لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه: د پاکستان اؤ افغانستان د سرحدي ځواکونو تر منځ درنه نښته شوې ده


File Photo
File Photo

د پاکستان امنیتي سرچینې وایي د پاکستاني او افغان سرحدي ځواکونو تر منځ د پاکستان په کوزه کورمه علیزۍ اؤ د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان سیمو کې سخته نښته شوې ده.

په اسلام اباد کې د میشت وتلي خبریال ښاغلي طاهر خان وي او ای ډیوه ته ویلي د سرچینو نه ورته معلومه شوې ده چې دا نښتې تېره شپه د افغانستان دځواکونو له خوا په لانجمنه سیمه کې د نوې پوستې جوړولو په سر شوې دي.

ښاغلي طاهر خان د پاکستان امنیتي سرچینو له خولې وویل د نښتې په مهال پاکستاني ځواکونو د افغان طالبانو یوه پوسته په نښه کړې ده.

پاکستانی چارواکو ادعا کړې چې دافغانستان ځواکونو ته يې زیات زیان رسولی دی او یوه افغان پوسته او یو ټانک یی له منځه وړی دی.

افغانستان کې د طالبانو حکومت د دی ادعاو په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم لا پاکستان په رسمی ډول ددې جګړې په اړه څه ویلي دي.

خبریال طاهر خان وایي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اؤ پاکستان کې حکومتونو اؤ ادارو سرحدونه غیر محفوظ کړي دي.

هغه وایي اوس چې اکثره په پوله د دواړو خواؤ د ځواکونو تر منځه نښتې کیږي نو عمده علت یې دا وي چې دواړه غاړې هغو ځایونو کې نوې پوستې جوړوي چې هلته یې جوړول نه وي پکار اؤ بیا په جنجالي سیمو کې د پوسټو جوړولو اقدام اکثره د نښتو لامل کیږي.

د خبریال طاهر خان په وینا بیا هم که په پوله مشکل پيدا کیږي، نو هلته د دواړو غاړو چارواکي، پوځیان اؤ امنیتي ادارو چارواکي موجود وي، پکار ده چې دوي خپلو کې د مسلې حل ته لاړ شي خو برعکس په یو بل ډزې پیل کړي.

طاهر خان وایي دا د دواړو هیوادونو د پاره د افسوس خبره ده چې دوي د یو بل په ضد دومره درنې وسلې کاروي لکه د دوؤ هیوادونو په منځ کې چې یوه لویه جګړه پېل شوې وي.

د نوموړي په وینا د دواړو هیوادونو حکومتونه د خپلمنځي مسلو په مذاکراتو هواري ته سنجیده نه دي اؤ په وړه وړه خبره پولې تړي چې د هغې په تجارت هم ناوړه اغېزې کیږي اؤ د حکومتونو اؤ ولسونو تر منځ هم د بې باورۍ روحیه پیاوړې کوي.

پاکستاني او اففان ځواګونه اکثر د پولې سره نزدې پوستې جوړولو ته نه پریږدي اؤ تر دې وړاندې هم څو، څو ځله په پوله د پوستو جوړولو په شخړه د دواړو ملکونو د سرحدي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي

تر دې تازه نښتې وړاندې هم د افغانستان اؤ پاکستان سرخدي ځواکونو په تورخم پوله په 12م اګست په يو بل ډزې کړې وې، او د هغې وروسته پوله د دواړو خواو څخه د تګ راتګ دپاره تړل شوې وه.

په تورخم پوله د 12م اګست په مازيګر د پاکستاني او طالب ځواکونو د ډزو د تبادلې په اړه هغه مهال پاکستاني چارواکو ويلي ووپه ډزو کې دوه پاکستاني امنيتي عسکر ژوبل شوي وو.

او د افغانستان ملي رېډيو ټيلي ويژن (ار ټي اې) په اېکس يو پوسټ کې د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ویاند عبدالمتين قانع له قوله ويلي وو، "په تورخم د ډېورنډ فرضي کرښې (افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې) په اوږدو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو په افغان سرحدي ځواکونو ډزې کړي، او افغان ځواکونه هم متقابلو ډزو ته اړشوي او په پایله کې د پاکستاني اړخ دوه پوستي له منځه تللې دي"

یو پاکستاني حکومتي چارواکي د 12م اګست په ماښام ناوخته وي او اې ډیوه ته ويلي وو، شخړه پس له هغې شروع شوې وه چې طالبانو په پوله څه تعمیراتي کار کولو او پاکستاني چارواکو طالبان منعې کړل.

همدغسې د مې میاشت کې هم د افغانستان اؤ پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د کورمې په پوله یوه درنه نښته شوې وه چې دواړو خواؤ ته پکې د درنو زیانونو د اوښتو دعوې شوې وې خو د شپږو ورځو له جنجال وروسته بیا د ځایي مشرانو په منځګړیتوب اور بند شوی ؤ.

‎د پاکستان امنیتي سرچینو د وینا له مخې په ‏‎13‎مه مې د افغانستان سره په پوله د کورمې په تيري منګل سیمه کې د پولې د پورې غاړې وسله والو د ازغن تار پرې کولو او دې لوري ‏ته د راوړېدو هڅه کوله، په دغه وخت د پاکستاني ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې وه.‏

‎سرچينې ویلي وؤ د يادې نښتې وروسته بيا د پاکستاني ځواکونو او افغانستان کې واکمنو طالبانو ترمنځ د ډزو تبادله شوې وه.‏

د افغانستان اؤ پاکستان په سرحدي سیمو کې وخت په وخت د دواړو هیوادونو د ځواکونو تر منځ له نښتو وروسته اکثره بیا د دواړو هیوادونو تر منځ تجارتي اؤ د تګ راتګ لارې تړل کیږي اؤ دواړو لوریو ته تجاران وایي چې د پولو تړل کېدو دوي سخت ځپلي دي.

په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د حکومت اؤ پاکستان تر منځ اړیکې په دې وروستیو کې سختې ترینګلې شوې دي، پاکستاني چارواکي دعوه کوي چې د ټي ټي پي وسله وال افغانستان کې پټ دي اؤ له هلته نه پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي خو افغان طالب چارواکي دا دعوې ردوي اؤ وایي په خاوره کې هیڅ وسله والې ډلې شتون نه لري.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG