د پنجاب سر ښار لاهور کې د یو شخصي کالج په ښځینه زده کوونکې د شوي مبینه جنسي تیري په ضد د پنجاب بیلابیلو سیمو کې له شوؤ احتجاجونو وروسته د پنجاب حکومت ددغه پېښو د پلټنو لپاره کمیټي جوړه کړې ده.
په ورته وخت کې د پنجاب په تعلیمي ادارو کې د ښځينه زده کوونکو د ځورونو د پېښو د پلټنو لپاره لاهور هایکورټ ته عریضه هم شوې ده.
تېره ورځ په لاهور کې ددې مرموزې پېښې په ضد د شخصي کالج د کیمپس زده کوونکو قهرجن احتجاج کړی اؤ د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې په دغه مهال رامنځته شوي اخ و ډب کې لږ تر لږه ۲۷ کسان ژوبل شوي وؤ.
د لاهور په شخصي کالج کې د یوې زده کوونکې د ریپ یا په هغې د جنسي تیري خبر په ټولنیزو رسنیو مخې ته راغلی ؤ چې له هغې وروسته د پنجاب د تعلیم محکمې د یاد کالج رجسټریشن معطل کړی اؤ پولیسو ددغه کالج یو سیکیورټي کارډ یا ساتونکی هم د پېښې په تړاؤ نیولی دی.
د پنجاب د پولیسو لوړ پوړي مشر یا ډي آي جي اپریشنز فیصل کامران تېره ورځ رسنیو ته ویلي وؤ چې تر اوسه په زده کوونکې د جنسي تیري پخلی نه دی شوی.
خو د پولیسو د وضاحت باوجود د پنجاب بیلابیلو ښارونو کې طالبعلمانو اؤ د مدني ټولنې فعالانو ددې پېښې په ضد سخت احتجاجونه کړي دي چې له هغې وروسته نن د نهې په ورځ د پنجاب حکومت ددې پېښې د پلټنو لپا ره د لوړې کچې یوه کمیټي جوړه کړې ده.
د پنجاب د وزیراعلا د دفتر نه د خپرې شوې اعلامیې له مخې ددې کمیټي مشري به د پنجاب چیف سیکرټري کوي اؤ په غړو کې به یې د پنجاب ایډوکیټ جنرل،د کورنیو چارو،د لوړو زده کړو، د ځانګړو زده کړو اؤ د روغتیا پالنې د محکمو سیکرټریان شامل وي.
د پنجاب په تعلیمي ادارو کې د ښځينه زده کوونکو د ځورونې د پېښو د پلټنو لپاره د رانا سکندر په نوم یو وکیل په لاهور هایکورټ کې عریضه هم جمع کړې ده.
د وي او اې اردو د رپورټ له مخې په دغه عریضه کې ویل شوي چې پنجاب پوهنتون کې په مبینه توګه د یوې نجلۍ د ځان وژنې پېښه مخې ته راعلې اؤ د لاهور په شخصي کالج کې په یوه زده کوونکې د شوي مبینه جنسي تیري په ضد طالبعلمانو احتجاجونه کړي دي.
درخواست کې ویل شوي چې په ځایي سرکاري پوهنتون کې هم جینکو زده کوونکو د ځورونې په ضد احتجاج کړی دی.
درخواست یا عریضه کې دریځ خپل کړل شوی دی چې د ښځينه زده کوونکو تحفظ د پنجاب حکومت ذمه واري ده خو صوبایي حکومت د زده کوونکو په ځورونه هیڅ نوټس نه دی اخستی.
درخواست کې د عدالت نه غوښتنه شوې ده چې د پنجاب تعلیمي ادارو کې د نجونو د ځورونو د پېښو د پلټنو امر وکړي اؤ هم دې د پنجاب حکومت ته د ښځينه زده کوونکو د تحفظ باوري کولو حکم وکړي
Forum