لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: پاکستان کې د قربانیو څاروي ګران شوي، زیاتره خلک په غټو څاریو کې برخې اخلي


په پاکستان کې خلک شکایتونه کوي د لویو او وړو قربانی څارو بیعې زیاتې شوي دي په دې علت دا ځل دوي د وړو څاریو په ځای په غټو څاریو کې د برخې اخستو یا شریکې قربانیو ته لومړیتوب کوي.

د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي په خپل یو تازه رپورټ کې ویلي دي چې خلکو ورته ویلي دي د شریکې قربانۍ په څاروي کې د یوې برخې پېسې د 30, 000 نه تر 40,000 پورې جوړېږي.

په رپورټ کې و یل شوي دي چې دا وخت په مارکیټ کې د غوا یا غويی د درو لکو نه واخله تر څلورنیمو لکو پورې خرڅېږي.

دغه شان د ګډانو یا مېږو او وزو بیعې د 65,000 نه واخله تر 1, 40,000 (یولاک او څلوېښت زرو) پورې لوړې شوي دي.

خلکو ای پي پي ته ویلي د ګرانۍ له وجې زیاتره خلک دا ځل ځان ته د ورکوټو څارويو اخستو په ځای غواړي په غټ څاروي کې برخه واخلي.

څه که هم د پاکستان سرکاري شمار شمېرې ښيي چې په ګرانۍ کې رويټرز خبري اداره وايي د کال 2022م نه ګراني بې کچه زیاته شوې ده او تېر کال په حېرانوونکې توګه 38 سلنه ته لوړه شوې وه خو پاکستان کې د شمار شمېرو اداره وايي د تېرو پینځو میاشتو نه بیعې پرله پسې لاندې راوانې دي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان د خزانې وزارت په یو رپورټ کې ویلي وو چې د می په میاشت کې د ګرانۍ شرح یواځې د 13.5 او 14.5 سلنو په منځ کې پاتې شوې ده.

ددې خبرونو وروسته چې په ګرانۍ کې کمی راغلی د پاکستان مرکزي سټېټ بېنک هم په قرضونو د سود شرح کې د 1.5 فیصده کمي راوستلو اعلان وکړ.

د جون په اوولسمه پاکستان کې د غټ اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې او د سنت ابراهیمې ترمخه به د نورې نړۍ په شان د پاکستان مسلمانان هم د څارو قرباني کوي، خو یو شمېر خلکو رویټرز خبري ادارې ته ویلي دوو په ګرانۍ کې څه کمی نه ویني او د تېر کال په پرتله دا ځل د قربانۍ د څاریو بیعې نورې لوړې شوي دي.

په کراچې کې یو تن محمد اصف رویټرز ته وايي چې تېر کال کوم څاروي په یو لک روپۍ( 358ډالره) ‌وو دا ځل په یو نیم لک روپۍ (537 ډالره) خرڅېږي،

د پاکستان د سرکاري خبري ادارې اې پي پي د رپورټ ترمخه په مارکیټ کې دا وخت د څاریو په بیعو کې د 70 زرو نه تر یونیم لک پورې زیاتوالی لیدل کېږي.

رپورټ وايي دا وخت د لومړۍ درجې د یو غويي بیعه د دوه لکو نه تر درو لکو پورې، د دویمې درجې غويي بیعه د یو لک نه تر یونیم لک په منځ کې ده او دغه شان د دریمې درجې غټ څاروي بیعه د پنځوسو زرو نه تر یو لکه پورې ده.

د اې پي پي په رپورټ کې ویل شوي د اولنۍ درجې د وړو څاریو یعنې ګډانو او وزو بیعې هم تر 40,000 نه تر 60,000 پورې او د دریمې درجې د وړو څاریو بیعې د 30,000 نه تر 40,000 پورې لوړې شوي دي. دغه شان د وړو څاریو د دریمې درجې څاروي تر 25000 پورې ګران شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG