لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: کچلاغ کې د پولیسو په موبایل بمي چاودنه کې دوه پولیس وژل شوي، یو ژوبل


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پاکستان د ناکراره صوبې بلوچستان د سرښار کوټې په کچلاغ سیمه کې د پولیسو په ګاډي بمي چاودنه شوې چې په پکې د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.

د سیمې نه امنیتي سرچېنو وي او اې ډیوه ته ویلي دا پېښه د خالي- شنبې په ورځ کچلاغ کې هغه مهال شوې ده چې د نیو کچلاغ پولیس ټاڼې عسکرو د معمول ګشت کولو چې د موبایل تر څنګ یې بمي چاودنه وشوه.

سرچېنو چاودنه کې د یو اسسټننټ سب انسکټر اؤ یو سپاهي وژل کېدل تایید کړي اؤ ویلي یې دي یو پولیس عسکر ژوبل شوی هم دی چې د علاج لپاره هسپتال ته رسول شوی دی.

له پېښې وروسته په ګڼ شمیر کې پولیس اؤ د لیویز عسکر د چاودنې ځاي ته رسیدلي اؤ سیمه یې پخپله ولکه کې اخستې ده.

ددې چاودنې ذمه واري په سمدستي توګه چا پر غاړه نه ده اخستې خو بلوچستان کې چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو څومره بریدونه شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري بلوڅ وسله والې ډلې بي ایل اې پر غاړه اخستې ده.

تر دې چاودنې یوه ورځ وړاندې د بلوچستان په قلات سیمه کې هم د امنیتي ځواکونو د ګاډي تر څنګ بمي چاودنه شوې وه چې پکې د لیویز اته عسکر ژوبل شوي وؤ.

په 26م اګست د بلوچستان په بیلابیلو سیمو کې وسله والو په امنیتي ځواکونو اؤ عامو خلکو پرله پسې خونړي بریدونه کړي وؤ چې د مطبوعاتي رپورټونو له مخې د 14 پوځيانو په ګډون پکې تر 70 زیات کسان وژل شوي وؤ.

بلوچ لبریشن ارمي ددغو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخستې وه اؤ دعوه یې کړې وه چې په بریدونو کې یې 130 پوځيان وژلي خو ازادو سرچینو د بي ایل اې ددې دعوې تصدیق نه ؤ کړی.

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت پارلیمان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویلي وو چې بلوچستان کې د تېر یو کال په مهال د ترهګرۍ 626 پېښې مخې ته راغلي اؤ په دې پېښو کې 148 امنیتي عسکر وژل شوي اؤ 198 نور ژوبل شوي.

د کورنیو چارو د وزارت د شمیرو تر مخه بلوچستان کې په دغو ترهګریزو بریدونو کې 167 عام وګړي وژل شوي اؤ 279 ژوبل شوي دي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د یوې اوږدې مودې راهسې د ناکرارۍ سره مخ ده اؤ دغلته که یو خوا د ریاست نه مرورې بلوڅ وسله والې ډلې وخت په وخت په امینتي ځواکونو مرګوني بریدونه کوي نو بلخوا د صوبې د حقونو په غوښتنه اؤ د جبري بې درکیو په ضد سیاسي ګوندونه اؤ مدني ټولنه هم په احتجاج بوخت دي.

بلوچستان د رقبې په لحاظ د پاکستان تر ټولو ستره صوبه ده خو په پسماندګۍ کې هم د هیواد تر ټولو پسمانده صوبه ګڼل کیږي.

په دغه کړکیچ ځپلې صوبه کې د قدرتي وسیلو پریمانه ذخیرې وجود لري چې هرکال دپاکستان قامي خزانې ته د اربونو روپو ګټه ورکوي خو د بلوچستان قام پرست تنظیمونه اؤ سیاسي ګوندونه وایي چې په قدرتي وسیلو دپور مامور دې صوبې وګړي پخپلو وسیلو اختیار نه لري اؤ ګټې یې ټولې بهر روانې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG