لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م، م کې د پاکستان سفير افغانستان کې په ښځو بنديزونه د پښتنو کلتور بللی، سخت غبرګون ورته ويل شوی


د وي او اې ترمخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستازي نصیر احمد فايق د منیر اکرم دغه څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي، "د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نه لري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نه لري."
د وي او اې ترمخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستازي نصیر احمد فايق د منیر اکرم دغه څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي، "د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نه لري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نه لري."

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم ویلي، په افغان مېرمنو لګول شوي بنديزونه د مذهب سره تړاو نه لري بلکې دا د پښتنو د کلتور برخه ده، خو په ملګرو ملتونو کې افغان استازي دغه څرګندونې رد کړي او په ټولنيزو رسنيو د پاکستاني سفير څرګندونو ته سخت غبرګون ویل شوی دی.

منیر اکرم د شورو/ چهارشنبې په ورځ [لومړۍ فرورۍ] د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې راجوړې غونډې ته ويلي، "په افغانستان کې د موقتي حکومت [واکمنو طالبانو] لخوا په ښځو بنديزونه د مذهب سره تعلق نه لري بلکې دا د پښتنو د کلتور برخه ده".

د وي او اې ترمخه په ملګرو ملتونو کې د افغانستازي نصیر احمد فايق د منیر اکرم دغه څرګندونې رد کړي او ويلي يې دي، "د طالبانو اعمال اسلامي ریښه نه لري، د اسلام خلاف دي او د افغانستان له فرهنګ سره هم ربط نه لري. زه له خپل ګران ورور منیر اکرم سره موافق نه یم. دا هیڅکله د افغانستان د خلکو حتي د پښتنو کلتور نه دی".

د منیر اکرم څرګندونو په ټولنيزو رسنيو هم سخت غبرګون ويل شوی دی. لیکوال، د بشري حقونو فعال او سياستوال افراسياب خټک په ټويټر ویلي:

"په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفير د پښتنو سپکاوی کړی چې د طالبانو لخوا د جينکو په تعليم بنديز ته یې د پښتنو د کلتور برخه ويلې ده. په 20م صدۍ کې د باچا خان په مشرۍ د پښتنو د ازادۍ د مبارزې اصل تمرکز تعلیم وو. ملاله يوسفزۍ یې تازه مثال دی". نوموړي پوښتنه کړې چې، "ايا د پاکستان سفير په ملګرو ملتونو کې د طالبانو استازی دی؟".

پښتون فعال اسامه خلجي د منير اکرم څرګندونو ته د شرم ډک بيان ويلي دي:

"په ملګرو ملتونو کې پاکستاني سفير شرمونکی استازيتوب کړی دی. د جينکو په تعليم بنديز د پښتنو کلتور نه دی دا د طالبانو کلتور دی او پښتانه یې د لسيزو راهسې پرضد جنګيږي". نوموړي هم پوښتنه راپورته کړې چې "ايا دا نسل پرسته پاليسي ده؟".

په ايران کې د افغانستان د مخکني حکومت استازي او ليکوال عبدالغفور لېوال په ټولنيزو رسنيو د منير اکرم په وړاندې ځینې پوښتنې راپورته کړي او ترې غوښتي یې دي چې خپله "خبره بېرته واخله او شرافتمندانه بښنه وغواړه! ".

د امن نوبل انعام ګټونکي او د جینکو د تعلیم فعالې ملاله یوسفزۍ پلار ضیاالدین یوسفزي هم د پاکستاني استازي خبرې رد کړي. په ټوېټر خپل پېغام کې ضیاالدین یوسفزي د منیر اکرم خبرې د "کرکې وړ" بللي او ویلي یې دي چې پکار ده پاکستانی سفارتکار د 50 مېلین پښتنونه معافي وغواړي.

ضیاالدین په خپل ټویټ کې وویل چې پخواني افغان باچا غازي امان الله خان په 1921 کې د جینکو دپاره سکول پرانېستلی و.

په افغانستان کې چې د کال 2021 په اګست کې طالبان په واک کې راغلي لومړی یې د شپږم ټولګي نه بره د جينکو دپاره سکولونه تړلي، په ښځو يې بنديزونه لګولي، د تير کال په وروستيو کې يې د جينکو پوهنتونونه تړلي او ښځې يې په غېر دولتي ادارو کې د کار کولو څخه منع کړي او په ښځو یې ځینې نور بنديزونه هم لګولي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې په ملګرو ملتونو کې د پښتنو په اړوند داسې بيان ورکړی شوی دی.

د پاکستان مخکیني وزير اعظم عمران خان هم د ملګري ملتونو غونډې ته په وېنا کې پښتنو ته د طالبانو خواخوږي ويلي وو.

هغه ويلي وو، "د افغانستان سره په پوله د پرتې قبايلي سيمې اوسېدونکي (پښتانه) د افغان طالبانو خواخوږي دي او دا د مذهب يا عقيدې په بنياد نه بلکې د پښتون قامپرستۍ په بنياد دي چرته چې (قامپرستې) ډيره پياوړې ده".

عمران خان دغه رنګ څرګندونې د برتانیې آن لاين خبري ادارې مډل ايسټ ايي په يوه مرکه کې کړې او سي اېن اېن سره په خبرو کې یې حقاني شبکې ته د پښتنو قبيله ویلي وو.

هغه وخت هم د عمران خان څرګندونو ته سخت عبرګون ويل شوی چې عمران خان پښتانه نړۍ ته ترهګر وړاندې کول غواړي خو پښتانه ترهګر نه دي بلکې د ترهګرۍ ښکار دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG