لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي ايي د قومي اسمبلۍ غړو اسمبلۍ نه استعفاګانې اعلان کړې


د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د کامیابۍ او د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د هغه د لېرې کېدو نه پس د نوي وزیراعظم د انتخاب دپاره د ګل، یکشنبې، په ورځ د قومي اسمبلۍ غوڼده شروع شوي وه چې ښاغلي قرېشي د انتخاب نه د بایکاټ او اسمبلۍ نه د پي ټي ايي غړو د استعفاګانو اعلان وکړو
د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د کامیابۍ او د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د هغه د لېرې کېدو نه پس د نوي وزیراعظم د انتخاب دپاره د ګل، یکشنبې، په ورځ د قومي اسمبلۍ غوڼده شروع شوي وه چې ښاغلي قرېشي د انتخاب نه د بایکاټ او اسمبلۍ نه د پي ټي ايي غړو د استعفاګانو اعلان وکړو

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کۍ د پاکستان تحریک انصاف غړو اسمبلۍ نه د استعفاګانو اعلان وکړو او د وزیراعظم دپاره د ګوند امیدوار او د پاکستان پخواني خارجه وزیر شاه محمود قرېشي د وزیراعظم دپاره انتخاب نه بایګاټ اعلان وکړو.

د پخواني وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد د کامیابۍ او د وزیراعظمۍ د چوکۍ نه د هغه د لېرې کېدو نه پس د نوي وزیراعظم د انتخاب دپاره د ګل، یکشنبې، په ورځ د قومي اسمبلۍ غوڼده شروع شوي وه چې ښاغلي قرېشي د انتخاب نه د بایکاټ او اسمبلۍ نه د پي ټي ايي غړو د استعفاګانو اعلان وکړو.

د اسمبلۍ په پرېس ګېلرۍ کې د وي او ای ډیوه خبریال اورنګزېب خان وايي د شاه محمود قرېشي د اعلان وروسته د پي ټي ايي غړي د اسمبلۍ د غونډې نه بهر ووتل.

د وزیراعظم دپاره انتخاب کې قرېشي د پاکستان مسلم لیګ (ن) او د متحده حزب اختلاف امیدوار شهبازشریف دی.

په پارليمان کې د نوي وزیراعظم د بريا دپاره 172 رای اخیستل پکار دي، مخالفه ګوندونو د عمران خان پرضد د بې باورۍ په تحریک کې 174 راې ورکړې او هغه يې د وزیراعظمۍ نه لرې کړی وو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مخالفو ګوندونو له اړخه وړاندې شوی د بې باورۍ تحریک د وزیراعظم عمران خان په ضد، بهرنی سازش بللی دی.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د جمعې په ورځ یو ځل بیا د مطبوعاتو سره خبرو کې ویلي چې د وزیراعظم عمران خان په هغو دعوو کې هيڅ حقیقت نشته چې ګنې واشنګټن د هغه د حکومت د نسکورولو دپاره د یو سازش تر شا لاس لري.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG