لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پېښور کې د امن جرګې غوښتلي د ټي ټي پي سره مذاکرات دې د پارلېمڼت په ملاتړ وشي


په جرګه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران اؤ استازو، دمدني ټولنې مشرانو، دپېښور دارمي پبلک سکول د وژل شوؤ ماشومانو د کورنیو استازو، قانون پوهانو، لیکوالانو، ادیبانو اؤ قامي مشرانو برخه واخيستله
په جرګه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران اؤ استازو، دمدني ټولنې مشرانو، دپېښور دارمي پبلک سکول د وژل شوؤ ماشومانو د کورنیو استازو، قانون پوهانو، لیکوالانو، ادیبانو اؤ قامي مشرانو برخه واخيستله

د امن په موضوع په پېښور کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د یوې جرګي ګډون والو وویل د تحریک طالبان پاکستان وسله والې ډلې سره د پاکستان د حکومت مذاکرات به هغه وخت د منلو وړ وي چې دغه خبرې د پارلېمنټ په ملاتړ وشي.

د جرګې ګډون والو په یولسو ټکو مشتمله مشترکه اعلامیه کې وویل په سيمه کې امن ټينګ ساتل د رياست زمه واري ده، د هدفي وژنو مخه دې ونيول شي او د نامعلومه تنانو د وژلو جواز به نور د منلو وړ نه وي او که چرته وشي رياست به يې زمه وار ګڼل کېږي.

د ټي ټي پي اؤ پاکستان ترمنځ د مذاکراتو، دپښتنو په سيمه کې د امن او امان په صورتحال او د سيمې په نورو ستونزو بحث دپاره د امن جرګې په عنوان د دغې غونډې انتظام عوامي نیشنل پارټۍ په باچا خان مرکز کې کړی و.

د جرګې داهدافو په هکله وایس اف امریکه ډیوه سره خبرو کې د ای اېن پي یو مرکزي رهنما میا افتخار حسین ویلي تر دې وړاندې هم دپښتنو داسې جرګې شوې دي خو دا ځانګړې جرګه ده چې دموجوده صورتحال په ترڅ کې پکې دټولو سیاسي ګوندونو نه رایې اخستل کیږي چې مونږ باید څنګه خپله خبره یوه کړو اؤ بیا خپله دا خبره ریاست ته کښیږدو.

په جرګه کې د بیلابیلو سیاسي ګوندونو مشران اؤ استازو، دمدني ټولنې مشرانو، دپېښور دارمي پبلک سکول د وژل شوؤ ماشومانو د کورنیو استازو، قانون پوهانو، لیکوالانو، ادیبانو اؤ قامي مشرانو برخه واخيستله.

د جرګي په اخېره کې اعلامیه جاري کړی شوه چې پکې پارلېمنټ په سرپرستۍ کې ټي ټي پي سره د مذاکراتو د غوښتنې تر څنګ په جبري بې درکيو،ايکشن ان اېډ سول پاور ريګولېشن او نورو يو شمېر مسلو ذکر وشو.

دغه جرګه په داسې حال کې راجوړه شوې وه چې په وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په مختلفو علاقو کې د هدفي وژنو پېښې شوي او په دیر اؤ سوات کې هم دطالبانو دبیا منظم کیدو اؤ خلکو نه دقلنګونو غوښتلو رپورټونه مخې ته راغلي دي.

د جرګې په اړه خبريال فخر کاکا خيل وويل په دې سيمه د ممکنه بد امنۍ د نوي لړۍ د مخنيوي د پاره داسې جرګې ډيرې مهمې دي.

د تحريک طالبان پاکستان سره په قبائيلي جرګه کې شامل اخونزاده چټان وويل د مزاکراتو په نتيجه کې د بد امنۍ خبرې بې بنياده دي او دوي ته ويلي شوي چې رياست به يو هم داسې ګام نه پورته کوي چې د بدامنۍ سوب ګرځې.

په دير، سوات او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو کې د وسله والو د ځای په ځای کېدو د ورستیو رپورټونو او په سیمه کې د بدامنۍ خلاف خلکو احتجاجونه کړي، او د امن د ټنيګښت غوښتنه ېې کړې ده۔

د جرګې منتظيمينو وويل په صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف مشران يې هم دې جرګې ته رابللي وو خو ګډون یې و نه کړو.

دپاکستان پوځ منلې ده چې دسوات اؤ دیر دغرونو پسرونو وسله وال(طالبان) لیدل شوي دي خو وایي چې دا وسله وال له ابادۍ ډير لرې دي اؤ په سوشل میډیا سوات اؤ دیر کې دطالبانو دبیا راپورته کیدو خبره دمبالغې نه ډکه ده .

د پوځ د دې دعوې برعکس په سوشل میډیا په دې وروستیو کې داسې ویډیوګانې هم مخې ته راغلي چې سوات نه طالبانو پوځي افسران اؤ دپولیسو یو ډي ایس پي تښتولي اؤ لاسونه یې ورتړلي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG