لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: پارلیمان د اپوزیشن په سخت مخالفت کې د انتخابي قانون د بدلون مسوده منظوره کړې


د حکومت مخالفو ګوندونو په سخت مخالفت کې د پاکستان قامي اسمبلۍ اؤ سېنیټ د اګست په شپږمه د الیکشن په قانون کې د بدلون قانوني مسوده د رایو په اکثریت سره منظور کړې ده.

په سېنیټ کې د مخالفو ډلو مشر سینیټر شبلي فراز وایي د پارلیمان نه ددې قانوني مسودې منظورول په سپریم کورټ نیغ په نیغه حمله اؤ دا د ملک په تاریخ کې یو شرمناک اقدام دی.

خو د قانون وزیر ښاغلي اعظم نذیر تارړ بیا ویلي چې دا قانوني مسوده د ایین اؤ قانون مطابق ده اؤ د قانون جوړولو اختیار چې د پارلیمان سره دی، دا یوازې ۱۷ کسانو(ججانو) ته نه شي ورکړل کیدای.

د منظور شوې ترمیمي قانوني مسودې له مخې د هیڅ یو سیاسي ګوند له لوري به د سیاسي تړاؤ یا وابستګۍ اقرارنامه بدلېدی نه شي اؤ دا چې کوم ګوند د پارلیمان د ځانګړو څوکیو لپاره فهرست الیکشن کمیشن ته نه وي ورکړی هغه ګوند ته به ځانګړې څوکۍ نه ورکول کیږي.

د ترمیمي قانوني مسودې له مخې د انتخابي نخښې ترلاسه کولو نه وړاندې چې کوم کاندید سرټیفیکیټ نه وي جمع کړی هغه به ازاد ګڼل کیږي اؤ په ټاکلې موده کې د ځانګړو څوکیو د فهرست نه جمع کولو په صورت کې به هیڅ یو سیاسي ګوند د ځانګړو څوکیو حقدار نه وي.

د بدلون مسوده کې ویل شوي چې هر امیدوار په ټاکلې موده کې یو ځل د کوم سیاسي ګوند سره خپل تړاؤ وښایي نو دغه تړاؤ به بیا نه شي بدلیدلی.

د سپیکر ایاز صادق په مشرۍ د قامي اسمبلۍ غونډې ته چې کله دا ترمیمي قانوني مسوده د مسلم لیګ (ن) غړي بلال اظهر کیاني وړاندې کوله نو اپوزیشن ګوندونو په دغه موقعه سخت احتجاج وکړو.

د اپوزیشن غړو په ایوان کې د دې قانوني مسودې په مخالفت کې په لوړ غږ شعارونه ورکړل اؤ د سپیکر د میز مخې ته ورغونډ شول اؤ نعرې یې وهلې چې په "عدلیه اؤ جمهوریت حمله نامنظور"

د اپوزیشن په سخت شور اؤ غال مغال کې ددې قانوني مسودې منظوري ورکړل شوه اؤ وروسته به د سینیټ غونډې ته هم د الیکشن په ایکټ کې د بدلون دا قانوني مسوده وړاندې کړل شوه.

په سینیټ کې هم د اپوزیشن غړو د یادې مسودې سخت مخالفت وکړو اؤ په ایوان کې یې په لوړ غږ شعارونه ورکول خو سینیټ هم د رایو په اکثریت سره دا مسوده منظوره کړه.

په سینیټ کې د اپوزیشن ډلو مشر سینیټر شبلي فراز وویل دا قانوني مسوده په بدنیتۍ اډاڼه ده اؤ دا نیغ په نیغه په سپریم کورټ حمله ده.

هغه وویل لویو، لویو نومونو په سپریم کورټ اؤ الیکشن کمیشن کې د ځانګړو څوکیو خیرات غوښتلو خو اوس د سپریم کورټ د فیصلې په ضد ځي اؤ دا د ملک په تاریخ کې یو شرمناکه قانون سازي ده.

د هغه وینا وه چې حکومت هڅه کوي چې د ولسي فیصلو مخه د پارلیمان له لارې ونیسي.

د قانون وزیر ښاغلي اعظم نزیر تارړ وویل د ازادو غړو په ګوم ګوند کې ګډون ته درې ورځې ورکړل شوي دي اؤ د قانون جوړولو واک د پارلیمان سره دی چې دا ۱۷ کسانو ته نه شي ورکولی کیدای.

هغه وویل د ایین اؤ قانون تشریح باید تر تشریح وساتل شي اؤ دا دې له نوي سره ونه لیکل شي.

نوموړي وویل چې دا قانوني مسوده د اییني اؤ قانون اسیکم لاندې بیخي سمه ده.

په الیکشن ایکټ کې د بدلون دا قانوني مسوده وروسته له هغې د پارلیمان څخه منظور کړل شوې چې په ۱۲مه جولایي سپریم کورټ پخپله پرېکړه کې پاکستان تحریک انصاف ګوند د ښځو اؤ اقلیتونو د ځانګړو څوکیو ورکولو لپاره وړ وبللو.

څیړونکي وایي د سپریم کورټ دا فیصله د واکمن ایتلاف لپاره یوه ستره سیاسي ضربه ده اؤ که تحریک انصاف ګوند ته ځانګړې څوکۍ ترلاسه شي نو په پارلیمان کې به حکومت د قانون سازۍ په حواله د مشکلاتو سره مخ کیږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG