لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د تحریک لبېک ډلې د پلویانو په احتجاج کې درې کسان وژل شوي


د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې دوام لري او سړکونه يې بند کړي چې له امله يې مطبوعات وايي خلک د ستونزو سره مخ دي. مظاهرې په لاهور، کراچۍ او د پنجاب صوبې په نورو ښارونو کې پېل کړی شوي دي
د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې دوام لري او سړکونه يې بند کړي چې له امله يې مطبوعات وايي خلک د ستونزو سره مخ دي. مظاهرې په لاهور، کراچۍ او د پنجاب صوبې په نورو ښارونو کې پېل کړی شوي دي

د پنجاب پولیس د مذهبي ډلې تحریک لبېک مشر سعد حسن رضوي ګرفتار کړی دی چې په ضد یې د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې په احتجاجونو کې یو پولیس او دوه نور کسان وژل شوي دي.

د پاکستان په بېلابيلو ښارونو کې احتجاجي ناستې دوام لري او سړکونه يې بند کړي چې له امله يې مطبوعات وايي خلک د ستونزو سره مخ دي. مظاهرې په لاهور، کراچۍ او د پنجاب صوبې په نورو ښارونو کې پېل کړی شوي دي.

د تحریک لبېک د مخکني مشر خادم حسېن رضوي زوي سعد حسن رضوي د ګل/دوشنبې په ورځ پس له دې ونیول شو چې هغه په پلويانو غږ کړی و چې حکومت ورسره لوظ نه دی پوره کړی او که د 20 اپرېل پورې يې د فرانس سفير د ملک نه بهر نه کړو نو لاهور نه به اسلام اباد ته لاريون کوي.

تحريک لبېک د تير کال راهسې احتجاجي مظاهرې پېل کړي، وايي په فرانس کې د پېغمبر اسلام د خاکو جوړېدو او سپکاوي په غبرګون کې دې پاکستان د فرانس سفير د ملک نه وباسي، د فرانس نه دې خپل سفير بيرته را وبلي او په سرکاري توګه دې د فرانس د جوړو توکيو اخیستلو نه انکار وکړي.

د تحریک لبېک د مشر د نيولو په اړه پوليس او نه د پنجاب حکومت څه ويلي دي چې هغه یې ولې نيولی دی.

ادې ډلې په تير نومبر کې په پېنډۍ کې احتجاجي پرلت وهلی او د 16 فرورۍ پورې يې حکومت له وخت ورکړی چې کړی ژمنې ورسره ومني خو په فرورۍ کې وزيراعظم عمران خان ويلي وو د تحریک لبېک غوښتنې به پارلیمان ته وړي او د 20 اپرېل نېټه ټاکل شوې وه.

خو له دغې وروسته حکومت په ښکاره ډول د تحریک لبېک د غوښتنو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.

د پنجاب پولیس افسر غلام محمد ډوګر اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته د رضوي د ګرفتارۍ وروسته د پولیس او مظاهره چیانو ترمنځ نښتو کې د یو پولیس افسر د وژل کېدو تصدیق وکړو.

د پولیس ترمخه د لاهور سره نژدې شادره کې په نښتو کې ۱۰ پولیس زخمیان شوي هم دي. پولیس ای پي ته د دوو احتجاج کوونکو د وژل کېدو تصدیق هم وکړو.

د ځايي ميډيا ترمخه د احتجاجي مظاهرو له امله روغتونونو ته په کرونا د اخته ناروغانو دپاره د ګېس رسد اغېزمن شوی دی.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG