لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور پوهنتون زدکوونکي د طالب علمانو د اتحاديو د بحالۍ غوښتنه کوي


د پېښور اسلامیه کالج یونېورسټي
د پېښور اسلامیه کالج یونېورسټي

د پېښور یونېورسټۍ زدکونکي وايي په کالجونو او پوهنتونو کې دې د زدکوونکو اتحادیي یا سټوډنټېس یونین بحال کړی شي. دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې د سند اسمبلۍ د سټوډنټس یونین د بحالولو دپاره د قانون مسوده منظوره کړې ده.

طالب علمان وايي دوی د دې جوګه دې چې اتحاديي جوړې کړي او ځان هم د تشدد نه لري وساتي. ، زدکوونکي زیاتوي وايي اتحاديي جوړول د دوي ائيني حق دی او غواړي چې دا اتحاديي بيا بحال کړل شي۔

نظيم منېر د پېښور پوهنتون د نړېوالو اړيکو څانګې زدکونکی دی، وايي طالب علمان پوخ سیاسي شعور لري او یونینیونه یې متحد کوي او دوی د خپلو نایندګانو انتخاب په جمهوري طریقه کوي.

په پاکستان کې په کال نورلسوه څلور اتيايم کې د زدکونکو په اتحاديو بنديز ولګول شو. دغه وخت پوځي امر جرنل ضياالحق حکومت و او په سټوډنټس یونین د بنديز د جواز دپاره به یې وېل چې په تعليمي ادارو کې د یونینونو دلاسه د تشدد پېښې کېږي.

زدکوونکي وايي د اتحادیيو د لارې د دوی سياسي تربیت کېږي ، ټولنې ته په ورپېښو مسلو بحثونه کوي او د پر امنه حل لارې يې لټوي

د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډي څانګې یا د صنفې مطالعې زدکوونکي فاطمه فېروز وايي په یونینونو کې د شرکت دلارې مېرمنې د فېصله سازۍ اختیار او هم د دې دلارې خپلواکي ترلاسه کولی شي.

د سيند صوبايي اسمبلۍ دا میاشت د زدکونکو د اتحادیيو د بحالۍ دپاره قانوني مسوده منظور کړه.

د دې وروسته په نورو صوبو کې د سټوډنټس یونین د بحالۍ دپاره غوښتنې زیاتې کړي دي.

څيړونکي وايي د زدکونکو اتحاديي طالب علمان په سیاسي ډول بېداروي او دا تنګ نظري او سخت دريځي لمېنځه وړي.

درويش افريدې د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډي څانګې استاذ دی، وايي پکار ده چې زدکوونکو ته په سیاست کې د برخه اخیستلو موقع ورکړی شي چې دا ډول دوی خپل سیاسي فکرونه د يو بل سره شریک کړي او ټولنې ته یې وښايي

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د 2019 کال په وروستيو کې ويلي وو د نړۍ په کچه د پوهنتونونو د جوړ غوره نظام نه به ګټه پورته کوي او د قبلولو وړ د چلند اصول به جوړوي چې په ملک کې د زده کوونکو اتحاديې بحال کړی شي.

عمران خان په ټویټر ويلي وو، په ملک کې پوهنتونونه د راتلونکې مشرتابه جوړوي او د زده کوونکو اتحاديې پکې مهم رول لوبوي، خو د بده مرغه په پاکستان کې په پوهنتونونو کې د زده کوونکو اتحاديې د جګړو ډګرونه جوړ شوي او په کېمپسونو کې يې د پوهې ماحول تباه کړی دی.



  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG