لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي اېس اېل: پېښور زلمي وړمبی مېچ وګټلو، مخکني دوه یې بېللي دي


په لاهور کې د کویټه ګلاېډیېټرز او د پېښور زلمي په مېچ کې د ګلېډیېټرز سعود شکیل شپږیزه وهې او د زلمي محمد حارث ورته ګوري
په لاهور کې د کویټه ګلاېډیېټرز او د پېښور زلمي په مېچ کې د ګلېډیېټرز سعود شکیل شپږیزه وهې او د زلمي محمد حارث ورته ګوري

پاکستان کې روان د سپر ليګ کرکټ (پي اېس اېل نهم، ‏‎2024‎م) مقابلو کې پېښورزلمي کرکټ ټیم د ملتان سلطان تیم ته په ماتې ورکولو وړمبی مېچ وګټلو.‏ بېښور زلمي د دې نه مخکې دوه مېچونه بېللي دي.

د ملتان په کرکت مېدان کې ترسره شوې مقابله کې د پېښور زلمي ټآس يا پچه ګټلی وه او لومړی بېټنګ یې کړی و، او په ‏‎20‎‏ ‏اوورونو کې یې په اته لوبغاړو سوځېدو ‏‎179‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

د زلمي ټیم تر ټولو زيات ‏‎37‎‏ رنزونه حسيب الله او بيا کپتان بابر اعظم ‏‎31‎‏ رنزونه جوړ کړي وو.‏

د ملتان سلطان ټیم محمدعلي درې، ډېوېډ ويلي او اسامه مير دوه دوه لوبغاړي اوټ کړي وو.‏

په ځواب کې یې بيا د ملتان سلطان په ‏‎174‎‏ رنزونو اوټ شوه او پېښور زلمي مېچ په پينځه رنزونووګټلو.

د ملتان سلطان په لوبغاړو کې ډېوډ مېلان ‏‎52‎‏ رنزونه او ياسر خان ‏‎43‎‏ رنزونه جوړ کړي او د کپتان محمد رضوان په ګډون یې درې لوبغاړي په صفر اوټ ‏شوي وو.‏

د پېښور زلمي عارف يعقوب درې، لوک ووډ، نوين الحق او سلمان ارشد دوه دوه وکټې اخستې دي.‏

په ‏‎17‎مه فرورۍ پېل شوې د پي اېس اېل نهم مقابلې پېل شوي، تراوسه شوومېچونو کې د ملتان سلطان په څلورو سياليو کې درې ګټلي ‏يوه یې بايللې ده، کوټه ګلېډييټرز درې مېچونه کړي او درې واړه یې ګټلي ډي، اسلام اباد يونايټډ په درېو کې دوه مېچونه ګټلي، د کراچۍ کنګز په دوه ‏سیاليو کې يوه ګټلې ده.‏

د پېښور زلمي درې مېچونه کړي او يو یې ګټلی او دوه یې بايللي دي او د لاهور قلندر لوبډلې درې سيالۍ کړي او درې سره یې بايللي دی.‏

د پاکستان سپر ليګ نهم په مقابلو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي، ټول مېچونه په پاکستان کې ټاکل شوي، فاینل یا پايلوبه يې په ‏‎18‎م مارچ په کراچۍ کې ‏ټاکل شوی دی.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG