د عمران خان د طالبانو سره خبرو ته دکېناستلو خو خپلو سیاسي مخالفینو ته په غلو ویلو او ورسره د خبرو نه کولو په بیان د سیاسي ګوندونو مشرانو او څېړونکو سخته ناخوښي ښودلې او وايي د عمران خان بیان د سپکاوي او کرکې ډک دی.
د پاکستان انګرېزۍ ورځپاڼې ډان پخپله اداريه کې د عمران خان په دې بيان ویلي د وينو تږي جنګيالي چې پاکستان کې د زرګونو خلکو وژنه کې ککړ دي، هغوي د ملک سياست مدارانو سره پرتله کول، که هغوي هر څومره کرپټ وي او يا يې درغلۍ کړې وي ناسم کار دی او دا ډول بيان د کرکې او سپکاوي نه ډک دی.
پېښور کې يو خبريال لحاظ علي چې په سياسي او امنيتي چارو باندې نظر ساتي وايي، دا ډول بيانونه د ترهګرۍ ځپلي د خېبر پښتونخوا او په خاصه توګه د قبایلي ضلعو خلکو په زخمونو مالګه دوړول دي.
هغه وايي:
"پخواني وزيراعظم او په يو ذمه واره څوکۍ ناست د ملک يو وګړي سره داسې بيان ښه نه ښکاري. هغه خلک څوک چې په دې ترهګرۍ کې د طالبانو له خوا په ځان وژونکو بريدونو او نورو بريدونو کې وژل شوي دي، دا د هغوي په زخمونو باندې مالګه دوړول دي."
خبريال لحاظ علي زياتوي:
"په بېلا بېلو وختونو کې د ټي ټي پي په اړه د عمران خان عجيبه عجيبه بيانونه مخې ته راغلي دي. څه موده وړاندې هغه دلته د ټي ټي پي د دفتر پرانستې خبره کړې وه، بيا څه موده وروسته ټي ټي پي د هغه نوم د مذاکراتي ټيم لپاره هم اخستی و. دا د هغه ټولو وژل شويو خلکو د کورنيو په خاصه توګه د پوليس ځواکونو لپاره ډېر عجيبه بيان دی او دا د هغوي په زخمونو مالګې دوړول دي."
پخوانی سېنېټر او سياستمدار افراسياب خټک د عمران خان د دې وروستي بيان په اړه وي او ای ډيوه ویلي:
"عمران خان چې چا سياست ته راوستی، په ټاکنو کې يې درغلۍ کړي، د ده يې پټه مرسته کړې ده او طالبان چې چا راوستي دي هغه يوه اداره او مرکز دی. دی خو ځان ته يو بل ډول سړی دی. مغرب کې لوې شوی دی، بچي يې مغرب کې دي او ټول مفادات يې هم مغرب کې دي. دی چې چا پاکستان کې سياست ته راوستی دی، هغوي ته ځان سپينوي او ورته وايي چې زه خو ستاسو په لاره روان يم نو ځکه داسې خبرې کوي."
د داسې ډول بيانونو وروسته به خېبر پښتونخوا کې د عمران خان د ګوند خلکو او هغه خلک چې د طالبانو د لاسه په جاني او مالي توګه تاواني شوي دي په هغوي به څه اثر پرېوځې، د دې په ځواب کې افراسياب خټک وویل:
"زمونږه خلک ساده دي، غولول يې ممکن دي او دوي غولولي دي. د ترهګرۍ د لاسه زمونږ صوبه کې دومره خلک مري، عمران خان خو څه کوې چې ورشي هغوي ته تعزيت وکړي يا بيان ورکړي او دعا وکړي هغه وزيراعلی او حکومت يې هم نه کوي. ځان يې پرې غلی کړی دی. زمونږ د صوبې حالات ډېر خراب دي. د دوي (عمران خان) چې څومره کلونه حکومت وکړو دا بدترين حکومت و".
افراسياب خټک زياتوي:
"د وزيرستان خلک اوس هم پېښور کې پرلت باندې ناست دي، دا خو دومره زړه مسله ده پکار ده چې دوي ورپسې تلی وی او هلته يې اورېدلی وی، خو دوي يې دلته هم نه اوري. مړو سره خلک پرلت باندې کښيني خو د پوليس رپورت يې هم نه درج کيږي. هيله ده چې د خلکو سترګې وغړيږي او دوست او دښمن وپېژني."
د نېشنل پارټۍ يو پخوانی مشر او څيړونکی مختار باچا هم وايي په داسې وخت کې چې له وړاندې نه د خېبر پښتونخوا په څه قباېلي ضلعو کې دغسې قسمه وسله وال بيا ښکاره شوي دي، دې دغه سياسي مشر داسې بيان نوره هم وېره خوروي.
"د عمران خان دا بيان چې طالبان سم دي او سياست او سياسي مشران غلط دي، دا يوه ډېره شرمناکه غوندې خبره ده. سياست کې خلک خبرې هم کوي او پارليمان کې کښينې هم. مونږ اوس په يو داسې سړي اوړېدلي يو چې ټول ملک يې پرېشانۍ سره مخ کړی دی."
خو د يو تحقيقاتي ادارې نېشنل تهنک ټېنک مشر او څيړونکی سيد اختر علي شاه وايي د عمران خان دغه بيان يو علامتي بيان ښکاري او داسې څه بدله خبره يې ځکه نه ده کړې چې هغه سياسي ګوندونه چې دا وخت په حکومت کې دي هغوي خو د طالبانو سره په باقاعده توګه د خبرو کولو اجازت ورکړی دی.
هغه وايي:
"حکومت دا مهال پخپله د پاکستاني طالبانو سره خبرې اترې پېل کړې دي او د دوي تر مينځه ډز بندي هم شوې ده.په دې حکومت کې پاکستان مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز پارټي، عوامي نېشنل پارټي، پاکستان ډېموکرېټک مومنټ، قومي وطن پارټي، پاکستان نېشنل پارټي په حکومت کې شامل دي او اتحاديان دي. دوي ټولو ته په خبرو اترو کولو په عملي توګه څه اعتراض نشته. عمران خان د وړاندې نه طالبانو سره د مذاکراتو او خبرو حامي و. د هغه دا خبره ماته څه نوې نه ښکاري."
سياسي څيړونکي وايي که يو لوري ته د طالبانو يا ترهګرو د سياستمدارانو سره موازنه کول او هغوي يو بل سره برابرول غلط دي نو بل خوا داسې قسمه بيانونه د هغو خلکو په زخمونو باندې مالګه دوړول دي چاته چې د ټي ټي پي او نورو ترهګرو ډلو د لاسه جاني او مالي تاوانونه رسېدلي دي.
پخواني وزیراعظم عمران خان په خپل یو ورستي بیان کې ویلي وو د ټي ټي پي او بیلتون غوښتونکو بلوڅانو سره خبرې کیدی شي خو د غلو سره نه.