لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي ايي دا غوښتنه تکرارکړی چې په اسلام اباد کې د ګوند د احتجاج په موقع د مبینه مرګونو تحقیقات دې وشي


د نومبر په ۲۶ نېټه په اسلام اباد کې د پي ټي ايي احتجاج د منتشر کولو دپاره پولیس د اوښکو ګېس چلولی دی
د نومبر په ۲۶ نېټه په اسلام اباد کې د پي ټي ايي احتجاج د منتشر کولو دپاره پولیس د اوښکو ګېس چلولی دی

پاکستان تحریک انصاف دا غوښتنه تکرار کړې چې تېره میاشت په اسلام‌ اباد کې د ګوند د احتجاج په موقعه د ډزو په نتيجه کي د مبینه مرګونو دې پلټنې وشي.

د شورو، چارشنبې په ورځ د پي ټي ايي چېیرمېن بېرېسټر ګوهر علي خان قامى اسمبلۍ ته تقریر کي له حکومته وغوښتل چې حکومت دې د پي ټي ايي د پوښتونو جوابونه ورکړي.

یوه ورځ مخکې په قامى اسمبلۍ کې مخالفه ډلومشر عمر ایوب هم د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې وه ه او په وزیراعظم شهباز شریف یې تور لګولې چې د "وژنې امر" یې کړی وو. هغه وویل امنیتي ځواکونو د ناټو له خوا د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره ورکړل شوي وسلې استعمال کړي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف په جوابي وينا کي د مخالفه ډلو د مشر ټول تورونه رد کړل او ویې وېل مخالفه ډله "صوبایي کارډ " کاروي او غلط روایت جوړوي.

تحریک انصاف د نومبر ۲۶ نېټې د احتجاج په جریان کې په رسمي ډول د خپلو ۱۲ پلویانو د وژل کېدو ادعا کړې ده.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه کې بېرېسټر ګوهر وویل چې خپله وینا به د اسلام‌اباد د "وحشتناکې پېښې" پورې محدوده ساتي. هغه وویل حکومت دې د "زړورتیا" مظاهره وکړي د پوښتنو جواب دې ووايي. هغه وویل "د پښېمانۍ څرګندونه وشي، بخښنه وغوښتل شي، پلټنې وشي او د خلکو تاوان ورکړل شي."

بېرېسټر ګوهر یاته کړه چې خلک د ګولۍ اواز تر نسلونو یاد ساتي.

د تحریک انصاف مشر حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د تحقیقاتو غوښتنه يې ونه منل شي نو ګوند به نورى مظاهرې وکړي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

"که ډزې شوې وي، نو باید د دې مسؤلیت وټاکل شي. موږ دا هم غواړو چې انصاف وشي او غواړو چې دا د دې ایوان له لارې ترلاسه کړو. موږ مه مجبوروی چې بیا سړکونو ته راوځو." ګوهر وویل.

هغه ټینګار وکړ چې په اسلام آباد کې راغونډ شوي مظاهره کوونکي پرامنه وو او هيڅ وسلې يې نه لرلې "هغوی د پاکستان عام وګړي وو. هغوی هېڅ ډول روزنه نه درلوده."

د نهې په ورځ د مخالفه ګوندوتو مشر عمر ايوب قامى اسمبلۍ ته پخپله وينا کي غوښتنه وکړه چې یو "بې طرفه عدالتي کميشن" جوړ شي ترڅو معلومه کړي چې "چا ډزې کړي او امنیتي ځواکونو ته چا په سوله ایزو او بې وسلې لاریون کونکو د ډزو کولو امر کړی و."

هغه ادعا وکړه چې د پى ټى اؽي دولس پلویان وژل شوي، او تر ۲۰۰ ډیر لادرکه دي او دوى دي هم "مړه" اوګڼلې شي.

د قانون وزیر اعظم نذير تارړ د مخالفه ډلو هرکلې وکړ چې پارلمان د مسلو راپورته کولو لپاره کاروي.

نوموړي د پارلماني فورم څخه د مسايلو د پورته کولو لپاره د کار اخيستلو ستاينه وکړه او دا يې د جمهوريت نخښه وبلله.

د ګوهر على خان وينا په ځواب کي، د اطلاعاتو مرکزى وزیر عطا الله تارړ پخپل يو بيان کي وويل ، "که ډزې شوې وي، نو ثبوتونه ولې نه وړاندې کېږي؟ ولې تښتېدلي يؽى ؟ له ځای څخه تېښته کوونکي اوس بانې جوړوي."

عطا الله تارړ زیاته کړه چې د ليندو، بلورانو، ډبرو، سټن ګنونواو اورلګېدونکي وسلو سره سمبال شرخوښو د نومبر په ۲۶مه د وفاق برید وکړ. پولیس او رېنجرز ځواکونه یې شهیدان او ټپیان کړل. د دې زیان تاوان به څوک ورکوي؟

د عطا الله تارړ په وینا، د ۹ مې د پېښې له امله شور ماشور کوونکي نن د سوکالۍ خبرې کوي، خو تحریک انصاف د جعلي بیان جوړولو هڅه کوي چې ګواکي ډزې شوې دي٠

د دي وړاندي په جيل کي بندي پخواني وزير اعظم عمران خان د سياسى بنديانو د خوشى کولو او د نهمې مۍ او ۲۶م نومبر د پېښو د پلټنو دپاره د عدالتى کمېشن غوښتنه کړې ده او د غوښتنو نه منلو په صورت کې یې د دسمبر د ۱۴ مې نېټې څخه د سېول نافرمانۍ تحريک او د څيزونو د بايکاټ اعلان کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG