لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

​ بجټ کې په پانګونو د ټېکس نه لګېدو وروسته د پاکستان د ونډو بازار په بره ختلی


د ونډو بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي
د ونډو بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي

د پاکستان د قومي بجټ اعلانېدو پس نن د جون په ‏‎13‎مه نېټه د پاکستان ونډو بازار 3400 پواينټونو نه زیات بره تللی، اقتصاد پوهان وايي، د ونډو بازار ‏د بره تلو غټ علت په بجټ کې په پانګونو د نوي ټېکس نه لګېدل دي ځکه کاروباريانو د ونډو په بازار کې زياتې پانګونې کړي او په بره ختلی دی.‏

د پاکستان ونډو بازار ترمخه نن د سر ‏‎100‎‏ کمپنيانو کاروباري ورځې پيل د 72797 پواينټونو سره شوی وو او د کاروباري ورځ په ختمېدو د 3410 ‏پواينټونو په بره تلو سره په 76208 پواينټونو بند شوی او د بازار په مجموعي کاروبار کې 4.67 فيصده زياتوالی شوی دی.‏

د ونډو بازار پوهان وايي د مرکزي بېنک له خوا د سود په شرحه کې د کمي وروسته د ونډو په بازار ټېکسونه نه دي لګول شوي.‏

د ونډو بازار کارپوه شهريار بټ وايي، "د بجټ نه وړاندې د پاکستان ونډو بازار کې اوازې وې او ويل کېدل چې په سټاک مارکيټ باندې به هم ټيکس لګول ‏کېږي ځکه چې حکومت د ټېکسونو زيات ‏هدف اېښودو ويلي وو خو د بجټ راتلو وروسته هغه اندېښنې ختمې شوې او چې کومه د 3500 پواينټونو کمي ‏راغلې وه نن بازار هغه کمي بیا پوره کړه".‏

د ونډ وبازار کې د پانګه والو په خبره، دا وخت د مختلفو کاروباري سېکټرونو خلکو سره د ونډو بازار يواځينۍ لاره ‏پاتې شوې چرته چې خلک خپلې ‏پانګې محفوظې ګڼي ځکه چې حکومت په بجټ کې بل يو کوم داسې سيکټر نه ‏دې پريښودی چې د ټيکسونه غټ بوج پرې نه وي اچول شوی.‏

پانګه وال عبدالروف وايي، "د ونډو بازار دپاره بجټ ښه او مضوبط وو خو ډيرو نورو کاروبارونو دپاره منفي ثابت شوی، نو چې څومره داسې کاروبارنو ‏کې پانګې شوې دي هغه به اوس ونډو بازار ته راځي، ښکاري چې راتلونکي څه وخت پورې به اوس دغه مارکيټ 75000 نه تر 85000 پواينټونو تر منځ ‏کاروبار کوي". ‏

اقتصاد پوهانو وايي که بجټ په د ونډو په بازار زیات اثر نه دی غورځولې خو په بجټ کې چې کوم ‏ټېکسونه لګول شوي، د هغې سره به ګراني نه کميږي ‏بلکې نوره به سېوا کيږي، په عامو خلکو به یې زياتې ‏اغېزې وي، کوم رعايتونه چې ورکړل شوي وو هغه ټول ختم کړل شوي دي.‏ ‏

اقتصاد پوه خبريال وکيل الرحمان وايي، "د ملک هر ډول شعبه هغه که عام خلک دي او که نور، په هغو ګراني راغله، عام د خوراک څيزونه به ګرانيږي، ‏باقي تجارتي شعبه به هم ځپل کيږي ځکه چې وړاندې پرې ټيکسونه نه وو يا کم وو".‏

اقتصاد پوهان وايي، بجټ د نړیوالې مالياتې ادارې (آی اېم اېف) د پروګرام لاندې جوړ شوی، د ټېکس زيات ‏هدف اېښودل شوی هغه ترلاسه کول يوه مهمه ‏پوښتنه ده، په بجټ کې د اهدافو ترلاسه کولو دپاره به یو ځل بيا ‏سختې فېصلې کول وي.‏ ‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG