پولیس وایي د پاکستان د پنجاب ایالت په سیالکوټ سیمه کې په یو ګاډي د ډزو له امله لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي.
د ډان نیوز له مخې دا پېښه تېره ورځ د سیالکوټ په مالوکی بهلي سیمه کې مخې ته راغلې.
پولیسو ویلي چې دغلته وسله والو په یو روان ګاډي ډزې کړي اؤ په دغه ګاډي کې ناست اووه کسان يې وژلي.
پولیس وایي تر پېښې وروسته وسله وال له سیمې تښتیدلي اؤ د نیولو لپاره درې بیلابیلې ډلې جوړې کړل شوي دي.
پولیس وایي دا پېښه د ځمکې په شخړه رامنځته شوې اؤ د دواړو خواؤ تر منځ په شیخوپوره سیمه کې د ځمکې تنازعه روانه وه.
د پنجاب صوبې د پولیسو مشر یا آي جي ډاکټر عثمان پخپل یو بیان کې ویلي پېښه کې د وژل شوؤ کسانو وارثانو ته به په ترجیحي بنیادونو انصاف ورکولی شي اؤ وژونکي به ډير زر د قانون منګولو ته راکش کړل شي.
په پاکستان کې د ځمکو په شخړه زیاتره وژنې په خېبر پښتونخوا صوبه کې کیږي اؤ کله کله دا شخړې د خانداني دښمنیو بڼه خپلوي چې تر کلونو، کلونو بیا دغه دښمنۍ روانې وي اؤ حتی کله پکې پوره خاندانونه یا کورنۍ خپل ژوند وبایلي
Forum