لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهگرۍ خلاف جگړه کې د لستوڼي مار څوک دی؟


وایس اف امریکا ډیوه ټیلې وژن او ریډیو سره په یو بحث کې د سیمې څیړونکو ویلي په قبائیلي سیمه کې د تندلارو او ترهگرو ډلو سره د پاکستان د پوځ مشکوک کردار ترهگرو ته ماتې نا ممکنه کړې ده.
د پاکستان د ټائمز ورځپاڼې د پاره لیکوال ډاکټر محمد تقي په دغه بحث کې ویلي دي د نړي واله او ځائي ترهگرو پر ضد د پاکستان د پوځ کردار د لستوڼې د مار دی.
د پوځ پخوانی برگیډیئر او د سیمې کارپوهه سعد محمد خان هم ویلي فاټا کې ځائې او بهرنو ترهگرو تنظیمونو سره د پاکستان د پوځ تاریخي او کلکې او ژورې رشتې دي.
د پاکستان پوځ تل دغه تورونه رد کړې او وايي د ترهگرۍ خلاف جگړه کې يي په زرگونو عسکر بیللې.
په سنگاپور کې د څیړنې ادارې انټرنیشنل سنیټر فار پالیټکس وائلنس انیډ ټیررازم ریسرچ خپل یو رپورټ کې وايي القاعده او ملگري تنظیمونه اسلامک مومنټ او ازبکستان، اسلامک جهاد گروپ، دې لیبین اسلامک فائټرز گروپ او ایسټرن ترکستان اسلامک مومنټ غړې فاټا کې پټ دي.
تراوسه ددغه گوندونو پرضد ترټولو فعاله او کامیابه وسله ډرون ده. د پاکستان لخوا د انکارونو باوجود د امریکا له لورې د نړي واله ترهگرۍ سرخېل گرځول شوی مشر اوسامه بن لادن هم ٢٠١١ کې د پاکستان په ایبټ آباد ښار کې د پوځي اکیډمۍ نه څو فرلانگه لرې امریکائي ځواکونو په خصوصي عملیاتو کې وژلی وو.
please wait

No media source currently available

0:00 0:54:59 0:00
Direct link

د ډیوه ریډیو پروگرام واشنگټن نه تر خیبره کې ددغه سوال ځواب لټول شوی چې د کال ٢٠١۴ ورستو د افغانستان نه د نړي واله جنگیدونکو ځواکونو وتوپسې د سیمې او د نړۍ امن ته په وړاندې څومره خطرې پرتې دي. په دغه بحث کې د سعد محمد خان او ډاکټر محمد تقي نه علاوه کنیډا کې میشته څیړنکار جهان زیب هم میلمه وو. د پروگرام کوربه رحمان بونیری وو.
  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG