لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر عارف علوي د ١٨ ایني ترمیم د ختمېدو رپورټونه رد کړي


پارلېمنټ په کال ٢٠١٠ کې د ایین اتلسم ترمیم د پیپلز پارټۍ د واکمنۍ په مهال په متفقه توگه منظور کړو. دغه ترمیم د وړو صوبو په گټه گ
پارلېمنټ په کال ٢٠١٠ کې د ایین اتلسم ترمیم د پیپلز پارټۍ د واکمنۍ په مهال په متفقه توگه منظور کړو. دغه ترمیم د وړو صوبو په گټه گ

د پاکستان صدرعارف علوې د ١٨ آیني ترمیم چې د صوبو په گټه گڼل کیږي د ختموولو خبرونه رد کړي خو وايي دغه بدلون ته د نظر ثانۍ په حق کې دی.

صدر عارف علوې د یو شخصې ټېلې وېژن چېنل سره مرکه کښې د ١٨ ایني ترمیم د ختمولو خبرونه په داسې مهال رد کړي چې د پاکستان د واکمن تحریک انصاف ګوند وزیرانو د اتلسم ایني ترمیم په ضد یا ورته د بیا کتنې خبرې کړي دي.

د صدر دا دریځ هم وړاندې کړی چې گنې صوبې د دغه ترمیم دلاندې ور په غاړه ذمه وارۍ په مکمله توگه سر ته د رسولو لا پوره صلاحیتونه نه لري.

صدر علوې په دې اړه سپارښتنه کړې چې د وزارتونو د معیار د ټاکلو واک مرکز او د دې د عملې کوولو واک صوبو ته سپارل پکار دي. هغه په دې لړ کې دا مثال وړاندې کړی چې د ډاکټرانو د تعلیم نصاب او معیار باېد چې بېل بېل نه بلکې په ګرد هېواد کښې دې یو رنگ وي.

صدر عارف علوي زیاته کړه چې که مرکز او ایالتونه په ګډه یو معیار وټاکې نو بېا به د نړې نورو هېوادونو سره تعلېم، تجارت او نورو څانګو کښې د لوظنامو په لاس لېک کوولو کښې آسانتېاګانې پېدا کېږې.

د صدر علوي بیان په داسې وخت مخې ته راغلی چې د حزب اختلاف سیاسي ګوندونو دا اتلسم دستورې بدلون د چېړلو په ضد سخت غبرګون ښودلی دی.

د پاکستان پیپلز ګوند مشر آصف علي زردارې تور لګولی حکومت د هغه خلاف انتقامې اقدامات ځکه کوی چې د اتلسم ترمیم د ختمولو دپاره د هغه حمایت لاسه کړي.

که څه هم ښاغلي زرداري د چا نوم نه دی اخیستی خو څه موده وړاندې د خبرېالانو سره لېدنه کښې د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د دغه بدلون په اړه اندېښنې څرگندې کړې وې.

د وي او ای ډیوه ډېوه سره خبرو کښې د پېپلز ګوند د سېنېټ غړې بهره مند تنګي د صدر علوي لخوا د صوبو په ظرفېت کښې د کمي پحقله د هغه دریځ رد کړو او تور یې ولګولو چې واکمن ګوند کله په یوه او کله په بله پلمه د ١٨ ترمیم د ختموولو لارې ګورې خو پېپلز ګوند به یې داسې کوولو ته نه پريږدي.

پارلېمنټ په کال ٢٠١٠ کې د ایین اتلسم ترمیم د پیپلز پارټۍ د واکمنۍ په مهال په متفقه توگه منظور کړو. دغه ترمیم د وړو صوبو په گټه گڼل کیږي او ترمخه یې خېبر پښتونخوا ته دغه نوم هم ورکړی شو.

په ١٨ ترمیم کې صوبو ته په خپلو وسایلو د زیات اختیار او د یو څو وزارتونو نه علاوه زیاتره وزارتونه د مرکز نه صوبو ته د سپارلو ژمنه شوي ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG