لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

پرویز خټک: د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي

د خېبرپښتونخوا پخواني اعلا وزیر پرویز خټک وي او ای ډیوه ته ویلي دي چې د پښتونخوا په نوې برخه فاټا کې دې هم د صوبايي اسمبلۍ انتخابات په ٢٥مه جولايي وشي.

پرویز خټک د اعلا وزير د څوکۍ پرېښودلو ورستو په خپله وړومبۍ مرکه کې وویل چې په صوبه کې نوو شاملو قبایلي سیمو فاټا کې دې د پاکستان د نورو برخو سره یوځای انتخابات وشي. هغه په دې لړکې د پاکستان د انتخاباتو کمیشن ته یو خط هم ليکلی دی.

ښاغلي خټک وویل چې د انتخاباتو کمیسون ته یې یو خط کې لیکلي دي چې د پښتونخوا د فاټا په څوکو دې هم د نور پاکستان سره یو ځای په ٢٥ مه جولاي انتخابات وشي:

"دا به ان فیر (نامناسبه وي) چې ورستو کوم حکومت ناست وي او هلته انتخابات کیږي نو په هغې به دحکومت اثرات راځي"

خو ښاغلی خټک وايي کې دغه وړانديز ونه منل شو نو د انتخاباتو نه به بایکاټ (ډه ډه) نه کوي.

ښاغلي خټک وویل چې هغه د راتلونکو انتخاباتو په حقله خوشبینه دی چې بې د درغلیو به وشي.

هغه په راتلونکو انتخاباتو کې د خپل گوند د بري دعوا وکړه او ویې ویل چې یو داسې پاکستان به جوړه وي چې د غریب د پاره یو او د مالداره د پاره بل نه وي:
" دټولو د پاره یو شان پاکستان غواړو"

د پي ټي اي حکومت په تیرو انتخاباتو کې د بدلون نعره پورته کړې وه، خو په صوبه کې مخالفه ډلې وايي د پي ټي ايي حکومت په خپلو لوظونو پوره کولو کې په مکمله توگه ناکامه شوی دی. پرویزخټک د خپل پنځه کلن حکومت د کار دفاع وکړه هغه وویل:

"که څوک راسره حساب کوي نو ودې کړي، مونږ د ډیولپمینټ ( پرمختگ) کار د ټولو نه زیات کړی دی"

په پښتونخوا صوبه کې پاکستان تحريک انصاف پي ټي ايي په واک کې د راتلو څخه د مخه لوظ کړې وو چې په ٩٠ ورځو کې به بدلون راولي. خو پرویز خټک وویل مونږ داسې ويلي وو چې په ٩٠ ورځو کې به د بدلون منصوبه ورکوي:

"گوره دا جادو نه دی د اله دين چراغ نه دی، یوه پارټي چې راشي په ٩٠ ورځو کې صرف پروگرام ورکولی شي"

ښاغلي خټک وویل فخر کوي چې د خپل پینځه کلن واک په موده کې یې یو شمېر مهم قوانین جوړ کړل او خلق ورباندې وس هم اعتماد لري.

د ښاغلي خټک په حکومت کې یو شمېر وزيران د بډو رشوتونو په سر د خپلو څوکو څخه لر کړې شوي وو. د پي ټي ايي مشرعمران خان ويلي وو چې د سینېټ په انتخاباتو کې د دويي د گوند غړو په کروړونو روپوخپل ووټونه خرص کړي وو ښاغلي خټک وویل " دا خو ډېره ښه خبره وشوه چې غله معلوم شول.

د ښاغلي پرویز خټک سره د وي اوای ډیوه خبربال رحمان بونيري مرکه کړې ده تاسو یې په لاندينی لینک اوریدی شئ

پرویز خټک: دوه نه یو پاکستان غواړو
please wait

No media source currently available

0:00 0:12:52 0:00

See all News Updates of the Day

پاکستان 22 کاله وروسته په اسټریلیا کې د یو ورځني کرکټ سیریز وګټلو

CRICKET-AUS-PAK
CRICKET-AUS-PAK

پاکستان 22 کاله وروسته د یو ورځني کرکټ د لوبو په لړۍ کې اسټریلیا ته د هغوي په کورني ګراونډ یا میدان کې ماتې ورکړې اؤ دا لړۍ یې ترې د یو مقابله کې په دوؤ سیالیو ګټلې ده.

په پرتهـ کې د ترسره شوي یو ورځني کرکټ ددې لړۍ وروستۍ لوبه کې د پاکستان باولرانو د اسټریلیا ټوله لوبډله په 140منډو وسوځوله.

پاکستان د 141منډو هدف پخپله پاڼۍ کې په 27م اوور کې ترلاسه کړو.

محمد رضوان 30 او بابر اعظم 28 منډې جوړې کړې اؤ ناسوځېدلي پاتې شول.

پاکستاني اوپنر عبدالله شفیق 37 اور صایم ایوب 42 منډې وکړې اؤ د لانس مورس په بال وسوځېدل.

د اسټریلیا په 140 منډو کې سین ایبټ تر ټولو زیاتې 30منډې جوړې کړې اؤ اؤ حیک فریزر میګورک یوازې له اوو منډو جوړولو وروسته وسوځېدو.

متیهیو شارټ په 22،کپتان جوش انګلس په 7 اؤ ایرون هارډي په 12منډو جوړولو واتوانېدل اؤ کوپر کونوالي په بال د لګیدو اؤ ژوبل کېدو له امله په 7 منډو له لوبې لاس پسر شو.

ګلین میکسویل په پرله پسې په دریمه لوبه کې هم د حارث روف په بال وسوځېدو اؤ هغه
هیڅ یوه منډه جوړه نه کړی شوه.خو مارکس اسټونیس بیا 8 اؤ ایډم زمپا 13مندې جوړې کړې .

د پاکستان نسیم شاه اؤ شاهین شاه اپریدي درې،درې . حارث روف دوه اؤ محمد حسنین یو لوبغاړی وسوځولو.

شمالي وزیرستان: پوځ وایي عملیاتو کې یې شپږ وسله وال وژلي

File Photo
File Photo

د پاکستان پوځ دعوه کړې چې افغانستان سره په پوله پرته دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو په ضد عملیات کړي چې پکې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار پخپل بیان کې ویلي دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د شمالي وزیرستان په سپین وام سیمه کې ترسره شوي دي.

آي ایس پي ار پخپل بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړې خو هغوي یې د خوارجو په نوم یاد کړي چې دا نوم له تېرو څو میاشتو راهسې پاکستان کې امنیتي ځواکونه عموماًد ټي ټي پي د وسله والو لپاره کاروي.

پوځ دعوه کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې وژل شوي وسله وال په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ د بېګناه خلکو وژنه کې ککړ وؤ.

تر دې وړاندې په اووم نومبر هم د پاکستان پوځ ویلي وؤ، د افغانستان سره په پوله جنوبي وزیرستان سیمه کې یې د وسله والو سره نښته شوې چې څلور پوځيان وژل او پينځه وسله وال پکې وژل شوي.

د نومبر په دویمه نېټه هم د بر جنوبي وزيرستان سروېکۍ سيمه کې بريد شوی و، چې پکې يو پوځي افسر او 11 نور پوځیان ټپيان شوي وو.

له دغه بريد وروسته، پوځ د څلورو بريد کوونکو د وژلو دعوه کړې وه.

پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ یوه ورځ وړاندې د خالي یا شنبې په ورځ هم د بلوچستان صوبې په سر ښار کوټه کې د ریلوی سټېشن دننه په پوځيانو یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې پکې د14 پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ تر 60ؤ زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید پړه بیلتون غوښتونکې بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې وه.

تر دې وړاندې د اکتوبر په شپږمه نیټه بي ایل اې د کراچۍ هوایي ډګر نه بهر د چینایي وګړو په قافله د شوي هغه ځانمرګي برید ذمه واري هم پغاړه اخستې وه چې دوه چینایي وګړي پکې وژل شوي وؤ اؤ یو بل د چین وګړی پکې ژوبل شوی ؤ.

له دغه برید وروسته بي ایل اې خبریالانو ته په لیږل شوي بیان کې دعوه کړې وه چې یو ځانمرګي برید کوونکي له چاودېدونکو موادو ډک موټر د کراچۍ له نړيوال هوايي ميدانه تلونکو د چينايانو له کاروان سره جنګولی اؤ هغوي ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په ۲۶م اګست د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې وسله والو په پوځ اؤ عامو خلکو خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې په دغو بریدونو کې د ۱۴ؤ امنیتي عسکرو په ګډون تر ۷۰ؤ پورې کسان وژل شوي وؤ.

ددغو بریدونو پړه هم یاغي وسله والې بلوڅ ډلې بلوڅ لبریشن ارمي پر غاړه اخستې وه اؤ پخپل یو بیان کې یې دعوه کړې وه چې بریدونو کې یې ۱۳۰ پوځيان وژلي خو د بي ایل ای دا دعوه ازادو سرچینو نه وه تایید کړې.

خو په خېبر پښتونخوا اؤ په ځانګړي ډول قبایلي سیمو کې چې په امنیتي ځواکونو کوم بریدونه کیږي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان پغاړه اخلي.

محسن نقوي: په تېره یوه اونۍ کې 4، 5 ځانمرګي بریدګر نیول شوي 

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دعوه کړې ده چې پاکستان کې په تېره یوه اونۍ کې 4، 5 هغه خودکش برید ګر نیول شوي چې غوښتل یې ځانونه والوځوي.

هغه ویلي پاکستان کې دا مهال په بشپړ ډول جنګي صورتحال دی اؤ د ترهګرۍ په ضد حکومت اؤ ټول ځواکونه په ګډه جنګیږي.

په کوټه کې د بلوچستان د وزیراعلا سره په ګډه میډیا سره خبرو کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل "مونږ نه یوازې پولیسو ته غوره اسانتیاوې ورکوو بلکې اوس ایف سي ته هم اختیارات ورکوؤ چې هغوي وجنګیږي".

د کورنیو چارو وزیر دا خبرې وروسته له هغې کړي چې پرون د خالي په سهار د کوټې په ریلوی سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.

ددې برید ذمه واري بیلتون غوښتونکې بلوچ وسله والې ډلې بي ایل اې پغاړه اخستې ده.

د کورنیو چارو وزیر له چاودنې وروسته کوټې ته رسیدلی اؤ هلته یې رسنیو ته ویلي مونږ ته به په ګډه د ترهګرۍ مقابله کول وي.

د هغه وینا وه "نه یوازې وفاق بلکې د پاکستان ولس ته به هم په ګډه دا مقابله کول وي،دا سمه ده چې د ترهګرۍ بهیر چټک شوی دی خو مونږ به خلکو ته وښایو چې څنګه دا ترهګري له مینځه وړو".

په دغه مهال د بلوچستان وزیراعلا سرفراز بګټي رسنیو ته ویلي چې کومو خلکو له ځانونو د بشري حقونو اتلان جوړ کړي اؤ سړکونو ته را اوځي هغوي نن چرته دي اؤ ولې ددې پېښې غندنه نه کوي؟

هغه وویل "عامو بلوچیانو ته په دې سوچ پکار دی چې حکومت خو دوي د بهترۍ لوري ته وړي،د تعلیم اؤ روغتیا اسانیو کې ورته د غوره والي راوستلو هڅې کوي خو دا کوم خلک دي چې زمونږ بلوچ ځلمو نه ځانمرګي جوړوي".

د هغه وینا وه په دې به سوچ کول وي چې بلوچستان کې به د وینو بازار تر څو ګرم وي اؤ زیاته یې کړه ترهګر هیڅ قام نه لري ،دا جګړه د ترهګرو اؤ د پاکستان د پوځ تر منځ نه ده بلکې ټولې ټولنې ته به دا جګړه کول وي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

وخت په وخت مخې ته د راغلو شمیرو اؤ معلوماتو له مخې بلوچستان نه ترلاسه کیدونکی قدرتي ګیس دپاکستان د26 فیصده ابادۍ ضرورتونه پوره کوي خو پخپله دبلوچستان زیاتره سیمې دتېرو اویاؤ کالو راهسې دګیس داسانۍ نه محرومې ساتل شوې دي.

بلوچستان کې د قدرتي ګیس ترڅنګ د معدنیاتو نورې ډير سترې ذخیرې هم موجودې دې چې هغې کې د سرو زرو،سپینو زرو، اوسپنې،کرومایټ، تانبې، چونې، قیمتي کانو، سنګ مرمرو وغیره ذخیرې شاملې دي.

پخپلو وسیلو د اختیار نه لرلو پرضد د اوږدې مودې نه بلوچستان کې ګڼ شمیر بلوڅ تنظیمونه په وسله وال مقاومت بوخت دي اؤ غوښتنه لري چې د بلوچستان په وسیلو دې د دې صوبې خپلو وګړو ته واک اختیار ورکړل شي.

د کوټې ځانمرګي برید ته په نړیواله کچه غبرګون ښودل شوی

امریکې، برتانیې، روس، ترکیې، افغانستان اؤ د نړۍ یو شمیر نورو هیوادونو د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د خالي په ورځ د شوي هغه ځانمرګي برید په سختو ټکو غندنه کړې چې د 14 پوځيانو په ګډون پکې 26 کسان وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي.

په اسلام اباد کې د امریکایي سفارتخانې لخوا خپور شوي بیان کې ددې برید غندنه شوې اؤ د پېښې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښودل شوې ده.

د امریکایي سفارت په بیان کې ویل شوي چې امریکا به د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره د پاکستان ملاتړ ته دوام ورکوي.

په پاکستان کې د برتانیې هاي کمشنر هم د کوټې چاودنه غندلې اؤ پخپل یو بیان کې یې په دې پېښه ژوره خواشیني ښودلې ده.

برتانوي هاي کمشنر ویلي دا ناوړه حرکتونه ویش پيدا کوي.

د روس صدر ولادیمیر پوټن هم په کوټه کې شوی ځانمرګي برید غندلی اؤ پاکستان سره یې خپله خواخوږي ښودلې ده.

ښاغلي پوټن پخپل بیان کې پاکستاني چارواکو ته ډاډ ورکړی چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره به ماسکو د اسلام اباد سره هر رقم مرسته کوي.

هغه پېښه کې د ژوبل شوؤ کسانو د روغتیا لپاره نیکې هیلې ښکاره کړي اؤ ویلي یې دي هیله ده چې د ترهګرۍ دې پېښه کې لاس لرونکو ته به سزا ورکړل شي

همدا شان اسلام اباد کې د ترکیې سفارت خانې هم پخپل د غمرازۍ بیان کې په کوټه کې شوی ځانمرګي برید غندلی اؤ په دې پېښه یې ژور خفګان ښکاره کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوټه کې دغه چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي‌ کړې ده. د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي"

پرون د خالي یا شنبې په سهار د کوټې په رېلوې سټېشن کې داځانمرګی برید په داسې حال کې شوی و چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې و.

امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه و ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.

چارواکو پخلی کړی چې په چاودنه کې د 14پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي اؤ 60 نور ژوبل شوي.

د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي‌ په نوم بلوڅ خپلواکي‌ غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې دی.

د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي، د دوی د مجید بریګیډ یو ځانمرګي دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو پر یوه ډله کړی چې وایي دغه پوځيانو غوښتل له پوځي ټرېننګ ختمولو وروسته بیرته له کوټې ستانه شي.

په پېښه کې اکثر ټپي کسان د کوټې ښار د سېول روغتون ټراما سنټر ته وروړل شوي او ځینې خصوصاً پوځیان د ښار پوځي روغتون سي ایم ایچ ته وړل شوي‌ دي.

د بلوچستان د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، په ژوبلو کسانو کې د 10 کسانو حالت نازک دی.

خواجه آصف: د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کارول کیږي، پاکستان ته به غوڅ ګامونه اخستل وي

Khwaja Asif & Mujahid
Khwaja Asif & Mujahid

د بلوچستان په سر ښار کوټه کې د خالي په ورځ د شوي ځانمرګي برید نه وروسته د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف یو ځل بیا په افغانستان تورونه لګولي چې خاوره یې د پاکستان پرضد د ترهګرۍ لپاره کارول کیږي .

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د جیو نیوز ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال ویلي، د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د ترهګرو د فعالیتونو په مخنیوي کې ناکام شوی اؤ مونږ ته به ددې پرضد غوڅ یا فیصله کن ګامونه اخستل وي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت لا په سمدستي توګه د پاکستان دې تازه تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو د کوټې په ځانمرګي برید یې خفګان ښکاره کړی دی.

د خالي د ورځې په سهار د کوټې په ریلوې سټېشن کې یو ځانمرګي برید کې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي ؤؤ.

د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي‌ په نوم بلوڅ خپلواکي‌ غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې ده.

د دفاع وزیر خواجه اصف وویل په بلوچستان اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې د ترهګرۍ په پېښو کې دفاعي ځواکونه په نښه کول د پاکستان د کمزوري کولو سازش دی .

هغه تور ولګولو چې په دې سازش کې د هند تر څنګ نور هیوادونه هم شامل دي.

د خواجه اصف وینا وه، په بلوچستان کې د چین وګړي په نښه کړل کیږي تر څو په څه توګه چینایان له دغه ځایه اوځي،پوځیان هم په دواړو صوبو کې په نښه کړل کيږي اؤ په دواړو صورتونو کې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالیږي.

ښاغلي اصف زیاته کړه په بلوچستان کې د ترهګرو ځالې شتون لري اؤ هغوي ته ددغه ځای د ځایي خلکو مرسته هم ترلاسه وي.

د کوټې په رېلوې سټېشن کې د شنبې- خالي په سهار ځانمرګی برید په داسې حال کې شوی و چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې و. امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه و ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت دا چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي‌ کړې ده.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي"

د طالبانو حکومت لا د خواجه اصف لخوا په افغانستان لګول شوؤ تازه تورونو ته خپل غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې چې کله هم د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان د خاورې د پاکستان پرضد د کارول کیدو تورونه لګول شوي نو د طالبانو حکومت دغه تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ دریځ یې خپل کړی چې امنیت د پاکستان کورنۍ مسله ده اؤ پاکستان دې خپله ناکامي د افغانستان غاړې ته نه اچوي.

د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې په روان کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي په ځانګړې توګه د پاکستان پر امنیتي ادارو باندې پرله پسې بریدونه کېږي چې اکثر یې په پښتونخوا کې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان کې بي ایل اې پر غاړه اخلي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه هم د بلوچستان په مستونګ سيمه کې هم بمي چاودنه شوې وه چې پکې نهه تنه وژل شوي او اوولس زخمیان شوي وو. په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې يو پوليس او د سکول څلور ماشومان هم شامل وو.

د پاکستان حکومت او پوځ په روان کال کې تحریک طالبان پاکستان ته د "خوارج" نوم استعمالول پیل کړي او د دې ډلې په ګډون یې بي ایل اې هم د ملک لپاره لوی خطر بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم په تېره ستمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي وو، ټي ټي پي په یوه لویه نړیواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې ویل یې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو لکه "مجید بریګېډ" سره هم همږغي لري.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
XS
SM
MD
LG