لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا شنکیارۍ دپاکستان د چای د پېداوار یوازینۍ سیمه ده


د شینکارۍ په مرکز کې کارکونکې د چای د فصل خسمانه کوي
د شینکارۍ په مرکز کې کارکونکې د چای د فصل خسمانه کوي

پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې چای پکې ډېرې څښل کیږي.

پاکستان د نړۍ په هغو اووه هېوادونو کې شامل دی چې د چای استعمال پکې ډیر دی خو هېواد د چایو زیاتره برخه لکه د سري لنکا او د کینیا په رنگ د بهر هېوادونو نه راغواړي.

پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې چای پکې ډېرې څښل کیږي
پاکستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې شامل دی چې چای پکې ډېرې څښل کیږي

که څه هم پاکستان د چای د خپل ضرورت زیاتره برخه د بهر نه راغواړي خو داسې نه ده چې گنې چای په پاکستان کې نه کیږي.

...د شنکیارۍ د چای د تحقیق ادارې مشر فرخ سیر احمد وویل د خېبر پښتونخوا په مانسهره، سوات، بټگرام او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې داسې سیمې شته چې د چای کرونده پکې کیدلی شي. هغه وویل په دغه علاقو کې داسې ځمکې دي چې د ځنگل او د زراعت د کروندې دپاره نه استعمالیږي او چای پرې کرل کیدل شي

د خېبرپښتونخوا د مانسهرې ضلعې په شنکیارۍ کلي کې د چای د تحقیق اداره ده چرته چې د چای فصل کرل کیږي او بیا د استعمال دپاره تیارول کیږي.

د وي او ای ډیوه خبریال ملک وقاص خان شنکیارۍ ته ورغلی و او هلته یې د چای د پېدوار په اړه د څېړونکو سره خبرې وکړې.

د شنکیارۍ د چای د تحقیقاتي مرکز مشر فرخ سیر احمد وویل په مرکز کې د چین د چای مختلف قسمونه کرل شوې دي او ترکي په مرسته د تورو چایو د تیارولو کارخانه لگول شوي ده.

د چای د مینه والو دپاره به دا د دلچسپۍ خبره وي چې شنې او تورې چای هم د یو بوټي نه اخیستل کیږي خو بیا په کارخانه کې په مصنوعتي طریقه ترې تورې او شنې چای جوړې کړی شي.

فرخ سیر احمد وویل د شنکیارۍ په مرکز کې د چین چای کرل کیږي خو د پاکستان زیاتره خلک د کینیا د چایو د خوند سره بلد دي او د چین چای یې نه خوښیږي.

د چای فصل لکه د شنکیارۍ په رنگ په یخو علاقو کې کېدلی شي.

د شنکیارۍ د ِتحقیقي مرکز یو څېړونکی قمر زمان وویل چای دپاره د موسم تودوخی درجه د ٣٥ ډگرۍ نه زیاته نه ده پکار. هغه زیاته کړه چې سږ کال په سیمه کې د تودوخي درجه ۴١ ته رسیدلې وه چې له امله یې د چایو پانې وچې شوي وې. هغه وویل د چای د بوټي یو خصوصيت دا دی چې کله بارانونه شروع شي نو د بوټې پاڼې بیا زرغونې شي.

د شینکارۍ د چای د تحقیق مرکز
د شینکارۍ د چای د تحقیق مرکز

د شنکیارۍ د چای د تحقیق ادارې مشر فرخ سیر احمد وویل د خېبر پښتونخوا په مانسهره، سوات، بټگرام او د پاکستان د انتظام دلاندې کشمیر کې داسې سیمې شته چې د چای کرونده پکې کیدلی شي. هغه وویل په دغه علاقو کې داسې ځمکې دي چې د ځنگل او د زراعت د کروندې دپاره نه استعمالیږي او چای پرې کرل کیدل شي. هغه زیاته کړه چې که مناست منصوبه بندي وشي نو پاکستان د خپل ضروت چای په هېواد کې پېداه کولی شي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې په یو رپورټ کې د ملگرو ملتونو د خوراک او د زراعت د ادارې ایف ای او په له قوله لېکلې چې پاکستان د ړۍ په هغه اووه هېوادونو کې شامل دی چرته چې چای ډېرې څښل شي. او د کال ٢٠٠٧ نه تر د کال ٢٠١٦ پورې په پاکستان کې د چای په استعمال کې ٣٥ فیصد اضافه شوې ده.

ویل کیږي چې پاکستان هر کال یو لک او پنځه اویه زره ټنه چای د نورو هېوادونو څخه اخلي. تیر کال پاکستان د چای په وارداتو ٥٣ ارب روپۍ ولگولې.

Recommended

XS
SM
MD
LG