د ښځو د حقونو فعالان وايي پښتنه ښځه که هر څومره د تشدد ښکار ده خو د خپل ځان لپاره په غږ پورته کولو ټولنه هم هغه ښځه پړه کړي، په داسې خال کې که چېرې پښتنې مېرمنې د ځان پرضد په کېدونکو زیاتیو غلې پاتې کېږي نو له امله یې په ښځو د تشدد لړۍ لا پسې پیاوړې کېږي.
د ټولې نړۍ په څېر پيښور کې هم د ښځو او جینکو پرضد د تشدد د خاتمې او مخنیوي په اړه بحثونه او غونډې کیږي. ۲۵م نومبر نه تر ۱۰م دسمبر دغه ۱۶ ورځو کې د دغو رقم فعالیتونو له لارې پوهه هم خوریږی چې ښځو ته د تشدد پرضد غږ پورته کول پکار دي ـ
د بونیر سیمې سره تړاؤ لرونکې د ښځو د حقونو یوه فعاله شبانه فکر کوي پښتنې ښځې او جینکۍ د کور دننه د تشدد ښکار کیږي خو په دې خاموشه پاتې شي او وجه یې د ټولنې پېغورونه او د خپلې کورنۍ د بدنامۍ ویره ده.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه وایي، په تشدد د غلي پاتې کېدو له وجې په ښځو کېدونکی دغه تشدد نور سیوا شي او بیا هم هغوی د دغو ویرې د لاسه غلې وي او په ښځو تشدد یو رواج یا عام غوندې عمل جوړ شوی او ښځې په دې هر څه غلې وي:
"په ښځې څومره تشدد کیږي له وره دننه یعنې خپل کور کې پرې تشدد کیږي، نو دا ویلی نه شي. په وجه ددې چې که لکه په ما څوک بد ووایي، ما د کوره وباسي . زیاتره ښځې د دې له وجې ویریږی او حال نه شي ویلی".
د ښځو لپاره دا رقم چاپېریال او سوچ په کلیو او ښاریو دواړو کې شته، ځکه اکثر د کور دننه د جسماني تشدد تر څنګ نفسیاتي او معاشي تشدد باندې ښځې غلې وي.
قانون پوهان وایي د ښځو پر ضد د تشدد د مخنیوي قوانین شته خو ښځې عدالت او پولیس ته هم د خپلې بدنامۍ اؤ د خاندان د عزت خرابېدو له ویرې نه ځي .
قانون پوهه کاینات کاکاخیله وي او اې ډيوه ته وایي ښځو ته د خپل حق لپاره قانوني مرستې اخستو کې شرم او ویره نه ده پکار.
د وکیلې کاینات په وینا "دې کې هیڅ غلطه خبره نشته،که ښځه کورټ ته راشي دا هیڅ د بدنامۍ خبره نه ده یا که یوه ښځه د خپل حق لپاره خبره وکړي هغوئ ته په دې فخر پکار دی نه چې د بدنامۍ احساس".
د ښځو د حقونو فعالان وایي دروانو ۱۶ ورځو کې د فعالیتونو او غونډو د لارې ښځو کې هم د خپلو حقونو د شعور پیدا کولو هڅې کوي.
د ښځو دحقونو فعاله او د "آواز دو" پروګرام مشره طاهره کلیم وایي، که مونږ آواز نه پورته کوو او چپ پاتې شو، نو دا هم ظالم سره مرسته کول دي.
وي او اې ډیوه سره خبرو کې د هغې وینا وه چې د خپلو حقونو په پامالۍ د مېرمنو غلي پاتې کېدل ظالم ته نور طاقت وربخښل دي او مظلوم نور هم شاته پاتې کیږي.
پوهان وایي که د ملک قابو نیمه ابادي یعنی ښځې په خپل ځان په کیدونکو ظلمونو غلې پاتې شي نو دغه قسمه ظلم به راتلونکي کې دهغوي په اولادونو هم اثرات ولري اؤ د تشدد دا لړۍ به ورسره نوره پېاوړې شي.
Forum