لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور په سکول د ټي ټي پي په حمله کې د وژل شوو ماشومانو کورنۍ وايي د ملګرو ملتونو نه به انصاف غواړي


په ای پي اېس کې د وژل شویو ماشومانو میندې او پلاران  وایي نهه کاله د تېرېدو باوجود یې هم دغه پیښه نه ده هېره کړې، انصاف یې نه دی ترلاسه کړی اوس به د خپلو بچو دپاره انصاف د ملګرو ملتونو څخه غواړي
په ای پي اېس کې د وژل شویو ماشومانو میندې او پلاران  وایي نهه کاله د تېرېدو باوجود یې هم دغه پیښه نه ده هېره کړې، انصاف یې نه دی ترلاسه کړی اوس به د خپلو بچو دپاره انصاف د ملګرو ملتونو څخه غواړي

د کال 2014 م د دسمبر په 16 مه نېټه د پېښور په آرمي پبلک سکول د خونړۍ حملې ذمه واري کالعدم تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې منلې وه. په دغه ترهګر بريد کې د 140 نه زیات ماشومان، استاذان او د سکول ځینې کارکونکي ووژل شوو.

په ای پي اېس کې د وژل شویو ماشومانو میندې او پلاران وایي نهه کاله د تېرېدو باوجود یې هم دغه پیښه نه ده هېره کړې، انصاف یې نه دی ترلاسه کړی اوس به د خپلو بچو دپاره انصاف د ملګرو ملتونو څخه غواړي.

د پیښور د آرمي پبلک سکول غمیزې د نهې کلېزي په موقع د وژل شوو ماشومانو میندې پلاران وایي په زړونو کې یې دغه پېښه داسې تازه ده لکه پرون چې شوې وي. اغیزمنې کورنۍ دې موده کې یو بل ته نیزدې شوې او اوس د یو بل غم ښادۍ کې هم ګډون کوي.

د ای پي اېس د یو وژل شوي زدکوونکي اسفند خان مور شاهانه اجون وايي،

"هره میاشت کې څه نا څه پروګرام وي. او زمونږ د بچو (کليزه/تلين) هم کیږي. نو د چا کور کې سالګره وي او هغې کور کې هغه ماشوم نه شته. نو تاسو سوچ کولی شئ، هغې مور پلار باندې څه تیریږي، نهه کاله مونږه داسې تیر کړل".

میرمن شاهانه وایي د هر ماشوم خپلې قیصې دي." مونږ د نورو میندو نه د هغوي د ماشومانو قیصې اورو او هغوي ته د خپل ماشوم قیصې کوو."

اجون خان ایډوکیټ وایي د یو زوي لپاره د پلار جنازه اوچتول فطري ده خو د پلار لپاره د زوي جنازه پورته کول غېر فطري او دړدمن عمل دی.

د وژل شوي اسفندر خان پلار اجون خان ایډوکیټ وايي، "که دا نهه کاله نهه صدۍ هم تیرې شي خو د هغه سترګې اوس هم ماته وایي چې پاپا زما څه قصور وو. پاپا زما څه قصور وو. ما خو لا هیڅ هم نه وو لیدلي. ما خو لا ستا نه د ګاډي ډرایونګ هم نه وو زده کړی. هغه مونږ نه نه هیریږي. دا هسې د خلکو د پاره نهه کاله دي. زمونږ د پاره نه دي. مونږ د پاره هم هاغه سوله (شپاړسم) دسمبر دی".

د اجون خان خان په خبره، دې نهو کالو کې دوي د سیاسي مشرانو، مدني ټولنو، د بشري حقونو تنظیمونو، کمشنونو او عدالتو مخې ته فریادونه وکړل چې دوي ته دې انصاف ورکړی شي. خو وایي اوس د موجوده عدالتي نظام د یو غړي په حېث د ځان نه کرکه ورشي چې انصاف خو لرې خبره ده دوي ته د خپلو ماشومانو قاتل هم معلوم نه شو. دغه کورنۍ وایي دوي اوس محبوره دي چې ملګرو ملتونو کې خپل فریاد وکړي.

د پېښور په آرمي پبلک سکول کې د دوو وژل شوو وروڼو نورالله دراني او سیف الله دراني مور فلک ناز وايي،

"مونږ ته تر اوسه پورې انصاف میلاو نشو. اوس اخر کار مونږ دا فیصله کړې ده چې مونږ ټولو خپل پاسپورټونه راغونډ کړي دي. او دا دسمبر ختم شي. ځکه چې دې دسمبر کې مونږ نه خپل غمونه کوو، نه خوشالۍ کوو، نه څه بل څه کوو. بس زمونږ پکې ټولو نه لوی غم دا وي. چې خپل بچي ژاړو. انشاالله چې دا دسمبر ختم شي. مونږ به یو این او د پاره اپلایي کوو. مونږ به ویزې لګوو. او مونږ به زو او هلته به خپل کیس د پاره اپلیکیشن جمع کوو".

تحریک طالبان پاکستان ډلې په ای پي اېس د حملې ذمه واري په غاړه اخستې. په حمله کې د 140 نه زیات ماشومان، استاذان او د سکول ځینې کارکوونکي وژل شوي دي.

د پیښې نه سمدستي پس ټولو ګوندونو په ګډه ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د شلو نکتو نیشنل ایکشن پلان منظوري ورکړی و. کال پس په دسمبر 2015م کې په پېښه کې ککړو څلورو کسانو ته د تېزندۍ ورکولو ويل شوي او سپریم کورټ په اګست 2016م کې د نورو دوو ککړو تنانو د تیزندي کولو سزا برقراره ساتلې وه.

په آرمي پبلک سکول د بريد زمه واري اول د تحریک طالبان پاکستان طارق ګيدړ ګروپ او بيا د هغه وخت د ټي ټي پي مشر فضل الله هم د ياد بريد په حواله ويلي چې دغه بريد طالبانو ويلي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG