لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ريپبلېکن پارټۍ د امريکې د کانګرس په دواړو اېوانونو کې اکثریت ترلاسه کړو


که څه هم ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس په دواړو اېوانونو کې څه ډېر لوی اکثریت نه دی ترلاسه کړی خو د پارټۍ مشران غواړي چې موجوده حکومت لرې کړي او د خپل حکومت دلارې د ټرمپ تګلاره په عملي کولو په چټکتیا کار شروع کړي
که څه هم ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس په دواړو اېوانونو کې څه ډېر لوی اکثریت نه دی ترلاسه کړی خو د پارټۍ مشران غواړي چې موجوده حکومت لرې کړي او د خپل حکومت دلارې د ټرمپ تګلاره په عملي کولو په چټکتیا کار شروع کړي

د امریکې د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز او په اېوان بالا سېنېټ کې اکثریت ترلاسه او په حکومت يې خپل واک اختیار مظبوط کړو.

په اېريزونا او په کېلېفورنیا ریاستونو کې د هاوس په دوو چوکو د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ريپبلېکن پارټۍ د امیدوارانو د بریا د اعلان نه وروسته په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ د چوکو شمېره ۲۱۸ ته ورسېده او په اېوان کې يې اکثریت ترلاسه کړو.

د نومبر په پینځمه نېټه د نوي صدر او د کانګرس غړي منتخب کولو دپاره ووټونو کې ريپبلېکن پارټۍ په سېنېټ کې هم د واکمن ډېموکرېټېک پارټۍ نه اکثریت خپل لاس ته کړو.

د صدارت دپاره مقابله کې ټرمپ د ډېموکرېټېک پارټۍ اميدوارې او نایب صدرې کاملا هېرېس ته ماتې ورکړی دی. ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ د صدر جوبایډن سره په وایټ هاوس کې ملاقات وکړو. بایډن خپل جانشین ته د وایټ هاوس بلنه ورکړې وه او لوظ يې وکړو چې دا خبره به یقیني کوي چې ټرمپ ته په امناکه ډول حکومت وسپارل شي.

ټرمپ به د جنورۍ په شلمه نېټه د امریکې د ۴۷ صدر په حېث د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي. په عېن حال کې هغه په خپله کابینه او اینده حکومت کې شاملېدو دپاره د خپلو پلویانو نامزدګي شروع کړې ده.

که څه هم ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس په دواړو اېوانونو کې څه ډېر لوی اکثریت نه دی ترلاسه کړی خو د پارټۍ مشران غواړي چې موجوده حکومت لرې کړي او د خپل حکومت دلارې د ټرمپ تګلاره په عملي کولو په چټکتیا کار شروع کړي.

ټرمپ لوظ کړی چې د ملک نه به غېر قانوني بهرنیان وباسي او وېل کېږي چې دا به د امریکي په تاریخ کې د ټولو نه لوی ډيپورټېشن یا د ملک بدرۍ عمل وي. هغه د ټېکس مراعات د غځول، خپلو سیاسي مخالفینو ته د سزاګاو ورکولو، د وفاقي حکومت واک اختیار د سمبالولو او د امریکې اقتصاد ته د نوي شکل ورکولو لوظ کړی دی. په انتخاباتو کې د ريپبلېکن پارټۍ بریا دا خبره یقیني کړې چې کانګرس به د ټرمپ په شا ولاړ وي او ډېموکرېټس به بې وسه وي چې مخه يې ونېسي.

په کال ۲۰۱۶ کې هم چې ټرمپ صدر منتخب شوی و نو پارټۍ يې په کانګرس کې اکثریت ترلاسه کړی و خو د ګوند ځینو غړو به يې د تګلارې په ځینو ټکو مزاحمت کولو او په سپریم کورټ کې هم د داسې ججانو اکثریت و چې زاړه پاله نه ګڼل کېدل. خو دا ځلا حالات بدل دي.

دا ځل چې ټرمپ وایټ هاوس ته بېرته لاړ شي نو د یوې داسې ريپبلېکن پارټۍ سره به کار کوي چې د هغه مېک امېرېکا ګرېټ اګېن یا امریکې ته بیا عظمت وکړئ تحریک په مکمله توګه بدله کړې دی او په سپریم کورټ کې د زاړه پاله ججانو اکثریت دی، درې ججان د هغه په مخکني حکومت کې ګمارل شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې بایډن سره د ملاقات نه مخکې ټرمپ د هاوس د ريپبلېکن پارټۍ نومنتخب غړو سره ملاقات وکړو. ټرمپ غونډې ته وویل فکر نه کوي چې په دریم ځل د صدارت دپاره په انتخاب کې ودرېدلی شي ترڅو چې د پارټۍ قانون سازان ورته بله څه لاره برابر نه کړي. په امریکې کې یو تن دوه ځله صدر جوړېدلی شي.

مایک جانسن چې د ټرمپ په حمایت بیا د هاوس سپيکر منتخب شوی دی دا هفته يې وویل په هاوس او په سېنېټ کې ريپبلېکنز یو منشور لري او د امریکې ولس غواړي چې امېرېکا فرسټ یا د هر څه نه اول امریکا منشور عملي او دا لوظ پوره کړي.

د نوي منتخب شوي کانګرس وړمبۍ غونډه به د جنورۍ په دریمه نېټه کېږي.

د دې باوجود چې ريپبلېکن پارټۍ په هاوس کې اکثریت لري دا ضمانت نه شته چې په اېوان کې به چارې په هواره ډول ترسره کېږي. په تېرو دوو کلونو کې په هاوس کې د ريپبلېکن پارټۍ د زیاتو زاړه پالو او د معتدله غړو خپل منځ کې اختلافات هم لرل او جانسن، وخت په وخت د ټرمپ په مرسته، کامیاب شوی و چې د هغه مشرۍ خلاف د ښکاره بغاوت مخه ونیسي. دا ځل د ټرمپ د بریا ترڅنګ د پارټۍ د زاړه پاله غړو لاس په بره دی.

په هاوس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو مشر حکیم جېفريز په دې کوښښونو کې بوخت دی چې د خپلې پارټۍ د ۲۰۰ نه زیات غړي په کانګرس د قانون سازۍ پېوسط وساتي.

په سېنېت کې چې ريپبلېکنز اکثریت ترلاسه کړی دی د شورو، چهارشنبې، په ورځ يې جان تون خپل مشر وټاکلو. سېنېټ تیاری کوي چې د ټرمپ د کابینې غړو د تقررۍ منظوري ورکړي.

د امریکې سېنېټ ۱۰۰ غړي لري او ريپبلېکنز په کې ۵۳ چوکۍ ترلاسه کړي دي چې دا خبره یقیني کوي چې د کابیني غړو د تقررۍ په منظورۍ کې به څه مخالفت نه پېدا کېږي.

په سېنېټ کې د ريپبلېکن پارټۍ د غړو مشر مېچ مېکانل چې اوس يې تون ځای ونیولو، ویلي په کانګرس کې د ټرمپ د تګلارو د مخالفت ورځې ختمې شوي دي.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG