لاس رسیدونکی لینک

 
کوټه: د "جبل نور القرآن" څخه د قرآن شریف لرغونې نسخې غلا شوې دي
تازه خبر

کوټه: د "جبل نور القرآن" څخه د قرآن شریف لرغونې نسخې غلا شوې دي


د بلوچستان په کوټه ښار کې بروري سیمې ته نیزدې له "جبلِ نور القرآن" نه ۱۲۰ لرغونې او نایابه قرآني نسخې غلا شوې دي. په غلا شویو نسخو کې ځینې داسې هم دي چې د ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ کلونو پخوانۍ او په لاس لیکل شوي دي.

د بروري تاڼې پولیسو د "جبلِ نور القرآن" د انچارج اجمل خان په شکایت مقدمه درج کړې او د دې پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

د "جبلِ نور القرآن" انچارج اجمل خان پولیسو ته ویلي چې د نهې او چهارشنبې په منځ په شپه کې نامعلومو غلو غار ته د ننوتلو وروسته د شیشو په ماتولو سره دغه لرغونې قرآني نسخې له ځان سره یوړې.

اجمل خان زیاته کړه چې کله چهارشنبه سهار ۱۰ بجې "جبلِ نور القرآن" ته ورغلم، نو د غار دروازې قلف مات شوی و او هلته ۱۲ شوکېسونه هم مات شوي وو.

"جبلِ نور القرآن" د کوټې په څنډو کې د چلتن د غرنۍ سیمې په منځ کې موقعیت لري، چیرې چې د غرونو دننه سرنګونه کیندل شوي او د قرآن شریف ضعیفې او زړې نسخې او نور دیني کتابونه پکې ساتل شوي دي.

د جبل نور کمیټې غړي میر بالاچ لهړي ویلي، "د شوکېسونو څخه ۱۲۰ قرآني نسخې غلا شوې دي چې په هغو کې ځینې د ۳۰۰ نه تر ۷۰۰ کلونو پخوانۍ او په لاس لیکل شوې نسخې هم شاملې دي."

د هغه په وینا، "دا د قرآن کریم مقدسې نسخې زموږ لپاره د قيمتي آثارونو نه هم زیات ارزښت لري، چې په دې ډول بې حرمتي سره غلا شوې دي."

بالاچ لهړي وویل، "له وړاندې نه د خلکو مال او ځانونه خوندي نه وو، او اوس د مقدس کلام او امانت خونديتوب هم له خطر سره مخ دی."

بل لوري ته اجمل خان ویلي چې په "جبلِ نور القرآن" کې د سی سی ټي وي کیمرې موجودې دي او د هغو لپاره د بیک اپ بیټرۍ هم نصب شوې وې، خو د زیات لوډشېډنګ له امله د بیک اپ توان ختم شوی و.

هغه دا هم زیاته کړه چې داسې ښکاري، تورنو کسانو ممکن د پېښې نه وړاندې د خپلې کړنې لپاره منظم پلان جوړ کړی وي.

پولیسو ویلي چې د تورنو کسانو د نیولو لپاره په نزدې ودانیو کې لګېدلې سی سی ټي وي کیمرې معاینه کوي او تمه لري چې ژر تر ژره په دې غلا کې ککړ کسان ونیول شي.

"جبلِ نور القرآن" څنګه جوړ شو؟

په ۱۹۹۲ کال کې د کوټې د لویدیځې څنډې په چلتن غرونو کې حاجي عبدالمجید لهړي او د هغه ورور د زړو او ضعیفو قرآني نسخو د ساتلو لپاره یو غار جوړ کړ.

لومړیو کې به دلته د کوټې او بلوچستان له نورو برخو څخه د قرآن کریم زړې نسخې راټولېدلې او ساتل کېدې، خو اوس د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه نسخې دلته راوړل کېږي.

"جبلِ نور القرآن" اوس د یو میوزیم بڼه خپله کړې ده، چې د هېواد له هرې برخې خلک د سیاحت او عبادت په موخه ورته ورځي.

د غره دننه نږدې ۳۰ سرنګونه کیندل شوي، چې سلګونه متره اوږدوالی لري، او په هغو کې د پرتو ضعیفو قرآني نسخو د پاڼو شمېر له درېو کروړو څخه اوښتی دی.

په دې ساتل شویو نسخو کې ځینې د ۶۰۰ نه تر ۷۰۰ کلونو پورې پخوانۍ دي، چې په بیلابیلو ژبو ژباړل شوې دي.

په چلتن غرونو کې نه یوازې ضعیفې قرآني نسخې ساتل کېږي، بلکې د هغو نسخو مرمت هم کېږي چې د دیني مدرسو شاګردانو ته ورکول کېږي.

( د وي او اې اردو په مننه)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG