لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پي ټي اېم د بل هر چا نه زیات پښتنې مېرمنې سیاسي میدان ته وېستلي


د کلونو راسې په کورونو کې ناستې په زرګونو پښتنې ښځې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې مېدان ته اوتي او نورې هڅوي چې د سیاسي او بشري حقونو لپاره غږ پورته کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ نه وړاندې په بله یوه غونډه کې هم د پښتنو پېغلو، میاندو او مشرانو ښځو ګډون په دغه کچه نه دی لیدل شوی. یو علت يې د پښتنو په ټولنه کې د ښځو په اړه ځېنې زاړه پالي دودونه او رواجونه دي. بل يې تنګ نظره مذهبي مفکوره او بې خبري یا بې تعلیمي هم ده.

خو د پښتون ژغورنې دغې ګډ غورځنګ د پښتنو په لیدلور کې اوس ډیر بدلون راوستی.

دا په لومړي ځل ليدل کيږي چې په سوات کې ښځې جلسو ته وینا کوي. دا هم تر دې دمه ناشونې وه چې د سویلي وزیرستان نه یوه پښتنه مور د پي ټي ام د بنو په غونډه کې نه يواځې ګډون کوي بلکې دغې غټې غونډې ته ته وینا هم کوي. دا مور هم د پي ټي اېم د یو مخکښ علي وزیر مور او هغه غمجنه ښځه ده چې د خاوند، زامنو او نورو خپلو خپلوانو بې رحمه وژنې یې لیدلي او ګاللي دي.

ثنا اعجاز د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمیټۍ غړې ده چې د پي ټي اېم د ملګرتیا په سر يې د روزګار زریعې هم حکومت ورختمې کړي او نوم يې ورله په اي سي ايل يا د ملک نه بهر په سفر کولو يې پرې بندېز لگولی، وايي:

"مونږ د پښتون ژغورنې غورځنګ په مرسته د پښتنو په ټولنه کې د ناوړه دودونو په وړاندې ودرېدلي یو چې غواړي ښځې په کور کښینوي. مونږ کور په کور، هجره په هجره، او بازار په بازار ګرځو او خلکو ته خپل پېغام رسوو. "

ثنا اعجاز، وړانګه لوڼۍ ، ګلالی اسماعیل ، عصمت شاه جهان، بشرا ګوهر، شاد بېګم، نرګس افشین خټک، جمیله ګیلاني او داسې نورې ډیرې میندې خوېندې هم د پي ټي اېم سره یو ځای شوي، د چا چې بچي وژل شوي، ورک کړل شوي، په بمي چاودنو او هدفي وژنو کې يې د کورنيو د غړو غميزې ليدلي دي. دا ميندې خويندې هر وخت د هغه خپلو خپلوانو د ژوند او سلامتيا په اړه هم هر وخت فکر مندې وي چې د سیاسی ګوندونو غړي او يا ټولنیز فعالان دي او د خپلو حقونو غوښتنه کوي.

وړانګه لوڼۍ وايي:

"دا قام په ښځه او نر ګډ جوړ دی تر څو چې مونږ په دې قام کې دغه نیمه ابادي ځان سره ملګری نه کړو نو د قام ژغورنه به ډیره ګرانه شي."

د پښتون ژغورنې غورځنګ سره نه یواځې د لر او بر پښتنې خاورې څخه میرمنې ملګري شوي بلکه د نړۍ هر ګوډ کې يې ملاتړي موندلي.

د پي ټي ام ملاتړې اریانا چې د کوټې سره تعلق لري او په امریکا کې مېشت ده وايي:

"مېرمنو ته مې پیغام دی چې اوس به ټولې یو ځای مخې ته راځو، خپلو وروڼو تر څنګ به ودریږو او د مېرمنو د حقونو لپاره به خپل غږ پورته کوو. د هغو مېرمنو لپاره غږ پورته کوو چې په کلو کې دي، د ظلم ښکار دي، وروڼه او مشران یې ترې وړي دي. دا زمونږ زمه واري ده، مونږ دلته د یو پل په شان یو چې د هغوي لپاره خپل غږ پورته کړو او تر نورې نړۍ یې ورسوو. "

سپوږمۍ وزیري چې په امریکا کې د مدني ټولنې فعاله ده وایي:

"مونږ په دې غږېږو چې د هغو پښتنو سره چې په سیمه کې دي څنګه مرسته وکړو او وشو کولای چې په راتلونکي کې د پښتون ژغورنې تحریک غوښتنو او د پښتنو ستونزو په اړوند نورې نړۍ ته خبر یا اګاهي ورکړو. غواړو چې د ټولنیزو رسنیو له لارې هم ورسره کار وکړو. زه ګڼم چې هر څومره چې اوازونه یو ځای شي هغومره قوي کیږي."

داسې هم نه ده چې د پښتنو په سیاسي غورځنګونو کې د ښځو شتون نه لیدل کیدو. خو د باچا خان د خدايي خدمتګار تحریک نه وروسته په لومړي ځل د پښتنو ښځو دومره پیاوړتیا د پي ټي اېم په غونډو کې راڅرګنده شوې. اوس مېرمنې د رسنیو سره هم په ډاډ خبرې کوي او خپلې غوښتنې نړۍ ته رسوي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG