لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آي غړي د سني اتحاد برخه شول، قامي اسمبلۍ کې د ګوندونو پوزیشن ورسره هم بدل شو


د پاکستان د قامي اسمبلۍ د سپیکر ایاز صادق له لوري چیف الیکشن کمشنر ته په لیکل شوي خط کې ویل شوي وؤ چې د الیکشن د ترمیمي ایکټ په اساس د یو ګوند سره خپل تړون ښودونکی ازاد امیدوار اوس خپل ګوند نه شي بېلولی.

د سپیکر لخوا چیف الیکشن کمشنر ته د لېږل شوي دې لیک نه وروسته اوس په قامي اسمبلۍ کې د ګوندونو پوزیشن یا د غړو شمېره هم بدله کړی شوې ده اؤ د تحریک انصاف 80 د قامي اسمبلۍ غړي د سني اتحاد کونسل غړي ګرځول شوي دي.

د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سیکرټریټ د ګوندونو نوی پوزیشن مخې ته راوړی چې هغې کې د پاکستان تحریک انصاف غړي د سني اتحاد کونسل غړي ښودل شوي دي.

د سپیکر په خط کې ویل شوي وؤ چې الیکشن کمیشن باید د روان کال د اګست په میاشت کې د پارلیمان نه منظورکړل شوي د الیکشن ترمیمي ایکټ لاندې د ځانګړو څوکیو په اړه پرېکړه وکړي.

خط کې ویل شوي چې د سپریم کورټ له اړخه د ځانګړو څوکیو په اړه د 12مې جولاي فیصله په الیکشن ایکټ کې له بدلونونو وړاندې وه ځکه نو اوس په هغې عمل درامد ممکن نه دی.

سپریم کورټ په 12مه جولاي خپله اورول شوې پرېکړه کې ویلي وؤ چې د انتخابي نخښنې د ختمېدو سره د کوم سیاسي ګوند په انتخاباتو کې د برخې اخستو حق نه ختمېږي.

سپریم کورټ ویلي وؤ چې پاکستان تحریک انصاف باید په 15ؤ ورځو کې د ځانګړو څوکیو په اړه فهرست جمع کړي.

د سپریم کورټ له 13 ججانو څخه اتوؤ ددې پرېکړې ملاتړ کړی ؤ اؤ پينځوؤ نورو ورسره اختلاف ښودلی ؤ.

په عین حال کې وزیراعظم اؤ وفاقي کابینې د سپریم کورټ ترمیمي پریکټۍ اینډ پروسیجر ارډیننس مظور کړی چې ورسره به د سپریم کورټ د چیف جسټس د مقدمو په ټاکلو کې واک سیوا شي.

د پاکستان د قانون وزارت تېره ورځ دغه ارډیننس وزیراعظم اؤ کابینې ته لېږلی ؤ چې له مخې به چیف جسټس،د سپریم کورټ سینیر جج اؤ د چیف جسټس لخوا مقر شوی جج د کیس یا مقدمې ټاکنه کوي.

تر دې وړاندې به د قانون له مخې چیف جسټس اؤ دوؤ سینیر ترین ججانو د مقدمو لپاره د بینچ ډټاکنه کوله.

د ترمیمي ارډیننس له مخې هره مقدمه به پخپل وار اورېدل کیږي اؤ که نه اورېدل کیږي نو بیا به یې علت ښودل کیږي، همدا شان هره مقدمه اؤ اپیل به ریکارډولی اؤ ټرانسکرپټ به یې تیارولی شي.

د ترمیمي ارډیننس له مخې د مقدمو ټول ریکارډنګ اؤ ټرانسکرپټ ته به د ولس لاسرسی وي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG