حکومتونو کې پاکستاني وگړو یوازې په متحده عرب امارانو کې د ١٥ ارب ډالرو مالیت جایدادونه اخیستې دي.

مرکز کښې واکمن د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي دسرکارې خزانې نه لوټلې شوي روپۍ یې بېرته راوړي او په دې اړه د مرکزي بېنک د محصولاتو ادارې او دا اثاثو دا بېرته راوړلو لپاره جوړې څانګې د حکومتې ادارو سره په شریکه د فعالیتونو گړندې کولو دعوې کړې دي.

دغه حکومتې ادارو تر دې دمه کړنو په اړه اسلام آباد کښې یو مطبوعاتې برېفنګ ته وینا کښې دا وزېر آعظم عمران خان د احتساب صلاح کار شهزاد اکبر وویل د ٧٠٠ ارب هغه روپو درک یې معلوم کړی دی د پاکستان څخه بهرنیو هېوادونو ته په غېر قانوني ډول لېږل شوي دي.

شهزاد اکبر دا دعوه هم کړې چې په تېرو لسو کلونو کښې پاکستان کښې د پېپلز ګوند او مسلم لېګ نواز ګوند د واکمني په وخت ېوازې په متحده عرب امارات کښې پاکستانې وګړو د ١٥ اربه ډالر جایدادونه اخیستې او دا چې پاکستان نه په غېر فانونې ډول رقم لېږلو لپاره د پنځه زره پاکستانې وګړو په نوم جعلي بېنک اکاونټونو کاروول شوي دي.

شهزاد اکبر وویل چې دغه شواهد دوی ته د برطانېې او متحده عرب اماراتو په شمول د ١٠ نورو هېوادونه نه ترلاسه شوي او دا چې حکومت دې کښې د ککړو ملزمانو په ضد د اقداماتو فېصله کړې ده. د وزېر اعظم صلاح کار منلي چې په داسې کوولو کښې حکومت له دا ېو شمېر خنډانو سره مخامخ دی.

که څه هم حکومتي واکداران د چا نوم نه اخلي خو دریځ لري چې کله هم دوی د احتساب خبره کوي نو د مخالفه ګوندونو د سېاستمداران په تشویش اخته شي.

وړاندې نه سترې محکمې په غېر قانونې ډول روپۍ بهرنې هېوادونو ته د لېږل په قضېه کښې حکومت مخالفه پېېلز ګوند مشر آصف زردارې نه د پلټنو لپاره استخباراتې ادارو چارواکو باندې ګډ ځانکړې ټېم ټاکلې دی.

دغه څېر د احتساب ملې ادارې سرکارې خزانه کښې دا غبن په تور بل حکومت مخالفه مسلم لېګ نواز ګوند مشر شهباز شرېف ګرفتاره کړېدی او مخالفه ګوندونه تور لګوې چې د احتساب اداره او واکمن ګوند د حکومت مخالفه سېاستمدارانو په ضد انتقامي کاروايي کوي.

او د حکومتې چارواکو دا ورستۍ دعوې ته غبرګون کښې د مسلم لېګ نواز ګوند یو مرکزې لېډر محمد زبېر حکومتې دعوې جعلې ګرځوي.

کراچې کښې مېډېا سره خبرو کښې زبېر دعوې کړې چې د وزیر اعظم خور علېمه خان په آمارات کښې جاېېداد لرلو او واکمن ګوند مرکزې لېډر علېم خان سرکارې خزانه کښې په غبن کښې ککړتېا پخلې کوی خو د زبېر په خبره عمران خان خپل خواه شا کښې ناست دغه تنانو په ضد دا کارواېېو په ځاې په خپل سېاسې مخالفېن پسې راخستې ده.

د پاکستان حکومت لخواه بهرنې هېوادونو په غېر قانونې ډول لېږل شویو ٧٠٠ اربه روپو د لټون د دعوې په یو داسې وخت مخې ته راغلې چې په وورستو کښې د اېف اے ټې اېف ېا دا روپو غېر قانونې اوترهګرې کښې کاروولو د څار نړې وال ادارې چارواکو د پاکستان سفر کړې و او دوی پاکستان ته د تور نومړ کښې شامېلېدو نه بچ کېدلو لپاره ېو شمېر اصلاحات عملې کوولو په ترڅ کښې دا راتلونکې کال ستمبر مېاشت پورې مهلت ورکړېدی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG