د اسلام اباد پولیسو د بشري حقونو وتلې فعاله اؤ قانون پوهه ایمان مزاري اؤ د هغې مېړه د اسلام اباد څخه په سرکاري کار کې د مداخلې په تور نیولي دي.
ډان نیوز وایي د اسلام اباد پولیسو تور لګولی چې ایمان مزاري اؤ د هغې خاوند د سړک له قاعدې سرغړونه کړې وه اؤ په دې د هغوي دواړو په ضد مقدمه درج کړل شوې وه.
په قانون پوهه ایمان مزاري اؤ د هغې په مېړه تور لګول شوی چې په دغه مهال یې پولیسو ته کنځاوې کړې وې اؤ هم یې دیکې ورکړې وې، پولیس وایي تر هغې وروسته دغې ښځې اؤ خاوند له سړک بیرییرز(خنډان) پخپله لري کړي وؤ اؤ ځان ته یې لاره خلاصه کړې وه.
څو ورځې وړاندې په سوشل میډیا یوه ویډیو مخې ته راغلې وه چې پکې د انګلینډ کرکټ ټيم پاکستان ته د دورې په مهال د سړک بندولو پسر ایمان مزاري د پولیسو سره په تکرار لیدل کیده.
له دغې پېښې وروسته د اسلام اباد پولیسو ویلي وؤ چې ایمان مزاري اؤ د هغې خاوند د سرکاري مېلمنو د حفاظت لپاره له شوؤ لارښوونو سرغړونه کړې اؤ د سرکار په کار کې یې مداخله کړې ده ځکه نو د هغوي په ضد به مقدمه درج کولی شي.
ایمان مزاري په پاکستان کې یوه وتلې قانون پوهه اؤ د بشري حقونو فعاله ده اؤ زیاتره مهال هغه د جبري بې درکیو، په ښځو د تشدد اؤ د نا انصافۍ په ضد عدالتونو کې د مقدمو پيروي کوي.
په اسلام اباد کې د عدالتي چارو وتلی خبریال ښاغلی ثاقب بشیر وایي په ټولنه کې چې د ځپل شوؤ طبقو لپاره هیڅ غږ نه وي، نه عدالت اؤ نه بل څوک د هغوي لپاره غږ پورته کوي نو ایمان مزاري د هغوي غږ جوړیږي اؤ په ویړیا توګه عدالتونو کې د هغوي مقدمې پر مخ وړي.
ثاقب بشري ایکس رسنۍ خپل یو بیان کې وایي په ایمان مزاري د سرکار کار کې د مداخلې تور لګول اؤ بیا ددغه تور په اساس د هغې نیول بیخي مناسب نه دي.
هغه ویلي قانون خو دا هم وایي چې د ملک له یوې برخې دې هم کوم وګړی نه لادرکه کیږي خو بیا هم دغه لادرکۍ کیږي.
د ثاقب بشیر په خبره "قانون دا خو نه شي کیدای چې د دوي (لادرکه کسانو) لپاره څوک خبره کوي هغه دې په نښه کولی شي"
بلوڅ سیاسي فعال ښاغلی لطیف بلوڅ وایي ، د ایمان کلک هوډ د جبري بې درکیو په ضد یو روښانه مثال دی اؤ د هغې زیار اؤ په عدالتونو کې د بې درکه کسانو د مقدمو پیروۍ کولو د ریاستي ادارو تور عملونه بې نقابه کړي دي.
هغه په ایکس رسنۍ لیکلي" د هغې مبارزې مونږ ټولو ته یو پیاوړی غږ رابښلی دی اؤ مونږ به هغه یوازې نه پرېږدو"
ایمان مزاري د جبري بې درکیو په اړوند په پوځي اسټیبلمشنټ سختې نیوکې کوي چې له دې امله هغه تر دې مخکې تېرکال هم د اسلام اباد پولیسو نیولې وه خو بیا عدالت په ضمانت خوشې کړې وه. پوځي چارواکي د بې درکه کسانو په معامله په اداره تنقید ردوي.
Forum