د پاکستان د سیند صوبې نه د روان کال د وړومبیو دوؤ میاشتو په مهال د پولیو بله تازه پېښه مخې ته راغلې ده چې دې سره د سږني کال د پولیو د پېښو شمیره دریوؤ ته رسېدلې ده.
د صحت محکمې چارواکو ویلي چې د پولیو دا تازه پېښه د سیند صوبې د لاړکانې نه مخې ته راغلې ده.
دا د سیند صوبې نه د روان کال وړومبیو دوؤ میاشتو کې دویمه پېښه ده.
تر دې وړاندې پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام ویلي وؤ، د فرورۍ په 12مه هم د سیند صوبې د بدين ضلعې څخه د پولیو یوه پېښه ریکارډ شوې ده .
په روان کال 2025م کې د پولیو دریمه پېښه د خېبر پښتونخوا د ډيره اسماعیل خان سیمې څخه مخې ته راغلې وه.
پاکستان کې د پولیو دا تازه پېښه په داسې وخت کې رپورټ شوې، چې د سږني کال د پوليو لومړی کمپېن د درېيمې فرورۍ څخه نهمې فرورۍ پورې سر ته رسېدلی دی.
د پولیو ضد پروګرام دعوه کړې، په کمپېن کې د ټاکلي هدف 99 فيصده ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي يا وېکسين ورکړل شوي دي.
ويل شوي، پنجاب کې 100 فيصده، سيند کې 101 فيصده، خېبرپښتونخوا کې 93 فيصده او بلوچستان کې هم 100 فيصده ماشومان ويکسين شوي دي.
په 11مه فرورۍ پاکستان کې د تېر 2024م کال د پوليو بله پېښه رپورټ شوې وه چې ورسره په تېر کال کې د پوليو د پېښو شمېره 74 ته رسېدلې ده، دغه پېښه هم په سيند صوبه کې معلومه شوې وه.
پاکستان کې تېر کال د پوليو په رپورټ شوو پېښو کې تر ټولو زياتې 27 پېښې بلوچستان صوبه کې رپورټ شوې وې، سيند صوبه کې 23، خېبرپښتونخوا کې 22، پنجاب او اسلام اباد کې يوه يوه پېښه رپورټ شوې ده.
پاکستان کې د 1994م کال راهسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی.
حکومت او چارواکي دعوه کوي، د دې پروګرام له امله په هيواد کې د پوليو د پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې ده.
خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هيواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
پاکستان کې د پوليو د مخنيوي چارواکي وايي، يو ځل چې د پوليو وايرس ختم شي د تل دپاره ختميږي ځکه د دې وايرسو په ختمولو ټينګار کولی شي
Forum