لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې په دویمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري


 د تېر کال د جون د میاشت په ۳۱ نېټه په باجوړ کې د ځانمرګي حملې وروسته منظر
د تېر کال د جون د میاشت په ۳۱ نېټه په باجوړ کې د ځانمرګي حملې وروسته منظر

د افغانستان سره په پوله پرتې دخېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې په دوېمه ورځ هم د ناامنۍ په ضد احتجاجي پرلت دوام لري۔

احتجاج کوونکي وايي په سيمه کې يې بدامني زياته شوې ده او احتجاجي پرلت به تر هغې دوامداره وي تر څو چې په سيمه کې د امن د ټينګښت ضمانت نه وي ورکړل شوی.

دا احتجاج کوونکي د باجوړ او دير په لويه لاره ناست دي، احتجاج له هغې وروستو پېل شوی چې د شورو یا چهارشنبې په ورځ په څلیریشت ساعتو کې دننه په دريوؤ بريدونو کې دوه امنيتي عسکر او يو د پوليو رضا کار ووژلی شول اؤ پينځه عسکر ژوبل شوي وو۔

احتجاج کوونکي وايي امنيت ټينګ ساتل د رياست زمه واري ده او بايد چې د روانې بدامنۍ مخه ونيول شي.

د احتجاجي پرلت یو ګډونوال عبېد خان ډیوه سره خبرو کې وایي"د پوليو چې کوم کارکونکی و،هغه (له ډزو وروسته) تر يو نېم ساعته پورې ژوندی و، هغه هلته په تړقېدو،تړقېدو مړ کړی شو، خو هغه چا راوچت نه کړو،دلته چې په دره کې د اېف سي کوم چېک پوسټ ؤ نو هغوي خپل خلک هم نه پريښودل، چې مرستې له ورشي او دغه خلک راوچت کړي، نو له دغې د وجې مونږ راوتلي يو او هغوي ته انصاف غواړو"

د ايف سي ځواکونو لا هم په دې اړه څه نه دي ويلي چې خلک یې په چېک پوسټ ولې ايسار کړي وو۔

باجوړ او د خېبر پښتونخوا نورو سيمو کې هم تر دې وړاندې د بدامنۍ په ضد احتجاجي مظاهرې شوې دي.

خېبر پښتونخوا کې د امن پاڅونونو لړۍ له هغې وروستو تېزه شوې وه چې په اګست کال ۲۰۲۲م کې سوات ته د وسله والو د بيا ورستنېدو رپورټونه مخې ته راغلل۔

له هغې وروسته په ګرده خېبر پښتونخوا کې د امن پاڅونونو په نوم د احتجاجونه لړۍ پېل شوې چې د وسله والو او بدامنۍ د مخې نيولو غوښتنې پکې کیږي۔

سياسي او ټولنيز فعال مولانا خانزېب ډیوه سره خبرو کې وایي"دلته د استخباراتي ادارو، انټېلجنس نظام او د رياستي ادارو ناکامي راغلې ده، ولسونو کې قهر دی، غصه ده، او د هغه قهر او غصې د اظهار په توګه باندې نن د حاجي لونګ لاره باندې دا ولس ناست دی"

د پاکستان انسټيټيو فار پيس سټډيز وروستی رپورټ وایي، د اګست په مياشت کې په پاکستان کې يو کم شپېته بريدونه شوي دي، چې تر ټولو زيات ۲۹ په خېبر پښتونخوا او ۲۸ په بلوچستان صوبه کې شوي دي۔

د باجوړ احتجاج کوونکي وايي که د بدامنۍ مخه ونه نيول شي نو احتجاجي لړۍ به روانه وساتي۔

د احتجاج ګډونوال صدیق اکبر ډیوه سره خبرو کې وویل"(که غوښتنې مو ونه منل شوې) بيا مونږ هغه ځايې له ځو چې د کوم ځايې نه دا کار او دا خبره اوريدل کيږي، او هغه ځايې تاسو ته ښکاره دی، بيا به زمونږ دويم هدف دغه وي، او چې هغه ځايې ته ځو بيا به مونږ ټول پښتون ولس ته دا خواست کوو چې د ازادۍ، د خلاصۍ، د ژوند د ژغورنې واحد لاره هم دا ده ترڅو چې زمونږ په تن کې ساه وي، او زمونږ غوښتنې نه وي منل شوي زمونږ به خواهش او کوشش دا وي چې مونږ پورته نه شو"

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر په شپږم ستمبر ويلي وو د ترهګرو وروستي فعالیتونه د پاکستان د ناکامه کولو هڅه ده

نوموړي ويلي وو په ماضي کې هم قام اؤ پوځ خپلو کې په یوووالي ترهګرۍ ته ماتې ورکړې وه اؤ راتلونکي کې به په ترهګرو اؤ د هغوي په همکارانو ځکمه تنګولی شي۔

پاکستان د جون په ۲۲مه نېټه د عزم استحکام عملياتو اعلان کړی و خو په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې ددغې عملياتو سره سخت مخالفت ښودل شوی اؤ په ضد یې احتجاجونه هم شوي دي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG