لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پي ایس ایل کې د کامران اکمل د لومړۍ سینچرۍ سره پېښور زلمي دویم پړاو ته ورسېدل


نن په شارجه کې د پاکستان سپر ليگ په یو مهمه لوبه کې د پېښور زلمي لوبډلې د لاهور قلندرز لوبډلې ته په ٧ وکټونو ماتې ورکړه. لاهور قلندرز ته په ماتې ورکولو پېښور زلمي لوبډله د پي ایس ایل دویم پړاو ته ورسیدله. د پېښور زلمي لوبډلې په گټه کې تر ټولو ښه لوبه وکټ کيپر بېټسمېن کامران اکمل وکړله او د ليگ لومړۍ سینچري یې جوړه کړله. هغه په ١٠٧ په ناټ اوټ پاتې شو. کامران د لوبې غوره لوبغاړی وگرځول شو او ورته د ۴٥٠٠ امريکايي ډالرو انعام ورکړې شو.

هغه د لوبې ورستو په خپله مرکه کې وویل چې د نن لوبه د لوبډلې لپاره په ليگ کې د ژوند مرگ خبره وه. هغه وویل په خپله لوبه ډېر خوشحاله دی. کامران وویل خوشحاله دی چې دلوبډلې لپاره یې د نن سینچري په گټه تمامه شوه.

د پېښور زلمي کپتان ډیرن سېمي د لوبې په پای کې وویل د نن لوبه گټل ډېر مهم وو او ټولو د منصوبې مطابق لوبه وکړه.

لاهور قلندرز په خپله وړومبۍ پاڼۍ کې ټول ١٧٢ رنزونه جوړ کړي وو. په قلندرز کې ډیو سېچ ښه لوبه وکړه او په ۴٢ بالونو یې د ٧ چکو په وهلو ټول ٧٠ رنزونه وکړل.

د پېښور زلمي لخوا حسن علي ښه بالینگ وکړلو او په ۴ اورونو کې یې په ٢۴ رنزونو ورکولو ٢ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې پېښور زلمي د درې لوبغاړو په سوزیدلو هدف په ١٨م اوور کې پوره کړلو.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG