لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب: د ترهګرۍ ضد محکمه وایي داسو کې په چینایي انجینېرانو برید کې ککړ دوه ترهګر د خپلو ملګرو په ډزو وژل شوي


د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) ویلي داسو کې په چینایي انجینیرانو د شوي برید په تړاؤ نیول شوي دوه ترهګر د هغوي د ملګرو په ډزو وژل شوي دي.

په 14 جولاي کال 2021م کې د خېبر پښتونخوا په بر کوهستان ضلعه کې د داسو هاییډرو پاور پلانټ تر څنګ شوي ترهګریز برید کې 9 د چین انجینیران،دوه د ایف سي عسکر اؤ یو ډرایور وژل شوی اؤ ګڼ شمیر نور ژوبل شوي وؤ.

له دغې پېښې وروسته چارواکو دعوه کړې وه چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د برید پلان جوړونکي نیولي دي .

د زیارت په ورځ د پنجاب د ترهګرۍ ضد محکمې ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې د داسو برید د پلان جوړونکو په ګډون پینځه ترهګر د ساهیوال جیل څخه منتقل کولی شول چې په لاره کې نورو ترهګرو د داسو برید کې د ککړو ترهګرو د پولیسو نه د خلاصولو په غرض ناتاره ډزې وکړې.

ویاند ویلي د وسله والو په ډزو کې د داسو د برید په تړاؤ نیول شوي ترهګر محمد حسین اؤ ایاز وژل شوي دي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې چې اکثره وخت خفیه ادارې یا پولیس وغواړي یو ملزم د عدالت تر شا ووژني نو هغې وژنې ته یا خو د پولیس مقابلې نوم ورکړي اؤ یا بیا ووایي چې ملزم د خپلو نورو ملګرو په ډزو وژل شوی دی.

پاکستان کې وخت په وخت د وسله والو لخوا د چین په وګړو اؤ نورو بهرنیانو وژونکي بریدونه کيږي چې تر دې ساعته پکې ګڼ شمیر بهرني وګړي وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

سږکال په 26م مارچ هم د خېبر پښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سیمه کې د داسو ته روانه د چیني انجنیرانو په قافله یو ځانمرګي برید شوی وو، پینځه د چین ‏انجنیران او د هغوي یو پاکستانی ډرایور پکې وژل شوي وو.‏

د روانې اکتوبر میاشتې په اوومه نیټه هم پاکستان کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړيوال هوايي ميدان [اييرپورټ] څنګ ته "د چينايانو په قافله برید کې دوه چينايان وژل شوي او يو ژوبل شوی ؤ.

تر دې برید وروسته چين د پاکستان نه د چينايي وګړو د خونديتوب دپاره د ټولو اړينو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړې وه

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG