لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټرمپ: انتخاباتي کمپاین کې د روس لاسوهنه "جمهوري درواغ" دي


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ وایي، دا ناممکنه ښکاري چې دی به له ځانګړي وکیل رابرټ میولر سره د هغو تورونو په اړه "د میولر پلټنو" په برخه کې لیدو ته اړتیا ولري، چې وایي د ټرمپ د صدارت کمپاین له روس سره پټې اړیکې لرلې. صدر ټرمپ دا څرګندونې د چارشنبې په ورځ د ناروې له وزیراعظمې ایرنا سولبرګ سره تر لیدو وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړې.

رابرټ میولر د صدر ټرمپ وکیلانو ته خبرداری ورکړی، چې پلټونکې ډله یې غواړي د موضوع په اړه له صدر ټرمپ څخه پوښتنې وکړي. صدر ټرمپ دغه پلټنې "جمهوري درواغ" بللي دي او ویلي یې دي چې له روس سره یې د ټاکنیز کمپاین په مهال هیڅ پټ جوړجاړی نه دی کړی:

"چې هغوی څه پت جوړجاړی نه دی کړې او هیڅ کس په هیڅ کچه پټې اړیکې او جوړجاړی نه دی موندلی، نو دا ممکنه نه ښکاري، چې زه به کله هم له پوښتنو سره مخامخ شم. دا پلټنې د امریکې په تاریخ کې یواځینی لوی جادویي - ښکار دی"

د میولر پلټونکې ډلې تر اوسه په دې برخه کې د صدر ټرمپ د زوم جېرډ کوشنر او د ټرمپ د دفتر د اداري مشر رینز پریبس په شمول د هغه ډېر مرستیالان پوښتلي دي. تر اوسه چې دغو پلټنو کومه نتیجه ورکړې هغه دا ده چې د ټرمپ د صدرۍ د ټاکنیز کمپاین پر مشر پاول مېنافورټ تور پورې شوی او د ملي امنیت پخواني سلاکار مایک فلاین پر خپل جرم اعتراف کړی دی.

پر صدر ټرمپ او د ده ریپبلکن ګوند پر کسانو تور لګېږي، چې د صدرات د تېر انتخاباتو د کمپاین په مهال یې له روس سره پټې اړیکې لرلې او روس په تېرو عمومي ټاکنو کې لاسوهنه کړې ده. صدر ټرمپ وایي دا جوړجاړی شوی دی، خو دوی نه دی کړی:

"دا پټ جوړجاړی شوی دی، خو د ډیموکرېټانو او روس تر منځ شوی دی"

صدر ټرمپ د کیلیفورنیا د ډیموکرېټانو پر سنېټرې ډیانه فینشټاین هم له دې امله نیوکې وکړې او هغه یې چلبازه وبلله، چې د سه شنبې په ورځ یې د یوې کارخانې له څښتن سره په اګست کې د شوې مرکې تفصیل خپور کړی وو، چې د صدرات په ټاکنیز کمپاین کې پر ده له روس سره د اړیکو تور پکې لګېدلی وو.

د امریکې استخباراتي ادارې د تېر کال د صدارتي ټاکنو تر ارزونې وروسته په دې نتیجه رسېدلې وې، چې روس په انتخاباتي کمپاین کې لاسوهنه کړې وه او هڅه یې کړې وه چې مېرمن هېلري کلینټن د ټرمپ په وړاندې ماتې وخوري.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG